د غزې له زندان نه يوه آزاد کړی شوي اسرائيلي بندي

سباوون
« الکساندر توربانوف » د ح ما س مج ا هد ينوته په خطاب کې ويلي:
ستاسې مهرباني به تل زما پر ذهن سيوری غوړولی وي ؛ په 498 ورځو زندان کې ؛ ( سره له دې چې تاسې د تېريو او جناياتو قربانيان واست ) ما له تاسې د مېړانې ، اخلاص ، اتلولۍ ، لوړو انساني ارزښتونو ، او انسان ته د درناوي بلا مراتب زده کړل . تاسې آزاد خلک واست ؛ خو کلابند ؛ زه بندي وم ؛ او تاسې زما ساتونکي ؛ خو تاسې د يو مهربان پلار په څېر ؛ زما ساتنه کوله ؛ تاسې زما روغتيا ، عزت او ټول انساني ارزښتونه خوندي کړل ؛ تاسې هغه څوک وئ چې د خپلې غصب شوې خاورې د آزادۍ لپاره مو مبارزه کوله ؛ او زما هېواد ستاسې د کلابند ولس نسل وژنه تر سره کوله ؛ خو سره له دې مو ؛ نه وږی پرېښودم ؛ نه مې سپکاوی وشو . زه د مېړانې په ريښتيني مفهوم نه پوهېدم ؛ ما ستاسې په سترګو کې د مېړانې معنا زده کړه ؛ او د قربانۍ په لوړ ارزښت هله و پوهېدم چې له تاسې سره مې ژوند وکړ ؛ تر هغو پورې چې تاسې مې مرګ ته مُسکاند نه وئ ليدلي ؛ او د موډرن وسله وال دښمن په وړاندې مې په يبلو پښو ستاسې مقاومت نه ؤ ليدلی ؛ زه د قربانۍ په اهميت نه پوهېدم ...
زه که هر څومره روانې او له فصاحت نه ډکې خبرې وکړم ؛ او ستاسې لوړو اخلاقو ته کلمات او الفاظ را غونډ کړم ؛ بيا به هم ستاسې ريښتينی او مهذب انځور وړاندې نه کړی شم ...
ایا واقعاً ستاسې دین تاسې ته دا در زده کړي چې له بنديانو سره دا ډول چلند وکړئ؟
تاسې د څومره ستر ايمان خاوندان ياست چې دې مقام ته يې
رسولي ياست ، ستاسې ددې ستر مقام په وړاندې د بشر لخوا جوړ کړی شوي بشري قوانین او جنګي قراردادونه نړېږي !
تاسې په ډېرو سختو شېبو کې هم ؛ د عدالت او رحم مظاهره کوئ ؛ په تشو شعارونو نه ؛ بلکې په واقعي معنا او د خپلو تجاربو پر بنسټ !! تاسې هغه څوک ياست چې په ډېرو ترخو شېبو کې هم له خپلو اصولو وا نه وړېدئ !
باور وکړئ ؛ که زه بېرته راشم ؛ ستاسې په لیکو کې به د یو جنګیالي په توګه ځکه کار کوم چې له تاسې مې د حقيقت مفهوم پېژندلی !
تاسې نه یوازې د دې خاورې اصلي مالکان یاست ؛ بلکې د اصولو او عادلانه آرمانونو څښتنان هم یاست .
لوړ متن الجزیره پاڼې خپور کړی او ما لږ و ډېر په ژباړې سربېره په ادبي پېرايه سمبال کړ ، په دې کې که له يوې خوا د ح ماس اخلاقي معراج په ګوته شوی ؛ له بلې خوا مسلمان ته د دعوت رنګين تصوير په لاس ور کوي ... مسلمان ته ښيي چې تر ټولو سخت زړي رقيب سره هم ؛ څه ډول چلند وشي . تاسې و ګورئ چې له دې بندي سره د غزې م ج ا هدينو مهربان برخورد د هغه زړه ته د ف لسطينيانو کومه مينه لېږدولې ! دا څومره ارزښتمنه خبره ده چې د هغه له خولې را وځي او وايي :
« د را ګرځېدو په صورت کې به د ف لسطينيانو په څنګ کې د يو جنګيالي په توګه کار کوم ...! »
کټ مټ دېته ورته څرګندتياوې پرون هغو روسي بنديانو هم کولې چې د افغان م جا هد-ينو په لاس کېوتلي وو ؛ هغوی نه يوازې د م ج اهد-ينو د مهربان چلند له کبله مسلمانان شول ؛ لاچې د مسلمانانو په څنګ کې يې د ج هاد مِشن هم پر مخ يو ووړ ؛ آن تر دې چې ډېری يې له شورويانو سره په جګړه کې شهيدان هم شول !.
تاسې به هغه انګرېزه ژورناليسته ( مېرمن ريډيلي) هم ليدلې - اورېدلې وي چې د ط البانو په لس ورځني زندان کې يې ايمان راووړ او ، اوس يې په لسګونو نور خلک هم مسلمانان کړل !
مېرمن رېډيلي د ط الب نېک برخورد او نرم چلند مسلمانه او د مسلمانانو له دښمنۍ لاس په سر کړه . که مسلمانان هر ځای د اسلام مهربان تصوير وړاندې کړي ؛ باور دی چې بلها انسانان به يې په څنګ کې ودرېږي .
« زور وي په نرمۍ کې له سختۍ نه ډېر
لار په غره کې و باسي پستې اوبه .»