هر انسان د هغه له ملګرو پېـژندل کېـږي
هر انسان د هغه له ملګرو پېـژندل کېـږي ، که يې ملګري صالح خلک وي ، ناسته پاسته ، قلبي مينه او دوستانه اړيکې يې د الله تعالی له دوستانو سره وي ؛ شونې ده دی هم صالح شخصیت وي ؛ خو که يې له نا صالح ، لوچکو ، لا آبالي ، او د اسلام له مخالفو لوريو سره د مينې تار غځولی وي ؛ نو پوه شه چې سړی نامطلوب دی ؛ ځکه چې صالح انسان هيڅکله له ناصالح انسانانو سره اړيکي نه پالي ، يو صالح انسان هيڅکله له کمونيست سره د قلبي مينې تار نه شي غځولی ، يو مهذب انسان چېرې هم له لوچک انسان سره ملګرتيا ته زړه نه ښه کوي ، صالح انسان هرو مرو له خپلو همفکرو ملګرو سره غوټه کېـږي ؛ ځکه خو په فيسبوک او مجازي نړۍ کې هم له داسې چا سره ملګرتيا کوي چې دی هغه او هغه ده ته الله ور ياد کړي ؛ خو پر عکس يې ؛ ناولي انسانان له ناوليو سره سلېخ اخلي .
ميکند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر ، باز با باز