تر ټولو ستر جنایت څه دئ او اصل مرتکب ئې څوک دئ؟!
غرب د درېیمي درجې په هېوادونو کي یوه شریره، فاحشه او مفسده طبقه انسانان وروزل، هغوی ئې له خپلو اصیلو خلکو بېل او د خپلو ملتونو له نفسیاتو سره ئې نا اشنا کړل؛ د دوی ټولني ئې پر دوو طبقو ووېشلې؛ هغوی ته ئې دا تأثر ورکړ چي تاسي پوهان، مهذب او با شعوره انسانان یاست؛ ملتونه مو بیا پسونه، وروسته پاته او جاهل دي؛ تاسي برهمن یاست او هغوی شودر دي؛ د اقتدار حق تاسي لرئ؛ تاسي کولی سئ هغوی د عروج مدارجو ته لوړ کړئ!
هغه داسي چي د خپلو جاهلو ملتونو ذهنیت، ژوند او آن د جامو او اوسېدلو چلن ته به تغییر ورکوئ؛ د هغوی کلتوري لباس ور بدل کړئ او د نسلونو ذهنیت ئې د نوي ورلډ آرډر سره سازگار کړئ، پر هغوی حکومت وکړئ او د انقلابونو او بحرانونو په صورتونو کي بیا هغوی له خپل مجهول برخلیک سره تنها پرېږدئ او مخ پر غرب له خپلو لوټلو شتمنیو سره وتښتئ! سویز بانک او یوه مهذبه نړۍ به مو هرکلی کوي...
بیا بېرته له همدې ځایه د نوي انقلاب پیلولو لپاره کار او ذهنیت سازي پیل کړئ! که مو اقدامات ډېر مؤثر نه ول، خپل ملتونه مو دوکه نکړی سول نو موږ چمتو یو چي د خپلو نظامي ځواکونو پر مټ مو راغلي مخالفین درته وځپو او تاسي بېرته پر همدغو ملتونو مسلط کړو...
دا طبقه لبرال سیکولران او حقیر قامپرستان دي؛ دوی له غرب څخه د بدلون شعارونه زمزمه کوي او ځیني جاهلان دوکه کوي؛ همدا اوس په افغانستان کي د دې تگلاري لومړی پړاؤ او په ایران کي وروستی پړاؤ د عملي کېدلو په حالت کي دئ؛ دوی د ملي موضوعاتو لکه بیرغ او زدکړو، د واک د انحصار او نور مسائل مطرح کوي...
په اسلامي نړۍ کي باید یو کار ترسره سي؛ دا ذهنیت سازي وسي چي هغه څوک چي غرب ته د سیاسي پناه په موخه تښتي بیا د یوه واکمن نظام پر ضد تبلیغات کوي هغوی مفسدین او وطن پلوري دي؛ غداران دي او د هغوی خبرو ته توجه کول له خپلو نسلونو سره جفاء ده؛ که په داخل کي کومي ستونزي موجودي وي هغه باید د خبرو او تفاهم له لاري حل او فصل سي؛ که احیاناً ممکن نه وي نو بیا خو تاسي هم د همدې ملت برخه یاست؛ نو نظام ته د ننوتلو او مثبت بدلون په موخه خپلي هڅي تندي کړئ؛ ولي به یو بدلون یوازي د نظام په تخریب سره راځي او کله بیا داسي بدلون گټور تمام سوی؟!!
بشپړه اسلامي نړۍ او مثالونه ئې زموږ مخي ته پراته دي!
پر هر ملت چي نن سور اور بل دئ هغوی د آزادۍ په موخه پر خپل واکمن رقیب تُف کړي وي او نن خپله د ذلت، مسکنت او تباهۍ پړاؤ تېروي. له دې مفسد نسل او غربي تالۍ څټو څخه لېري اوسئ! که دوی وطن دوست وای مرگ ئې منی نه تېښته؛ دا وضعیت د ایران د خلقیانو او ملحدینو هم دئ او زموږ د قامپرستانو او سیکولرانو هم...
پر تهران په یوه ورځ ۲۰۰ الوتکي بمونه اوروي؛ آیا یوازي د دې لپاره چي ایراني ولس ته د رأیي آزادي ورکړي! دا ټول مصارف د څه لپاره؟!
دا د دې لپاره چي پهلوي یا امثالهم پر سیمه مسلط کړي؛ ایران او معادن ئې د دوی سي... او په دې کار کي د دوی همکار همدا مفسد غرب روزلی حرامخور نسل دئ. دوی د مفسدینو بچیان پاته سوي؛ پلرونو ئې خپل هېوادونه پلورلي وي؛ د آزادۍ له ذوقه دا عاري او خالي نسل مردود دئ؛ لکه شیطانان له خپل خوا ئې ورټــئ؛ د خپلو وروڼو سره جوړ سئ او ځانونه له سیال سره سیال کړئ!