فکري پولیس؛ د لوېدیځ نوې څېره!
د جرمني مشهور لیکوال او سیاستوال یورگن ټوډن هوفر (Jürgen Todenhöfer) نیول سوی دئ؛ جرم ئې څه دئ؟!
ده په یوه ټویټ کي لیکلي وو: ښاغلې نیتن یاهو! آیا ستا وجدان هیڅکله اعتراض نه کوي؛ کله چي ته له فلسطینیانو سره هماغه معامله کوې لکه ناولو نازیانو چي له یهودانو سره کوله؟!!
اوس پوښتنه دا ده: په دې جمله کي کوم ټکی "یهود ضد" دئ؟ یعني: antisemitic.
آیا نور په غرب کي د ظلم تشبیه کول او له هغه یادونه هم جرم دئ؟!!
هوفر ۸۴ کلن دئ؛ د پارلمان پخوانی غړی او د غرب د لاسوهنو یو دوامدار منتقد. پولیسو د څو اونیو لپاره د هغه کور څارلی وو او بیا ئې چاپه ورباندي ووهله او موبایل او کمپیوټرونه ئې ترې ضبط کړل. پر ده تور دا دئ چي ده "هولوکاسټ" سپک گڼلی؛ معنیٰ د هغه سپکاوی ئې کړی دئ.
اما حقیقت دا دئ چي ده هیڅکله له هولوکاسټ نه انکار نه دی کړی بلکي په خپل کتاب کي ئې لیکلي چي هولوکاسټ د جرمني د تاریخ تر ټولو ستر جنایت وو او همداسي به پاته وي.
دا هماغه " فکري پولیس" دي چي پر ضد ئې د لوېدیځ ولسونه تل ږغ پورته کوي خو اوس د دې پولیسو کرکجن سېوری تر برلېن، پاریس او لندن پوري خپور سوی. هغه ارزښتونه، د بیان آزادي، نیوکه او اختلاف چي لوېدیځ پر هغه افغانستان، ایران او چین غندي؛ نن هماغه ارزښتونه په خپله د لوېدیځ په زولنو کي تړل کېږي.
ټوډن هوفر تر نیول کېدلو وروسته وویل: که د فلسطین د سولي او آزادۍ لپاره د خبرو سزا بندي کېدل وي؛ نو دا به زما لپاره ویاړ وي.
ملگرو ملتونو جرمني ته خبرداری ورکړی چي د فلسطینیانو سره د همدردۍ څرگندول دي له جرم سره نه تړي. دا یقیناً د باضمیره انسانانو صفت دئ؛ خو داسي ښکاري چي غربي نړۍ اوس د "ډیموکراسۍ" تر عنوان لاندي د انسان فکر ته هم قلفونه اچوي.
د مسعود ابدالي صاحب له وال نه ...