روژه او شفاء
پۀ روحاني ، نفسياتي او ذهني فائدو به ئې چرته بيا خبره وکړم خو د دې ټولو نه علاوه روژه ډېرې جسماني فائدې هم لري -
زمونږ زياتره خلک د شوګر ( ټائپ ټو) , کوليسټرول او بلډ پرېشر مريضان دي - د هغو د پاره روژه خالص د نعمت مياشت ده ځکه چې دوي پۀ روژه او سهي خوراک دا ټولې بيمارۍ کنټرول کولے شي -
روژه د هاضمې نظام له وقفه ورکوي او د کولمو فائده مند بېکټېريا واپس متحرک کوي - د دې وقفې سره نۀ يواځې د بسيار خورۍ له وجې خرابه شوې هاضمه برابر شي بلکه د وجود د مدافعت قوت هم زيات شي - ځکه چې پۀ دې وقفه کښې د وجود نه زهرجن مواد هم خارج شي -
د روژې له وجې چې وجود ته خوراک کم شي نو هغه د وجود زياته چربي د توانائي د پاره استعمالوي - د دې سره نه صرف د وجود چربي کمه شي بلکه وزن هم کنټرول شي او ميټابالزم هم سېوا شي -
کوم خلک چې دا مرضونه نۀ لري نو د هغو له پاره هم روژه يوه ښۀ موقع ده چې د ډېرو راتلونکو جسماني مرضونو نه بچ پاتې شي - پۀ دې ټول عمل کښې چې د اوبو کوم کمے پۀ وجود کښې راځي پکار ده چې هغه د پېشمني پورې واپس بحال کړے شي -
نوټ : کوم خلک چې غېر صحت مند خوراکونه خوري او يا بسيار خوري کوي هغو ته روژه هېڅ طبي فائده نۀ ورکوي -