نیمه نیمه کورنۍ ئې له منځه تللې وي خو بیا هم خپل رب ته د حمد سجده وکړي

مۍ 7, 2026 - 16:18
 0  3
نیمه نیمه کورنۍ ئې له منځه تللې وي خو بیا هم خپل رب ته د حمد سجده وکړي

  ماشوم بچی ئې ټوټه سوی وي خو خپل رب ته ئې پورته کړي او ورته وایي ته راضي سه موږ راضي یو.

  کورنۍ ئې تباه سوې وي خو لومړۍ کلمه ئې الحمد لله وي.

  مور به وي خپل زوی به په خپله خوښه مقاومت ته لېږي.

  لوی او کوچنی به ئې د مقاومت، مېړاني او بالاخر شـ.هادت شعارونه زمزمه کوي.

خو قامپرست او سیکولر مزاجه خلک وایي؛ دوی په تاوان کي دي؛ د امت زمري وار تر مخه دوی ته ویلي وو چي دا جـ.هاد دئ؛ فتح یا شـ.هادت. خو ناقص مثلث دا فلسفه نسي درک کولی؛ دا ځکه دوی تر مادياتو آخوا بل هیڅ نه پېژني؛ دوی ظاهراً داسي څرگندوي چي دوی نرم زړونه لري؛ حتی د مقتولینو والدین هم ښکنځي چي گواکي پر خپلو بچو ئې دا بده ورځ راوستې؛ خو که یو عادي مسلمان پر دغو مظلومانو اوښکه وبهوي بیا د دوی مکر او تعصب راوخوټېږي؛ وایي ولي د خپل وطن غمونه دي لږ دي چي پر دوی ژاړې؟ ولي د فلانۍ پېښي په تړاو څه نه وایې؟! ولي داسي یا هسي نه کوې؟!! See less