د ټرمپ حیرانوونکی اعتراف او له اخطارونو نه ئې تر تعریفونو!

نن الجزیرې جالب خبر خپور کړ؛ د ټرمپ په لومړني اخطار کې چا تصور هم نسو کولی؛ یوه ورور وېره څرگنده کړې وه او د مقاومت د وجود (الله مکړه) پر فناء کېدلو خفه وو. ما ورته وویل: هیڅ شی نسته؛ په سیاست کي اخطار هیڅ معنیٰ نه لري؛ جگړه دوه کاله ترسره سوه او دا تر اخطار خطرناک پړاؤ وو؛ چي مقاومت له جگړي بریالی راووتی نو له ډیپلوماسۍ نه به آسانه بریالی راوځي. ان شاء الله
خبر دا دئ چي د جمعې په ماښام ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي یوې خبري غونډي ته د پوښتنو او جوابونو پر مهال د "مقاومت" په اړه جالبي څرگندوني وکړې. ده د هغې پوښتني په جواب کي چي ملعون قام خو به د بندیانو تر آزادولو وروسته بیا جگړه نه پیل کوي؛ ځکه امریکا هم د دې تړون له ضمانت کوونکو نه ده؛ وویل: ”تر دې وروسته به ملعون قام هیڅکله د جگړي جرأت ونه کړي. ما دوی ته واضح خبرداری ورکړی چي زموږ د مقابل لوری خلک ډېر زړور، هوښیار او د خبرو مهارت لرونکي دي. د اوربند تړون به پاته وي؛ ځکه دواړه لوري له جگړي ستړي سوي دي.“
دا خبرې د نړۍ ډېریو رسنیو ته د حیرانتیا وې؛ هغه کسان چي پرون ئې د دغو اتلانو نومونه اورېدل هم نه زغمل؛ نن ورسره د خبرو، شرطونو منلو او حتیٰ د دوی پر زړورتیا اعتراف کولو ته اړ سوي دي. ایا دا د الهي نصرت پرته ممکنه ده؟ آیا همدا فتح مبین نه ده؟ د ۷-اکټوبر شهکاري کارنامې مثبت اړخونه څېړل په یوه تبصره کي اصلاً ممکن نه دي. دا د دې مظلوم ملت صبر او د مقاومت سرښندني وې چي دښمن ئې دې اعتراف ته اړ کړ.