ما خدای و موند !
پلار مې چې په پوهنتون کې د شاملېدو وعده راکړه ؛ دوه شرطونه يې ورسره ضميمه کړل ؛ لومړی دا چې پوهنتون يوازې تر مسلک پورې محدود نه کړم ؛ بلکې مسلک له معنويت سره جاین پر مخ يوسم ، دوهم دا چې د مسلکي مضمونونو په پاڼه ، پاڼه کې خدای ولټوم او په خدای موندنه پسې لټون لټون او سترګې ، سترګې شم . هغه په دې آند ؤ چې پوهنتون د خدای پېژندنې او انسانسازۍ مرکز دی ؛ ځکه خو يې پر ما هم تاکيد کاؤ چې په پوهنتوني چاپېريال کې ځان ، انسان ، او خدای په واقعي معنا وپېژنم . ما هم د پوهنتون دړه په همدې نيت خلاصه کړه چې د خپل رب په لوري معنوي الوت ته ځان جوړ کړم ، که څه هم په پوهنتوني نصاب کې مانييزو مطالبو ته ځای نه ؤ ورکړی شوی ؛ خو ما يې د کتاب په هر پاراګراف کې د مسلکي زده کړې تر څنګ خدای لټاؤ ؛ له ما سره د اسلامي نهضت د مبارزاتي بهير رنګينې ماضي ، د معنوي عروج په لاره کې ډېره مرسته کوله ؛ ما د هغوی د خاطراتو په پاڼو کې ولوستل چې يو مهال په همدې چاپېريال کې څو تنو خدای پالو ځوانانو د جهاد او مبارزې د تهداب ډبره کېښودله ، چې په سوکه ، سوکه په يو عظيم الشان انقلاب واوښته ، آن تر دې چې د يو ستر زبر ځواک په زوال منتج شوه !! ماته د هغوی دې ډول زرين تاريخ روحيه راکړه او په دې باوري شوم چې شونې ده د خدای موندنې لټون مې ثمربخش را وخېژي ، همداسې وشول ؛ زه د کايناتو تنسيق ، نظم او د عناصرو ترمنځ يې نه شلېدونکي پيوند ته لاړم ، دې پيوند او له يو بل سره مرتبط داستان يې په دې باوري کړم چې ددې ټولو اداره د يو بلاکيفه « مدیر » په لاس کې ده ، همغه « مدير » چې ما يې د موندنې لپاره اوږده موده لټون پيل کړی دی ؛
هوکې! ما خدای و موند ؛ ماته مهربان رب د ځان پېژندنې توفيق را په برخه کړ .
« چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته »