مهم ترين های امروز جمعه

جولای 25, 2025 - 03:58
سپتمبر 3, 2025 - 03:58
 0  1
مهم ترين های امروز جمعه

✒️: ‏وزارت مالیه می‌گوید از قاچاق ۲۶۴ کیلوگرام زعفران ایرانی در گمرک هرات جلوگیری شده است.
بر اساس اعلامیه وزارت مالیه، قاچاقبران می‌خواستند این مقدار زعفران را به نام افغانستان دوباره به خارج صادر کنند.
✒️: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره کتلي او پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.
متقي له اسلامي امارته د ملاتړ لپاره له چین مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې اقتصادي برخه کې روان پرمختګونه به د روښانه راتلونکي پیل وي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، چینایي استازي دغه کتنه کې ویلي، هېواد به یې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
✒️: ‏طی 24 ساعت گذشته 9 فلسطینی از جمله 2 کودک از گرسنگی جان باختند و شمار کل قربانیان قحطی در نوار غزه به 122 تن افزایش یافت.
✒️: هون مانت، نخست وزیر کامبوج در حساب کاربری فیسبوک خود اعلام کرد که آتش‌بس پیشنهادی انور ابراهیم، نخست وزیر مالزی را پذیرفته‌اند.
نخست وزیر کامبوج با اشاره به اینکه انور ابراهیم از طرفین درگیری خواسته است که فوراً آتش‌بس کنند، اظهار داشت که کشورش پیشنهاد آتش‌بس مالزی را پذیرفته است.
هون مانت همچنین گزارش داد که انور ابراهیم با فومتام ویچایچای، نخست وزیر موقت تایلند گفتگو کرده و طرف تایلندی نیز پیشنهاد آتش‌بس را پذیرفته است.
در همین حال، مانت گزارش داد که طرف تایلندی از تاریخ و زمان تعیین شده برای توقف حملات تحت توافق آتش‌بس پیشنهادی نخست وزیر مالزی صرف نظر کرده و زمان دیگری را پیشنهاد کرده است.
✒️: ‏د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار په یو ورځني سفر امریکا ته تللی دی.
یاد وزارت پرخپله اېکس لیکلي، ډار به هلته د امریکا بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم وګوري.
وزارت د دغه سفر موخه د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کېدل ښودلي.
✒️: ‏د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلیي، هېواد یې هوډ لري چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ناسته کې د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه اعلان کړي.
هغه هیله ښودلې چې دا  ګام به په سیمه کې د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي.
✒️: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې کې د دغه هېواد د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان غواړي اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه پورې د اسلامي امارت رسميت پېژندنې په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.
✒️: ‏د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ د سرحدي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپيان دي.
د را پورونو له مخې، د جګړې له امله څه باندې۱۲۰ زره کسان له سرحدي سیمو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
راپورونه زیاتوي، دواړو لوریو د پنجشنبې پر ورځ جګړه کې له جېټ الوتکو،‌ توپونو او زغروال ټانکونو هم کار اخیستی دی.
✒️: ‏د سوریې بشري حقونو څار بنسټ د راپور له مخې، په ادلب ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د وسلو په یوه زېرمتون کې د پرله‌ پسې چاودنو له امله  ۱۲کسان وژل شوې او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
راپور کې ویل شوې چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
تر اوسه پورې د چاودنو لامل څرګند نه دی.
✒️: ‏د هندي رسنیو راپور له مخې، د دغه هېواد راجستان ايالت کې د يوه ښوونځي چت لوېدو له امله ۴ ماشومان مړه او ۱۷ نور ژوبل شوې دي.
راپور زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار د یاد ایالت په بارمر سیمه کې شوې.
✒️: ‏له فلسطیني کډوالو سره د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په غزې کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې خوارځواک دی او د خوارځواکۍ پیښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
اخوا له ۱۰۰ زیاتو نړیوالو خیریه موسسو او د بشري حقونو فعالانو ډلو هم خبرداری ورکړی چې د لوږې پراخ خطر شته او له حکومتونو یې ژر د لاس پر کار کېدو غوښتنه کړې.
✒️: ‏د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وحشي اشغالگرو اسراییلو په غزه کې سخت هوايي بریدونه کړي.
د غزې روغتیايي مسوولینو ویلي، چې د دغو بریدونو له امله د مرستندویه کارکوونکو په ګډون ۶۰ فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.
✒️: ‏اتحادیه اروپا و جاپان در بیانیه‌ای مشترک، نگرانی خود را از آنچه وخامت اوضاع بشردوستانه و وضعیت حقوق بشر در افغانستان خوانده‌اند، ابراز کردند.
در این بیانیه، آن‌ها رعایت کامل تمامی تعهدات حقوقی بین‌المللی افغانستان، به‌ویژه در زمینه حقوق بشر و جلوگیری از تبدیل شدن افغانستان به پناهگاه امن برای هراس‌افگنی را از مس,ولیت‌های حکومت سرپرست دانسته‌اند.
✒️: ‏په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر د دغه هېواد پارلمان ته په یوه لیک کې ویلي، هند بیجینګ کې د افغانستان-پاکستان-چین له درې اړخیزې غونډې خبر دی او هېواد یې، د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز مخالف دی.
کرټي وردان سینګ ویلي، "دغه دهلیز د پاکستان له لوري له اشغال شوي جمو او کشمیر او لدخ سیمو تېریږي" او دغه پروژه کې د بل هر هېواد یو ځای کېدل هند ته د منلو نه دي.
نوموړي ویلي، دغه پروژه کې یې بیا بیا له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې له دغه راز فعالیتونو ډډه وکړي.
چین او پاکستان د بیجینګ په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې دغه دهلیز کې د افغانستان پر یوځای کېدو هوکړه کړې وه.
✒️: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په نږدې راتلونکې کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.
د دغه وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي او د متقي د سفر نېټه لا نه ده وروستۍ شوې. شفقت علي‌ خان، د پاکستان له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دغه موضوع لا د اټکل په کچه کې ده.
✒️: ‏تایلند در جنگ جاری با کامبوج، پیشنهادهای میانجی‌گری از سوی ایالات متحده، چین و مالیزیا را رد کرده و از کامبوج خواسته است که حملات را متوقف کند و به گفت‌وگوهای دوجانبه تن دهد.
بر اساس گزارش رویترز، تاکنون دست‌کم ۱۶ نفر در این درگیری‌های مرزی میان دو کشور کشته شده‌اند.
✒️: افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې د ستونزې لپاره باید یوه حل‌ لار وموندل شي.
خلیلزاد ویلي، د دغې مسلې د حل لپاره داسې مشرتابه ته اړتیا ده چې د خپل ولس ملاتړ ولري. هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې عمران خان دا توان لري، خو په افغانستان کې لا هم داسې مشري نه ده پیدا شوې چې دا موضوع حل کړي.
د خلیلزاد په خبره، له دې نظر سره چې ګواکې هیڅ افغان ولسمشر د ډېورنډ فرضي کرښې د مسلې د حل توان نه لري، مخالف دی.
دغه پخواني امریکایي استازي ویلي: «زما په باور، موږ داسې پیاوړو مشرانو ته اړتیا لرو چې د خلکو ملاتړ ولري. زما په نظر، پاکستان کې عمران خان دا توان لري، خو په افغانستان کې لا هم موږ د داسې مشر په لټه کې یو چې دا کار وکړای شي.»
نوموړي زیاته کړې، د دې لپاره چې افغانستان سم مخته لاړ شي او پاکستان هم له دوو خواو د احتمالي جګړې له ګواښ سره مخ نشي نو د دې مسلې لپاره باید حل لار وموندل شي.
خلیلزاد و ویل: «زما په نظر، د دې لپاره چې افغانستان په سمه توګه عمل وکړي او پاکستان له دوو خواو د جګړې له ګواښ سره مخ نشي، چې د دغه هېواد امنیتي بنسټونو تلپاتې اندېښنه ده، نو باید د دې ستونزې لپاره حل لار پيدا شي.»
زلمی خلیلزاد وایي، د سیمې همکاري د افغانستان او پاکستان د ښه راتلونکي لپاره ګټوره ده او  په خبره یې، افغانستان او پاکستان اوس باید د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره یو ځای، د  اروپایي ټولنې په څېر د یوه اقتصادي زون بڼه خپله کړي.
افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي و ویل: «زه راتلونکی د سیمې په همکارۍ کې وینم؛ ښایي پیل یې له د پاکستان لویدیځ ته له اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو وشي. ځکه مرکزي اسیا هم تر پخواني شوروي اتحاد وروسته عمل کړی. په دې بهیر کې افغانستان او پاکستان د اشغال د لوړې بیې لپاره رول ولوباوه، ستر ګواښونه یې ومنل او درنې بیې یې پرې کړې، خو اوس باید دا دواړه هېوادونه د اروپایي ټولنې په څېر، د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره یو اقتصادي بلاک جوړ کړي.»
خلیلزاد زیاته کړې، د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیل باید د مهمو کاني سرچینو پر بنسټ وي، ځکه ټول دغه هېوادونه د کاني سرچینو له پلوه شتمن دي.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې مهاله په دې اړه کوم غبرګونه نه دی ښودلی.