ایا د احادیثو پرته د لمانځه طریقه زده کېدای شي؟

جوونی 4, 2026 - 16:07
 0  7
ایا د احادیثو پرته د لمانځه طریقه زده کېدای شي؟

ع.ع

 

کله چې د حدیثو په موضوع خبرې کېږي، نو ډېر ژر دا پوښتنه راپورته کېږي:

که حدیثونه نه وای، نو تاسو به د لمانځه طریقه څنګه زده کوله؟

دا پوښتنه په ظاهر کې ډېره قوي ښکاري، خو که لږ غور پرې وشي، نو معلومېږي چې دومره پیاوړی بنسټ نه لري.

لمونځ یو عملي عبادت دی، او عملي کارونه تل د عمل له لارې انتقالېږي، نه د لیکلو له لارې.

د بېلګې په توګه، که تاسو وغواړئ چې کرکټ زده کړئ او په ژوند کې مو هېڅکله څوک کرکټ لوبوي نه وي لیدلي، نو ایا یوازې د کرکټ په اړه د کوم کتاب په لوستلو سره به کرکټ زده کړئ؟ هېڅکله نه. بلکې باید څوک ووینئ چې کرکټ کوي، تر څو پوه شئ چې دا لوبه څنګه ترسره کېږي.

همدا ډول لمونځ هم مسلمانان په عملي توګه له خپلو مشرانو زده کوي. یو ماشوم جومات ته ځي، په کور کې لمونځ ویني، او د نهه یا لس کلنۍ تر عمره د لمانځه طریقه زده کړې وي. هغه ته چې هر څوک لمونځ ورزده کوي، که پلار یې وي او که د جومات قاري صاحب، نو د حدیثو کتابونه نه ورخلاصوي چې: "دلته بخاري کې فلان حدیث دی او هلته ترمذي کې فلان روایت." بلکې په عملي ډول یې ورزده کوي.

د همدې ماشوم پلار یا قاري صاحب هم لمونځ د حدیثو له کتابونو نه وي زده کړی، بلکې دوی هم په کوچنیوالي کې په همدې عملي ډول لمونځ زده کړی وي.

که له یوه عام مسلمان څخه وپوښتئ: "لمونځ درځي؟" نو خامخا به "هو" ووایي. بیا که ترې وپوښتئ: "لمونځ دې له بخاري زده کړی که له ابوداود؟" کېدای شي ځواب درکړي: "دا څوک دي؟ ما یې نومونه هم نه دي اورېدلي."

یعنې د نړۍ شاوخوا دوه میلیارده مسلمانان، که عام خلک وي او که ستر عالمان، لمونځ په عملي توګه له خپلو مشرانو زده کوي او بیا یې خپلو ماشومانو ته هم په عملي ډول ورښيي. دا لړۍ له رسول الله ﷺ څخه پیل شوې او تر قیامته به روانه وي. رسول الله ﷺ خلکو ته لمونځ په عمل سره ښوولی و، نه دا چې د لمانځه بشپړ طریقه یې لیکلې وای او خلکو ته یې د لوستلو لپاره ورکړې وای.

زما تر علمه داسې څوک نشته چې مخکې لمونځ نه ور تله او وروسته یې د حدیثو په لسګونو کتابونو کې د صحیح او ضعیف روایتونو له څېړنې وروسته لمونځ زده کړی وي. حتی هغه محدثان او محققین چې وایي "له حدیث پرته لمونځ نه شي زده کېدای"، هغوی خپله هم لمونځ په ماشومتوب کې زده کړی وي، په داسې عمر کې چې د حدیث معنا یې هم نه وه معلومه.

اوس ښايي څوک ووایي چې د لمانځه ډېر طریقې شته، او زموږ د مذهب طریقه اصلي سنت دی، نور خلک ناسم لمونځ کوي؛ نو ځکه موږ د حدیثو له لارې د لمانځه اصلي طریقه زده کوو.

د دې په ځواب کې باید ووایو چې لمونځ دوه برخې لري:

۱. اعمال (لکه قیام، رکوع، سجده او نور)

۲. اذکار (لکه سورت فاتحه، تسبیحات او دعاګانې)

او بیا د دغو دواړو برخو هم دوه دوه قسمونه دي.

د اعمالو یوه برخه هغه لازمي اعمال دي چې رسول الله ﷺ ټول عمر په هماغه ډول ترسره کړي دي؛ لکه قیام، رکوع، دوه سجدې او د سجدو ترمنځ کښېناستل.

او بله برخه اختیاري اعمال دي چې شریعت لازمي نه دي ګرځولي؛ لکه رفع الیدین، په تشهد کې د شهادت ګوته پورته کول، یا په قیام کې د لاسونو تړل.

د اذکارو په برخه کې هم همدا حالت دی. فاتحه، تکبیرات او د قرآن تلاوت لازمي برخې دي، خو په تسبیحاتو او دعاوو کې تنوع شته، او رسول الله ﷺ په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې دعاګانې لوستې دي.

په ټوله اسلامي امت کې د لمانځه په هغو برخو کې اختلاف نشته چې لازمي دي او رسول الله ﷺ پرې همېشه عمل کړی دی.

اختلاف په هغو برخو کې دی چې اختیاري دي او رسول الله ﷺ کله په یوه او کله په بل ډول ترسره کړي دي. کله چې له لرې سیمو خلک رسول الله ﷺ ته راتلل، نو هر چا به هغه طریقه زده کوله چې په هماغه وخت کې یې لیدله او بیا به یې خپل قوم ته هماغه طریقه انتقالوله.

له همدې امله د لمانځه بېلابېل طریقې رواج شوي دي، او ټولې طریقې صحیح دي.

فقهاء چې کله بحث کوي، نو عموماً د دې په اړه بحث کوي چې کومه طریقه غوره (افضل) ده، نه دا چې نورې ټولې ناسمې دي.

خو که څوک دا هم ونه مني او ووايي چې ټول امت ناسم لمونځ کوي او اصلي طریقه یوازې په حدیثو کې ده، نو دا هم یوه لویه غلطه انګېرنه ده.

لومړی: داسې هېڅ یو حدیث نشته چې د لمانځه بشپړه طریقه پکې له پیل څخه تر پایه بیان شوې وي.

دوهم: داسې هېڅ یو کتاب نشته چې د لمانځه ټول جزئیات په یوه ځای کې راټول کړي وي.

درېیم: حتی د اهل سنتو په مشهورو شپږو کتابونو (صحاح سته) کې هم د لمانځه بشپړه طریقه په یوه ځای کې نه ده راغلې.

د لمانځه اړوند روایتونه په بېلابېلو کتابونو او بابونو کې خپاره شوي دي. یو جز به په یوه ځای کې وي او بل جز به په بل ځای کې. بیا باید له ګڼو کتابونو څخه مواد راټول شي، ترتیب شي، او وروسته ترې یو تصویر جوړ شي.

او بیا هم د حدیثو په دننه کې د لمانځه بېلابېلې طریقې موندل کېږي؛ بلکې تر هغو طریقو هم زیاتې چې نن په امت کې رواج لري.

نو که یو عام انسان یوازې د حدیثو له لارې لمونځ زده کول غواړي، ښايي ټول عمر په زده کړه کې تېر کړي او بیا هم پرې بشپړ نه شي پوهېدلی، ځکه عملي کارونه په اصل کې د عمل له لارې زده کېږي، نه د لیکلي متن له لارې.

یوه بله مهمه خبره هم دا ده چې ځینې خلک فکر کوي رسول الله ﷺ او لومړني مسلمانان ټول عمر یوازې په یوه طریقه لمونځ کاوه، او وروسته خلکو هغه بدل کړ.

دا تصور له عقلي پلوه ډېر کمزوری دی.

تاسو خپله تجربه وکړئ. د خپل کلي یا سیمې جومات ته لاړ شئ او امام صاحب قانع کړئ چې په رکوع کې د "الله اکبر" پر ځای "الحمد لله" ووایي.

که فرضاً امام صاحب دا کار وکړي، نو د مقتدیانو له منځه به ډېر کسان سمدستي اعتراض وکړي چې: "امام صاحب! دا څه کوئ؟"

نن چې د دین د کمزورۍ شکایت کېږي، بیا هم خلک د لمانځه په کوچني بدلون حساس دي. نو څنګه ممکنه ده چې د امت په لومړیو او غوره زمانو کې چا د لمانځه رواج شوې طریقه بدله کړې وي او ټول خلک چوپ پاتې شوي وي؟

هغه عبادت چې هره ورځ پنځه وخته، په هر کلي او ښار کې ترسره کېږي، په هغې کې لوی بدلون پټ پاتې کېدل ناشوني دي.

که چا د بدلون هڅه کړې وای، نو خامخا به خلکو مخالفت ورسره کړی وای او تاریخ به یې یادونه کړې وای چې فلاني کس، په فلاني وخت او فلاني ځای کې د لمانځه د بدلولو هڅه وکړه.

له همدې امله، په امت کې چې د لمانځه کومې طریقې رواج دي، د دې نظر له مخې ټولې له رسول الله ﷺ څخه راپاتې دي او ټولې سمې دي.

امت د لمانځه زده کړه د عملي تواتر له لارې ترلاسه کړې ده، نه دا چې د لمانځه بشپړه طریقه په کوم لیکلي متن کې خوندي وه او خلکو ترې زده کوله.