دې کار زموږ مذهبي افکار هماغه فلج حالت کې منجمد پاتې کړي

اپریل 15, 2026 - 18:24
 0  8
دې کار زموږ مذهبي افکار هماغه فلج حالت کې منجمد پاتې کړي

جلال جبارخيل

 

د حکمتیار یو کتاب دی « سلفي شم که مذهبي پاتې شم» ددې کتاب په اخره برخه کې حکمتیار پر نبي علیه السلام د کوډې نه کیدل ننګولي او نوموړي ددې ادعا د اثبات لپاره خپل ډیر دلایل راوړي او ددې تر څنګ هغه په همدې کتاب کې په مختلفو موضوعاتو تشریحي لیکل کړي تر څو خلک د دین د اصل پیغام خبر کړي چې انسان فکر کولو ته مجبوروي او یو ځل حتماً پر خپل باور بیا کتنه کوي او مجبوروي یې چې د خپل باور اړوند اشتباه ګانې کمې او ختمي کړي دلته ستونزه دا ده چې حکمتیار یو سیاسي کرکټر دی او د هر کتاب پسر یې د خپلې ډلې نوم لیکلی ، دې کار دا ستونزه ایجاد کړې چې دا نشي کولای تر عام انسان پخه او یا عقلاني خبره ورسوي مطلب دا چې څوک حزبی ندی یا د مطالعې شوق نلري هغه په اسانۍ د حکمتیار کتاب هم نه لولي هره خبره چې کوي یا هره لیکنه چې کوي خلک ورته د هماغې یوې زوایې ګوري .

دې کار زموږ مذهبي افکار هماغه فلج حالت کې منجمد پاتې کړي پر ځای ددې چې ددې ډول اجتهاد هر وګړی مستفید شي تر څو د خرافاتو ، بې ځایه او غیر عقلاني باورونو او په ټولنه کې د مذهبي پړسوب راووځي د کتاب پر پښتۍ قضاوت کیږي او موږ د هماغه کلیشوي غیر منطقي او عقلاني مذهبي طبقې په انحصار کې بند پاتې شوي یو

د حکمتیار سره سیاسي اختلافات يو ډیر عادي او طبعي کار دی خو د هغه قلم سره دښمني موږ دا دی د خلیفه دین محمد چټیاتو اوریدلو ته مجبور کړي یو