زموږ مسلماني

نومبر 26, 2025 - 13:25
 0  4
زموږ مسلماني

محمد طاهر محبی

 

اور که زما لمن سوځول، نو ملعون دی!  خو که یې زما د رقیب، حریف، سیاسي مسلکي او مذهبي مخالف لمن سوځول بیا د رحمت رڼا ده!!!

مفتي صاحب که زما په ګټه فتوی راکول، نو شیخ الاسلام، فلان او مدان دی، خو که یې زما پر خلاف فتوی راکړل، بیا بلعم ابن باعورا دی.

مجلس کي که زما د حریف غیبت کېدی، دا د برکت مجلس دی!!  که زما غیبت کېدی، بیا د الله د قهر مجلس دی، او شرکاء یې ګناه ګار دي.

همسایه که ما ته زما د ورور را څملولو لپاره اوږه راکول، دا الهي نصرت او همسایه مي د انصار الله رول لوبوي!!  خو که همدې همسایه زما په خلاف زما د ورور د مرستي خبره وکړل، بیا دا همسایه د حزب الشیطان رسمي غړی دی، او هغه له څلوېښت کلونو مخکي لمونځ روژه یې لا د نفاق لپاره وه!!

که زه ګراک وم او دوکاندار د چنو وهلو څخه معذرت وغوښتی، نو سخت سنګدل او بخیل دی!  خو که زه دوکاندار وم، او د ګراک د چنو وهلو څخه مي معذرت وغوښتی، نو واړه ماشومان راپسې دي، چه لس افغانۍ دې ته، لس هغه ته پرېږدم، نو وړو ماشومانو ته څه یوسم!!

که زه حاکم وم، او رعیت مي د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د خلافت بېلګي راته مخکي کړې، نو رعیت ته وایم چه تاسو زما لپاره د صحابه وو په شان رعیت سئ، زه به درته د خلفاء راشدینو په شان امیر او مشر سم!!  خو که زه محکوم او رعیت وم، بیا خپل مشر او امیر ته وایم چه ته راته د خلفاء راشدینو په شان خلیفه سه، نو زه به هم درته د صحابه کرامو په شان رعیت سم!!

که زه رئیس صاحب وم، باید مامورین مي هره خبر بې چون او چرا ومني!  خو که زه مامور وم، بیا باید رئیس صاحب ګذاره او تېر و بېر وکړي، کنه نو دوږخ یې ځای دی.

  که زما ماشوم ورک وو، نو د مسجد په ګویا کي اعلان کول د انساني خواخوږي له مخي پروا نه لري، که د بل ماشوم ورک وو، بیا په مسجد کي د ورکي اعلان حرام دی.

او...

او...

نور تاسو ورسره ولیکئ.

هدانا الله جمیعا.