شونې ده پنجابيان د پښتنو علماء وو په قتلونو کې په پلانيزه ډول لاس ولري
ډېری فيسبوکيان د پاکستان پښتنو او افغانستان علماء وو د قتل مسبب پنجاب ګڼي او زياتوي چې په پنجاب او سِند کې تر اوسه کوم مُلا يا قامي مخور نه دی وژل شوی !! ددې معنا داده چې پنجاب خپل ملايان نه ؛ بلکې پښتانه ملايان وژني !!
زه له هغوی سره همنظره يم ؛ شونې ده پنجابيان د پښتنو علماء وو په قتلونو کې په پلانيزه ډول لاس ولري ؛ خو پښتانه دې دا هم و مني چې د پښتنومُلايانو يا علمي کدرونو په قتلونو کې
« لمبه يان » او تکفيريان پښتانه تر پنجابيانو لس برابره تېز دي !! تاسې ومنئ چې تر اوسه په پنجابيانو او سِنديانو کې تکفيري ملا نه دی پيدا شوی ؛ چې خپل ملا تکفير کړي او په قتل کې يې جنت الفردوس و لټوي ؛ خو په پښتنو ملايانو کې د تکفيريانو ستر ستر ګروپونه شته چې په باقاعده ډول او په يوه وړه خبره د پښتنو علماء وو خلاف لومړی د کفر فتوا صادروي ، او بيا يې د مرګ لپاره منصوبې جوړوي ؛ حتا تر سترو سترو کافرانو يې ړومبی وژني !! چېرې چې په پښتنو کې د سر سړی پيدا شي او قوم پرې را ټولېږي ؛ تر استعمار وړاندې يې پښتانه وژني ؛ او که که کوم بل څوک هم پکې لاس ولري ؛ د حلالولو لپاره يې چاړه د پښتانه په لاس ورکوي!! که تاسې د افغانستان او لر پښتنو د محوري غړو قاتلان و لټوئ ؛ په نهايت کې به يې پل د پښتنو تر کورونو ورسېږي !! تاسې به نه وي ليدلي چې پنجابي يا سِندي مُلا د پښتنو عالمان تکفير کړي وي او / يايې په قتل د خوښۍ مظاهره کړېوي ؛ خو پښتون يې ؛ هم د کفر په فتوا نمانځي او هم يې په افتخار سره مسؤوليت اخلي !!
په لر اوبر کې چې څومره علماء او مخور سپين ږيري وژل شوي ؛ مسؤوليت يې تکفيري پښتنو پر غاړه اخيستی دی !! همدا اوس هم تر ډېورنډ لاندې مشران د بل چا په نسبت له خپلو تکفيري پښتنو ډېر په وېره کې دي ؛ ځکه خو څوک د پنجاب په لمنه کې سقوط کوي او څوک د بل چا سيوري ته پناه وړي !!
« رقيب ورننووت په کور د پښتانه
خو دا کار يې هم وکړلو په زور د پښتانه