دیني درایت ته څنګه رسېدی شو؟

سپتمبر 3, 2024 - 01:17
سپتمبر 4, 2025 - 01:18
 0  0
دیني درایت ته څنګه رسېدی شو؟

ښه به دا وه چې پدې هکله داسې خلکو لیکل کړي وی چې هغوی خپله د هسک دیني درایت خاوندان دي. زه هغې سطحه کې نه یم خو د هغه خلکو تجربې او خبرې شریکولی شم چې هغوی دې درایت ته رسېدلي و.

که چېرې تاسې د محمد غزالي مصري د لیکلو انداز وګورئ، هغه په ځینو ځایونو کې حتی د بخاري روایات ډېر په آسانه رد کوي، وایي دا د دین د روح سره په ټکر کې دي! د دین له روح سره انسان هغه وخت آشنایي پیدا کوي کله چې د رسالت په موخو، د قرآن په ذاتي او اساسي پیغامونو او د خدای په کلام کې د بشري ناخوالو، ظلمونو، خرافاتو اوبې عدالتیو پر وړاندې د مبارزې له پیغام سره پوره آشنایي پیدا کړي. هغه وخت یو انسان له ورایه پوهیږي چې آیا د خدای رسول به دغسې خبره کړې وي؟ آیا دا ممکنه ده چې خدای دې دغسې امر کړی وي؟ آیا دا به ممکنه وي چې هغه لوی خدای دې دې کوچنیو خبرو ته کار ویلی وي؟

دې مرحلې ته یو انسان هغه وخت رسېدی شي چې په قرآن سم ځان پوه کړي، د قرآن پېژندنې اړوند په ټولو مباحثو حاکمیت پیدا کړي، که د قرآن پېژندنې له معاصرو څېړنو سره آشنایي پیدا کړي نو نور علی نور، د قرآن په تاریخ پوه شي، د حدیثو په هکله ښه پوهه ترلاسه کړي، د نبي علیه السلام له ژوندانه تر ننه د احادیثو د لیکلو، نقلولو او راټولولو په هکله پوره مطالعه ولري. د اسلام په پیل کې د شته فکري او مذهبي فرقو په هکله ځان پوه کړي. د هغوی تر مینځ په سیاسي او فکري رقابتونو ځان پوه کړي. د هغې رقابتونو تاثیرات پر اسلامي فکر باندې تحلیل کړی شي. د هغوی د تقویې او تضعیف په هکله د سیاسي نظامونو تاریخ وپېژني. د مذاهبو د جوړېدو، غوړېدو او په دې بهیر کې د سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو له هسکو ټیټو سره بلدتیا پیدا کړي. دا هم ورسره مهمه ده چې له اسلامه مخکې جاهلي دود او دستور او د اسلام نه وروسته د هغې تاثیرات په عربي انسان کې تحلیل کړی شي.

یو بل څه چې زموږ په ملایانو کې بیخي هېر دی او یا ډېر سرسري ورباندې تېریږي هغه د نبي علیه السلام سیرت پېژندنه او د هغې د تحلیل وړتیا ده. دا دین چې کله راغلی د دې عملي ممارست خپله پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړی ځکه خو د هغې سیرت باید په ډېر دقت ولوستل شي چې هغه څنګه دعوت وکړ؟ د دوست سره یې څه وکړل؟ له دښمن سره یې څه وکړل؟ له خپل قوم سره یې څه وکړل؟ له پردي سره یې څه وکړل؟ د ښځې پر وړاندې څنګه و؟ د ماشوم پر وړاندې څنګه و؟ د مخورو او سپین ږیرو سره څنګه و؟ جګړه یې په څه انداز وه؟ سوله یې په څه شان وه، سیاسي تګلارې یې څنګه وې.. دا موضوعات یواځې د سیرت په رواجي کتابونو کې نشته. د سیرت مروج کتابونه تاریخ ته ورته لیکل شوي، دغه موضوعات چې ما یاد کړل پکې نشته، البته اوس ځینو لیکوالانو دغه انداز هم پیل کړی خو تر اوسه ډېر ابتدایي دی.

د دې ټولو تر څنګ؛ اوسمهال په اسلامي نړۍ کې د معتدل اسلامي فکر لپاره ډېر آثار لیکل شوي، د هغې انتقادي لوستنه هم ډېره مرسته کوي چې موږ خپل دیني درایت ورسره جوړ کړو. د فقهې په برخه کې ډاکتر یوسف قرضاوي، وهبه الزحیلی، احمد ریسوني، علي قره داغي.. ښې سرچینې دي ( له دیوبنديانو سره زه ډېر آشنا نه یم خو چې تولیداتو ته یې ګورم هغوی د ۵۰۰ کاله مخکې لپاره ښه دي نه د یو ویشتمې پېړۍ لپاره) او د فکر په برخه کې محمد غزالي، ابوالحسن ندوي، عابد جابري، طه جابر علواني، محمد عماره، رمضان البوطي.. او دې ته ورته نورو مفکرینو ډېر کار کړی. دلته هغه لیکوالان مې ندي یاد کړي چې هغوی په اصطلاح نواندیشان دي، د هغوی آثارو ته هغه وخت ښه ده چې مراجعه وشي کله چې یو څه مو مخکې په فکري ډګر کې ځغاسته کړې وي.

دیني درایت جوړېدنه پرته له ژورې مطالعې ممکنه نده او دا په زغرده وایم چې نه مدرسه د دې ظرفیت لري چې تاسې ته دیني درایت درکړي او نه د شرعیاتو ماستري او دکتورا!

مطالعه به کوئ!