اسلامپالو هیڅکله دې وطن ته بهرني اشغالـگر نه دي راوستلي

اکتوبر 16, 2025 - 12:02
 0  9
اسلامپالو هیڅکله دې وطن ته بهرني اشغالـگر نه دي راوستلي

که د وطنـپالني پلویان (قامپرستان) له وطنپالني نه دا مقصد ولري چي دا خاوره خوښول، مینه ورسره لرل، د هغې یاد ته میلان او د هغې لپاره د زړه تاوده احساسات ساتل؛ نو دا یو طبعي احساس دئ چي د انسان په فطرت کي ایښودل سوی او له بلي خوا اسلام هم پرې امر کړی دئ.

غوره بېلگه ئې بلال حبشي رضي الله عنه دئ؛ هغه بلال چي د خپل عقیدې او دین په لاره کي ئې تر هر څه تېر سو؛ هماغه بلال وو چي د هجرت په ښار (مدینه) کې د مکې د یاد په توده مینه سره هغه شعرونه ویل چي له نرمو احساساتو به ډک وو او د خوږوالي څاڅکي به ترې څڅېدل:

أَلَا ليتَ شِعْرِي هل أبيتنَّ ليلةً

بوادٍ وحولي إِذْخِرٌ وجَلِيلُ؟!

وهل أرَدِنْ يومًا مياه مَجَنَّةٍ

وهل يَبْدُوَنْ لي شامة وطَفِيلُ؟!

مفهوم: کاشکي زه پوهېدلی؛ آیا بیا به داسي شپه راسي؛ چي زه به د مکې په دره کي وم؛ شاوخوا مي ازخر او جلیل (د مکې غرونه) وي؟! آیا بیا به داسي ورځ راسي چي د "مجنه" د اوبو څښلو ته ولاړ سم؟! او آیا بیا به بیا زما د سترگو پر وړاندي "شامه" او "طفیل" (د مکې دوې لوړي غونډۍ) را څرگند سي؟!

امام یوسف القرضاوي د وطن د میني په تړاؤ په خپل نایاب اثر "التربیة السیاسیة عند الأمام حسن البناء" کي پورتنی عبارت لیکلی؛ په دې جالب اثر کې د اسلامي وطن ډېر ښکلی تعریف کړی دئ؛ د وطن سره ئې د عشق حدود او له هغوی نه ئې د تجاوز سرې کرښي په گوته کړي دي.

له خپل وطن سره رسول الله ﷺ مینه درلوده؛ صحابه وو رضوان الله علیهم هم مینه ورسره درلوده؛ لنډه دا چي هر سالم انسان د خپل مسکن او وطن سره مینه لري؛ دا یو طبعي او فطري میلان دئ؛ اسلامپال تر ټولو ښه وطنــپال دي او خپله خاوره د اسلام خاوره گڼي او په مېړانه دفاع ترې کوي؛ هم ځان پرې قربانوي او هم دښمن؛ د اسلامپالو او اوسنیو په اصطلاح قامپرستانو د وطن پالني تر منځ یو فرق سته. هغه دا دئ چي دوی وطن د معبود تر کچې لوړوي؛ البته یوازي د تعظیم پر وخت؛ د دفاع پر وخت ئې تاریخ تېښتي ثبت کړي دي؛ خو اسلامپال په همغومره مینه او احترام ورته قائل دي لکه خپل ناموس ته. اسلامپالو ته په دې لړ کي پېغور ورکول نامناسب کار دئ.

موږ شاهد یو چي اسلامپالو هیڅکله دې وطن ته بهرني اشغالـگر نه دي راوستلي؛ اما ملحدین، خلقیان، پرچمیان او سیکولران دا تور داغ پر تندي لري؛ بدبختانه چي ملـتپالو بیا همدې فروش ته د چکچکو غدر کړی؛ الحمد لله د اسلامپالو تندي له دې تور داغه پاک دي؛ بلکي دوی د هغوی د شړلو ویاړلی تاریخ لري.