د مسلمان ځوان زړه ولي له غصې ډک وي؟!

اکتوبر 16, 2025 - 11:53
اکتوبر 16, 2025 - 19:02
 0  6
د مسلمان ځوان زړه ولي له غصې ډک وي؟!

ډاکټر یوسف القرضاوي رحمه الله

ژباړه: محمد هاشم شاهین

 

د مسلمان ځوان زړه ولي له غصې ډک وي؟! دا ځکه چي مسلمان ځوان گوري منکرات په ښکاره ترسره کېږي، فساد ورځ تر بلي پراخېږي، باطل په ډاگه ځان څرگند کوي، سیکولريزم په لوړ ږغ خبري کوي، مارکسیزم په ډېره بې شرمۍ خپل خواته خلک رابلي، صلیبي ځواکونه پلانونه جوړوي او پرته له کومي وېري ئې عملي کوي، رسنیز وسایل فحشاء خپروي او بدۍ عاموي.

دی (مسلمان ځوان) مېرمني ویني چي جامې ئې پر بدن سته خو بیا هم بربنډي ښکاري؛ خلک جلبوي او نورو ته د کشش باعث کېږي. دی برملا د شرابو څښل گوري، د فسق او فجور کلبونه ویني چي شپه ورځ د بې‌ عفتۍ کورونه گرځېدلي. د شهوتونو په بازار کې تر ټولو ستره سوداگري روانه ده؛ بربنډ ادب، فاسدي سندري، نیمه بربنډ انځورونه، بې‌ حیاء فلمونه، ناوړه ډرامې او کرکجني تمثیلي لوبي... دا هر څه د همدې لپاره چي خلک له اسلام او ایمان نه لېري کړي او د فسق او نافرمانۍ پر لور ئې روان کړي.

مسلمان ځوان دا هر څه د اسلام پر خاوره ویني او تر څنگ ئې هغه قانوني نظام هم کتلی چي باید هغه د امت د عقیدې او ارزښتونو رښتینی انځور وي، د امت معنویت وساتي او سرغړوونکو ته سزا ورکړي. خو دا اوسني حاکم قوانین برعکس؛ منکرات را پاروي او د فساد ملاتړ کوي. ځکه دا قوانین د الله له نازل کړي شریعت څخه نه دي راوتلي بلکي د خلکو له هوایي غوښتنو نه جوړ سوي دي. نو هیڅ د تعجب ځای نه دئ چي هلته دي حلال حرام سي، حرام حلال سي، د الله فرایض دي ترک سي او د الله حدود دي وځنډول سي.

دی بیا هغه واکمنان گوري چي الله د خپلو مسلمانو ولسونو د مشرتابه او مسؤلیت څښتنان کړي؛ خو هغوی پر داسي لاره روان دي چي له اسلام سره هیڅ تړاؤ نه لري. دوی د الله د دښمنانو ملاتړ کوي او د الله د دوستانو ښکاره مخالفت. دوی هغه کسان ځانته نږدې کوي چي الله لېري کړي او هغه کسان له ځان نه لېري کوي چي الله نږدې کړي. دوی هغه څه وړاندي کوي چي اسلام شاته کړي او هغه څه شاته کوي چي اسلام را وړاندي کړي دي. دوی د اسلام نوم یوازي د اخترونو او رسمي مراسمو پر مهال اخلي؛ تر څو خلک پرې وغولوي او له هغوی سره دوکه وکړي!

بــلخوا مسلمان ځوان څرگند ټولنیز ظلم او بې‌ عدالتي گوري؛ فاحش طبقاتي توپیر ویني؛ داسي کسان سته چي د میلیونونو په ارزښت لوبي کوي او داسي عام خلک موجود دي چي یو څو روپۍ هم نه سي پیدا کولی؛ ځیني داسي دنگي ماڼۍ جوړوي چي  په لسگونو میلیونه پرې مصرف کېږي او ښایي په کال کي فقط څو ورځي پکي څوک اوسېږي؛ په داسي حال کي چي میلیونونه بې‌ کوره خلک په صحرا کي مري؛ داسي خواران د اوړي له تودوخي او د ژمي له یخنۍ څخه د ځان ساتني هیڅ یوه وسیله نه لري. یو خوا ته د خلکو خزانې له سرو زرو ډکي دي لکه بټۍ چي له لمبو ډکه وي؛ په بهرنیو بانکونو کي ئې د پټو شمېرو داسي حسابونه سته چي شمېر ئې یوازي الله، لیکونکو پرښتو او حساب کوونکو اجنبیانو ته معلوم دئ خو برعکس ئې د ولس بېچاره لښکر داسي تش جېبونه لري چي اکثر وخت د خالیتوب او افلاس شکایت کوي. دوی په ډېر لږ څه سره قناعت کوي خو همغه لږ هم نسي پیدا کولی. د ابوالعتاهیة د دې شعر مصداق: حسبك مما تبتغيه القوتُ / ما أكثر القوت لمن يموت!

مفهوم: د ژوندون اړتیاوي کمي دي، همدومره قُوت بس دئ؛ د مرگ لمن ته خوراکونه بې حسابه ډېر پراته دي.

خو سره له دې؛ نه د ماشومانو د لوږي چیغي کمېدلی سي او نه د لويانو د دردونو ساه‌ انسان آرامولی سي. که کوم مالدار یا د تېلو کوم شتمن یا د نړئوالو شرکتونو کوم دلال؛ یوازي هغه څه ورکړي چي په یوه معامله کې گټي او یا ئې پر یوه شنه مېز باندي په یوه شپه کي (خمار کي) بایلي؛  یا ئې د یوې سپیني نجلۍ په پښو کي شیندي نو د سلگونو فقیرانو د ستونزو حل پرې ممکن کېدلی سي؛ د لوږي له وجهي ډېري وازي خولې پرې ډکېدلی سي او د ډېرو لوڅو بدنونو څادر ترې جوړېدلی سي.

ولي نه؟! په داسي حال کي چي ستري شتمنۍ را ټولېږي؛ بلکي لوټل کېږي. عام مالونه غلا کېږي؛ بلکي په زور اخیستل کېږي. رشوت بازار لري؛ بلکي بازارونه. واسطه‌ بازي او خپلوان پلوي اوج ته رسېدلې ده. لوی لوی غله له ازادۍ او درناوي نه برخمن دي خو واړه غله یوازي د سختو سزاوو ښکار کېږي! د خلکو تر مـنځ د حسد او کرکي ناروغي (د دې ظلم د نتیجې په توگه) د زړه اړیکي داسي خرابوي لکه ناروغۍ چي بدن تباه کوي.

د ورانکارو افکارو مبلغین له همدې فاسد چاپېریاله او د هغه له ښکاره تضادونو نه گټه اخلي؛ څو د طبقاتي جگړي او ټولنیزي کرکي اورونه بل کړي. دا ئې د دغو وارداتي ایډیالوژیو د خپرولو لپاره مقدمه جوړه کړې ده؛ ځکه په داسي فضاء کي غوږونه ورته خلاص وي. نه په دې موخه چي خلک په رښتیا د دې مذهب مینه وال وي بلکي ځکه دوی له موجود واقعیت نه سخته کرکه لري.

په دې ټوله سناریو کي د ناورین جوړېدلو اساسي بنسټ یو دئ: اسلام؛ چي د خپل تکامل، بشپړتیا او توازن باوجود؛ له صحنې نه غایب پرېښودل سوی دئ؛ په خپل ټاټوبو کي بېگانه ښکاري؛ د خپلو خلکو تر منځ انکار ترې سوی او له واک او قانون جوړولو بې‌ برخي پرېښودل سوی؛ د عمومي ژوند لارښووني، د دولت په سیاستونو، اقتصاد او د کورنیو او بهرنیو اړیکو او چارو څخه لېري ساتل سوی دئ. او پر اسلام دا محدودیتونه لگول سوي چي یوازي به د انسان او د هغه د خدای تر منځ اړیکه کي محدود پاته کېږي او له دې اړیکي نه به نه راوځي؛ یعني ټولنیزو اړیکو، د اساسي قانون اړخونو، او یا هم نړئوالو چارو ته! (یعني د سیکولرو اقدارو پابند به وي. ژباړن)

دا په دې معنیٰ دئ چي له اسلام څخه غوښتل کېږي تر څو دا دین هم د مسیحیت په څېر د هغه دوران یوه کاپي پاته سي کله چي ټیټ سوی وو؛ یعني یوه عقیده وي بې له شریعته؛ عبادت وي بې له معاملاتو؛ دین وي بې له دولته او قرآن وي بې حاکمیت او قدرت ترلاسه کولو نه.

اصلي ستونزه په بنسټیزه توگه د سیکولریزم (علمانیت) مهر پر اسلامي ټولنه باندي لگول او عملي کول دي؛ دا یو وارد سوی، پردی او متضاد تمایل دئ چي له ټولو فطري ارزښتونو او میراثونو سره مخالف دئ. ځکه د علمانیت (سیکولریزم) نتیجې دا وي چي دین د دولت څخه جلا سي او له حکومت او قانون جوړوني نه لیري پاته سي؛ او دا هغه څه دي چي په تاریخ کي هیڅکله له اسلام سره نه وو؛ ځکه د امت په اوږده تاریخ کي شریعت د فتویٰ او قضاء پر بنست وو او اسلام په خلکو کي د عباداتو، معاملاتو، اخلاقو او دودونو سرچینه وه.

ممکن داسي واکمنان یا محکومین وي چی له دې نه ئې انحراف کړی وي؛ یعني هغه څوک چي د هوس یا غوسې، حسد یا غفلت له مخي له هدایت نه منحرف سوي وو؛ خو هیڅکله داسي څوک نه وو راغلي چي له شریعت نه د قانون په توگه انکار وکړي او ووایي چي محکمه او حل‌ واصل باید د دې شریعت پر بنسټ نه وي. حتیٰ هغه جباران او ظالمان لکه حجاج بن یوسف الثقفي او نور که کوم وخت د شریعت له احکامو یا د قرآن او سنت له نصونو سره مخ سوي وي؛ نو دوی یوازي دا ویلي: "صدق الله و رسوله" (الله او رسول ئې حق ویلي. / موږ واورېدل او اطاعت مو وکړ.)

ډېر لوی توپير سته د دې تعبیر تر منځ چي یو انسان د شریعت له لاري او د هغه له عدل څخه د نفس د کومي غوښتني، قهر، حسد يا غفلت له امله واوړي او یا هم د دې تعبیر تر منځ چي شریعت په بشپړ ډول وځنډوي، پرې اعتراف ونه کړي او دا ونه مني چي هغه د واکمنۍ حق او صلاحیت لري. ځکه شریعت د خدای کلمه او د خدای حکم دئ او د خدای کلمه تل لوړه ده:

وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ. المائده: ۵۰

ژباړه: په داسي حال کي كوم خلک چي پر الله باور لري، د هغوی په نزد له الله څخه بل غوره فېصله كوونكى هیڅ نسته.

نو هیڅ د تعجب ځای نه دئ چي دا ستونزه دي په ژوره توگه د مسلمان نسل وجدان ولړزوي او ضمیر ئې اندېښمن کړي؛ ځکه دوی ویني چي نور ملتونه خپل ژوند د خپلو عقایدو، فلسفو او د دین، هستۍ، خدای او انسان په اړه د خپلو نظریاتو پر بنسټ سموي، خو (د پردیو لخوا) یوازي مسلمان دې ته اړ سوي چي په دایمي ټکر کي ژوند تېر کړي؛ یعني د خپل عقیدې او خپل واقعیت تر منځ، د خپل دین او خپل ټولني تر منځ تصادم ولري. حال دا چي اسلام یوه عقیده ده او شریعت ئې بیا د ژوند بشپړ نظام دئ. له همدې امله د سیکولریزم منل په اصل کي د خدای د شریعت غورځول دي، د هغه د احکامو رد کول دي او دا تور لگول دي چي گواکي دا شریعت د دې زمانې لپاره مناسب نه دئ. او کله چي انسانان د خپلو عقلونو له جوړو سویو نظریاتو نه ځانونو ته قوانین وضع کوي؛ معنیٰ ئې دا ده چي دوی خپل محدود علم او نیمگړي تجربې د خدای پر هدایت غوره گڼي:

قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّه. البقره: ۱۴۰

ژباړه: ورته ووايه: تاسي ډېر ښه پوهیږئ، كه الله؟!

له همدې امله د مسلمانانو تر منځ د سیکولریزم تبلیغ په حقیقت کي د الحاد او د اسلام پرېښودلو معنیٰ لري. او که چیري د شریعت پر ځای سیکولریزم د حاکمیت اساس وگرځول سي نو دا واضح بغاوت او رجعت دئ له هغه دین نه چي الله تعالی د امت لپاره غوره کړی او حکم ئې ورته کړی چي د الله په نازل کړو احکامو باندي حکم وکړي.

پردې سربېره؛ په اسلامي نړۍ کي له شرق و غرب او شمال و جنوب باندي له بهر نه د دوی پر مقدساتو، ټاټوبو او مکمل وجود باندي یو پراخ او سخت برید روان دئ؛ او د اسلامي امت پر ضد یوه جنگي تگلاره عملي کېږي چي اور ئې هیڅکله مړ سوی نه دئ؛ یعني کله په ښکاره او کله پټ؛ دې جگړي هغه ټول ځواکونه سره متحد کړي چي نا مسلمان دي؛ یهودي، صلیبي، شیوېټي، او بت‌ پرست؛ که څه هم له دوی یو بل سره هم ډېر اختلافات لري خو کله چي اسلام د ودي او نفوذ په بڼه د بلني، حرکت یا د دولتي حاکمیت په صفت را څرگند سي نو دوی ټول په بشپړ توافق او اتحاد سره د هغه په مقابل کي درېږي.

آیا هغه مسلمان چي پر اسلامي ورورولۍ باور لري او په دې ویاړي چي دی د هغه عظیم امت برخه دئ چي د خلکو د اصلاح لپاره گمارل سوی او دی باوري وي چي که څه هم د مسلمانانو ټاټوبي او ژبي فرق سره لري؛ خو بیا هم دوی یو واحد امت دئ؛ آیا داسي مسلمان کولی سي چي د خپل امت د مصیبتونو د لیدلو پر مهال، د خپلو دیني وروڼو د څرگندي تباهۍ؛ هغه که مادي تباهي وي او یا د وژلو او تېري په بڼه، یا هم معنوي تباهي چي د تبلیغ یا تشیع (د هغوی د کمونیسټ کولو) یا لږ تر لږه د بېسوادۍ او گمراهۍ له لاري، ناغېړي وکړي او په راحت او بې‌ پروایۍ سره وخاندي او بې‌ پروا و اوسي؟! که داسي وکړي نو بیا د ایمان ورورولي او د اسلام لېوالتیا چېري ده؟!

د سهار، مازدیگر او ماښام رسنیز راپورونه هره ورځ د مسلمان زړه ته د خپلو ورونو په اړه په فلسطين، لبنان، افغانستان، فلپین، اريتريا، صومالیا، قبرص، هند (برما) او نورو هغو ځايونو کي چي مسلمانان هلته کمزوري او ځپل سوي یا تر ظالم اکثریت لاندي ژوند تېروي؛ داسي پېښي راوړي چي د ده زړه د شدیدي زلزلې په څېر لړزوي، د ده وجدان په ډېر شدت سره وپېڅي او د ده زړه سوځېدلو ته اړ کړي لکه ډېره درنده تبه چي ورباندي راسي؛ دا دردونه حتیٰ تر اور هم سړی ډېر زخمي کوي. او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي دی د خپلو اسلامي هېوادونو د حکومتي مشرانو لخوا د دغو عدالت غوښتونکو مسایلو پر وړاندي د دوی د نه پاملرني او غفلت ډارني تجربې ویني؛ یا پر دې موضوع د پردې اچولو، یا د مخالفینو تر څنگ ودرېدلو او یا هم د سیمه‌ ییزو تنگـنظرو رژیمونو، یا د جاهليتي نژادي ملاحظاتو کیفیت مشاهده کوي او یا مختلفو ارگانونو او تړونونو ته د دوی د وفادارۍ له امله د خدای، د رسول، د دین، او د امت او د هغوی مسایلو ته د توجه پر ځای بلخوا ته پاملرنه کوي.

د دې تر څنگ مسلمان ځوان لولي او اوري چي د هېواد دننه دغو منفي نظریاتو ته د اسلام مخالفو ځواکونو له لوري له بهر نه پرلپسې لارښووني کېږي او چي کله د دوی واکمنان یوازي د صهیونیزم، د نړئوالو صلیبي او یا هم نړئوالو کمونیستي مفکرینو د لاسونو آلې وي چي د پردې له شا نه ئې خوځوي او دوی هم د اسلامي قیام د وېري له امله د ډار احساس کوي؛ نو بیا خود دې پست اقدام ته چمتو کېږي.

یوه له هغو سترو قضیو چي په تېرو کلونو کي ئې د مسلمان ځوان په احساساتو کي لویه چاودنه ترسره کړې هغه وه چي د عربو او مسلمانانو تر ټولو لویه قضیه د ۱۹۶۷ع کال په جون کي (حزيران) ستر شکست چي دوی وروسته "النكسة" یعني "ماته" ونوموله؛ په کوم حالت کي پای ته ورسېده؟!

عرب مسلمان ځوانان پر دې وروزل سول چي اسرائیل یوه پردۍ، غاصبه او زهرجنه پروژه ده چي پر غصب او تېري ولاړه ده او د دې وطن آزادول یوه دیني او ملي دنده ده. لکه څنگه چي د فلسطين لوی مفتي حاجي امين الحسيني رحمه الله ویلي: "فلسطين هی لیست بِلداً بغیر شعب!

بيا د زمانې څرخ واوښت؛ د ۱۹۶۷ع کال پېښه راغله؛ هغه ستر ناورين چي د عربي سياست مخ ئې نوي لاري ته واړاوی؛ دوی په خپل ټول همت دا وکړه چي یوازي ئې د تېري اغېزې ليري کړې؛ يعني د اسرائيل منل او د هر هغه څه منل چي د ۱۹۶۷ع د جون تر پنځمي ئې نه وو عملي کړي؛ دا خپله دا معنیٰ لري چي نوي تېري؛ پخواني تيري ته قانوني بڼه ورکړه!

نو ولي مو بیا د ۱۹۴۸ع کال جگړه کوله؟ د ۱۹۵۶ع کال جگړه د څه لپاره؟ او د ۱۹۶۷ع کال جگړه ولي؟!! که مو دا هر څه منل نو ولي مو تر تقسیم وړاندي له اسرائیل سره هر څه نه منل؟ حد اقل دا امت خو به له جگړو، تاوانونو او ناخوالو نه خلاص وو؟!!

بيا د هغه پردې تر شا منډي را منډي پیل سوې چي دوی به "سوله‌ ايیز حل" ورته وایه او د سولي تړونونه لاسليک سول؛ خو دا د ځوانانو د ټولو هيلو ماتونکي او د ټولو تمو خنثیٰ کوونکي ثابت سول. که څه هم ځينو دا هر څه د فوځي يا سياسي اړتیاوو په نامه توجيه کول؛ خو د مسلمانو ځوانانو د زړونو لپاره دا يوه شدیده صدمه وه.

دا صدمه ځکه لا پسې درنه سوه چي ټول نړيوال ځواکونه د اسرائيل د پاته کېدلو ملاتړي سول؛ سره له دې چي زموږ د عرباتو او مسلمانانو حق ډېر څرگند وو. ځوانانو ويل: دا خو په نوې بـڼه صلیبيّت دئ او د واقعيتونو لړۍ هم د دوی دعوه تاييدوله.

دا احساس یقیناً د مسلمانو ځوانانو په زړونو کي اغېزه کوي: د هغه صلیبي روح احساس چي اوس هم د لوېديځ ډېری سياستمداران او مشران هڅوي او اسلامي نړۍ ته او په هغې کي هر اسلامي حرکت ته د هغو پخوانيو کينو په سترگه گوري چي له اسلام امت سره ئې د اوږدو جگړو په مهال پاته سوی وو.

دا هغه وېروونکی "درې سری مثلث" دئ؛ د يهوديت، صلیبیت او شيوعيت مثلث؛ چي زموږ پر ضد توطئې او سازشونه کوي؛ لکه څنگه چي وږي خلک پر يوه لوښي راټول سي. دوی سره جوړ سوي تر څو زموږ د وجود پر ضد معامله وکړي، د غنيمتونو وېش په خپل منځ کي وکړي او تاوانونه پر موږ واچوي. دوی قصابان دي او موږ ئې ښکار.

خو زموږ واکمنان؛ د ځوانانو له نظره د هغوی په لاسونو کي يوازي د شطرنج لوبېدونکي مهرې دي چي هغه پټېږ ځواکونه ئې خوځوي! دا کودتاوي او سياسي بدلونونه چي موږ ئې وینو؛ د همدې ځواکونو "لوبي" دي. دوی ډارن اتلان معرفي کوي؛ داسې ښيي لکه جگړه چي وکړي؛ ځغلي او بېرته را ستانه سي؛ حال دا چي اصلاً د جگړي تر شا څه نه وي؛ دا يوازي فرېب او تمثيل دئ.

کېدی سي په دې خبرو کي څه مبالغه وي؛ خو د حقيقت يوه برخه هم حتماً پکې سته؛ ځکه بېلابېلې نښي همدې ته اشاره کوي. همدا خبره د ډېرو په زړونو کي ټينگه سوې چي دغو واکمنانو د اسلام له ښمنانو سره لاس‌ یو کړی او هدف ئې دا دئ چي د اسلامي بيدارۍ مخه ونيسي او د اسلامي حرکتونو ريښې پرې وباسي؛ تر څو دا سفر خپل وروستي پړاؤ ته ونه رسېږي او کرل سوی کښت حاصل ور نه کړي. نو دوی د ځوانانو په نظر کي ظاهراً ملي مشران دي خو په باطن کي مزدور اجيران چي د امت دين دښمنۍ ته کار کوي.

بله خبره هم سته چي بايد ورته پام وشي: د اسلام د بلني او کار آزادي. اسلام له مسلمان څخه يوازي دا نه غواړي چي په خپله سړی صالح وي؛ بلکي ترې غواړي چي د نورو د اصلاح لپاره هم هڅه وکړي.

له همدې امله د خير بلنه، د نېکۍ امر، له بدۍ منع کول، د حق توصیه او د صبر سپارښتنه يوه فریضه ده. هر مسلمان د اسلام له نظره مکلف دئ چي د خپلي وسيلې او توان تر اندازې بلني ته ولاړ سي. هر مسلمان د الله د دې وينا مخاطب دی: ادْعُ إِلى سَبيلِ رَبِّك. النحل: ۱۲۵. هر څوک چي د رسول الله ﷺ پيروي کوي، هغه داعي دئ؛ لکه څنگه چي الله د خپل رسول ﷺ په اړه فرمايي: قُلْ هذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلى بَصِيرَةٍ أَنا وَمَنِ اتَّبَعَنِي. یوسف: ۱۰۸

ځکه هم د مصلحینو شعار دا وو: "خپل ځان سم کړه، او نور و ته هم بلنه ورکړه". وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صالِحًا وَقالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ. فصلت: ۳۳

اسلام دا نه خوښوي چي مسلمان یوازي کار وکړي؛ بلکي "د الله لاس د جماعت سره دئ"، "مؤمن د مؤمن لپاره لکه د دېوال خښتي داسي دئ چي يو بل ټينگوي". انسان یوازي کمزوری وي؛ خو له خپلو وروڼو سره ډېر زورور کېږي. نېکي او تقویٰ د مرستي اصلي ديني فريضه او حياتي اړتيا ده. نو له همدې امله گډ کار د اسلامي بلني لپاره يوه شرعي واجب دئ؛ ځکه کوم کار چي د واجب له پوره کېدلو پرته نه کېږي؛ هغه هم واجب کېږي.

دا وجوب ځکه لا ټينگېږي چي مخالف عقيدوي ځواکونه په ډلو، گوندونو او مؤسسو کي منظم کار کوي نو هغه ته بايد په ورته اسلوب سره جواب وويل سي؛ که نه نو موږ به د کاروان په لکۍ کي پاته سو؛ هیڅ به کولی نسـو او نور به پر مخ ځي.

همدا وجه ده چي د ځينو اسلامي هېوادونو حکومتونه تر ټولو ستره گناه دا کوي چي: د اسلام د بلني د عقيدې او د ژوند د نظام په توگه آزادي مصادره کوي؛ د هغوی پر وړاندي درېږي چي ذ شريعت د واکمنېدلو، د اسلامي دولت د جوړېدلو، د امت د يووالي، د هېوادونو د آزادۍ او د قضيې د ملاتړ لپاره کار کوي.

پر دعوت او داعيانو باندي دا فشار؛ په ځانگړې توگه پر اسلامي گډ کار باندي دا تنگونه د هغو مهمو لاملونو څخه یو لامل دئ چي ځوانان افراطيت ته ټېل وهي. په ځانگړې توگه چي کله نوري فلسفې او وضعي مکتبونه په بشپړه آزادۍ او ملاتړ سره خپرېږي؛ بې له کوم خنډ او تکليف نه.

آیا دا معقوله ده چي د اسلام په خاوره کي د سیکولرزم، مارکسیزم، لِــبرالیزم او نورو مکتبونو او فلسفو لپاره بشپړه آزادي ورکړل سي، گوندونه او سازمانونه جوړ کړي، ورځپاڼي او مجلې د دوی په نوم خپرې سي خو اسلام يوازي بند سي؛ چي د همدې زمکي اصلي څښتن دئ؟!! او يوازۍ د اسلام داعيان خاموش کړل سي چي د اکثريت ولس استازيتوب کوي او د امت د عقيدې او ارزښتونو ژباړه کوي؟!

آیا د بلبل لپاره د دې وني څانگي حرامي دي؛ خو د نورو مرغانو لپاره بیا هر څه حلالي؟

هر کور د خپل اهل لپاره دیئ؛ خو ناوړه مکتبونه پکې د رجس او ناپاکۍ څښتنان گرځي!“

نن د بشپړ او مثبت اسلام بلنه؛ د عقيدې او د ژوند د نظام په توگه؛ په ډېرو اسلامي هېوادونو کي يوه منع سوې او مصادره سوې توښه گرځېدلې.

هغه اسلام چي اجازه ورته سته؛ هغه "اهلي سوی اسلام" دئ: د دروېشانو او د دین د سوداگرو اسلام، د انحطاط د زمانو اسلام، د مېلو او مناسبتونو اسلام چي د طاغوت تر څنگ روان وي او د هغوی لپاره د اوږد عمر دعاء کوي! د جبر په عقيده کي اسلام، د بدعت په عبادت کي اسلام، د اخلاقو په سلب کي اسلام، د فکر په جمود کي اسلام، د دین د پوستکي او ظاهري رسوماتو اسلام؛ بې له دې چي زړه او د هغه تل ته ورسېږي.

همدا اسلام د ظلم د سالارانو او د بدو واکمنانو تر ملاتړ لاندي وي، حتی سـیکولر او بې‌ دينه واکمنان ئې هم ستاینه کوي، د د داسي متدينو درناوی کوي، د دې ډول داعيانو تجليل کوي، څو د خلکو د نشه کولو وسيله سي، د ځپل سوو طبقاتو مخ پرې وتړل سي او ځوانان د شطحاتو، سمبولونو او تشريفاتو په بحر کي ډوب کړي؛ تر څو د ظلم پر وړاندي د مقاومت او د منکر پر وړاندي د بدلون روح ئې ووژل سي.

خو اصلي اسلام؛ د قرآن او سنت اسلام، د صحابه او تابعينو اسلام، د حق او ځواک اسلام، د عزت او کرامت اسلام، د قربانۍ او جهاد اسلام؛ دا د واکمنانو له نظره رد سوی اسلام دئ. ځکه دا تل د ظلم پر وړاندي د پاڅون روح لري، د ظالمو واکمنانو پر واک د بغاوت روح لري او خپل زامن داسي روزي چي د هغو خلکو برخه سي: الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلا يَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ. الأحزاب: ۳۹. داسي مؤمنان چي پوهېږي رزق يو دئ، عمر يو دئ، رب يو دئ؛ نو د چا څخه وېره نسته؛ پرته له الله او پر هیچا تکيه نسته؛ پرته له هغه سبحانه وتعالی نه.