د لمانځه رابطه له صحت او ناروغي سره

مۍ 7, 2026 - 16:13
 0  0
د لمانځه رابطه له صحت او ناروغي سره

دوکتور محمد مصطفی نيازی

 

لمونځ یوازي یو عبادتي عمل ندی چې مسلمان يې ترسره کوي دا صحیح چې ټول مسلمانان د لمانځه په ثواب او اجر اخستلو متفق دي، خو لمونځ د دې سره سره طبي ګټه هم لري، نو همدا لامل دی چې لمونځونه يې د لمر په تغییر او بدلون پورې تړلي دي  په لنډ ډول به ووایو چې انسان د همدې لمانځه له لاري فکر او نظر لاسته راوړي او دا یو مثبت طاقت دی له همدې کبله يې د نشي په حالت کې د لمانځه کولو څخه منعه کړیده، دارنګه کله چې انسان په نورو کارونو مصروف وي او فکر يې په نورو مواردو اخته وي دا هم دلمانځه پر مهال د نشه یې معنی لري نو له لمانځه کولو څخه يې پدغسي حالت کې منع کړیده، دا لدې کبله چې څوک لمونځ کوي نو هغه څه چې وایې پر هغو باید پوهه شي لکه څرنګه چې قرآن هم دیته اشاره کړیده «حتی تعلموا ما تقولون» نو الله پاک غواړي چې دلمانځه له لاري انسان مثبت فکر ته ورسیږي دا د انسان لپاره لوړ مقام دی چې  دیته د طب له نظره «یوګا» ویل کیږي، ځکه کله چې انسان په «یوګا» کې کیني او «نیروانا» کې فکر کوي یعني په لوړو چارو کې فکر کوي نو مثبت فکر ته رسیږي نو لمونځ د همدي کړني غوره بیلګه ده، انسان په لمانځه کې په ډیره عاجزۍ او خشوع سره دریږي او نیروانا کې فکر کوي ترڅو په هغه څه پوهه شي چې لولي يې نه دا چې صرف آیتونه په ژبه تکراروي خو ورباندي پوهیږي نه.

په لمانځه کې سجده

سجده په لمانځه کې حافظه په فعالیت راولي، او انسان له منفي طاقت څخه ژغوري، ځکه انسان د فکر مرکز چې ناصیه ده په ځمکه يې لګوي، نو پدې سره له منفي طاقت څخه خلاصیږي، له همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ای بلاله به لمانځه سره زمونږ ستوماني ختمه کړه» نو لمونځ د نفسي او جسمي راحت بنسټ ګڼل کیږي، او په انسان اضافه شی ندی د دې سربیره د مفاصلو یا بندونو علاج پکې پروت دی، ځکه د رکوع او سجدي په حالت کې ورته ظلالي اصل رسیږي دارنګه د جماعت لمونځ بیا د دې څخه لا زیاتي ګټي لري هغه انسان چې د ټولني څخه ګوښي وي نو دا له زیات خفګان او عصبي ناروغي سره مخ وي، خو د جماعت په لمانځه کې د نورو سره یو شانته او برابر ودریږي، دا پداسي حال کې چې ځینو اشخاصو ته په عادي حالت کې د ده رسیدل ناشوني وي، مګر د جماعت په لمانځه کي برابر ورسره دریږي، او داسي احساس کوي چې د ټولني یو فرد دی، پدې اساس د جماعت لمونځ اساسي هدف لري او په همدې لمانځه کې په انضباط سره باید د نورو تر څنګ ودریږي، ترڅو خپل واجبات ادا کړي، او دا به په ډیره عاجزۍ او ارامۍ سره وي د ټولني د نورو افرادو سره په اجتماعي چارو کې برخه اخستل خپله د لمانځه اهمیت په ډاګه کوي.