په افغانستان کې دې وروستیو کې د ترافیک حادثات بې نهایت زیات شوي دي

جنوري 12, 2026 - 18:36
 0  8
په افغانستان کې دې وروستیو کې د ترافیک  حادثات بې نهایت زیات شوي دي

په افغانستان کې دې وروستیو کې د ترافیک  حادثات بې نهایت زیات شوي دي. د دې ستر دلیل دا دی چې موټروانان د ترافیک په قانون نه پوهیږي. د دې سربېره د ترافیک علایمو نشتوالۍ او د موټرونو ماډل نوي کیدل یې هم دلیل کې راتلی شي. د نوي موټرونو قدرت لوړ دی او په ۱-۲ ثانیو کې تر هغه د ۱۹۹۰ او هغه پخواني موټرونو زیات سرعت اخلي او داسې عیار شوي دي چې که موټر د ۸۰ کلیومتر فی ساعت کې هم روان وي، سړي ته داسې ښکاري چې په ۱۹۹۰ ماډل موټرونو کې دی سړی په ۵۰ کې روان وي.

که ما صلاحیت درلودی څه مې کول؟

حکومتي برخه کې خو هسې هم آچار جوړ دی او د امتحانانو ملي اداره دې یواځې همغه دولتي امتحانانو ته رسیدګي وکړي، همغه کفایت کوي، خو بدترین حالت کې هغه هم یو آپشن دی چې پکې دخیل کړل شي. د هغه پرته ساده لاره یې دا ده چې د ۱-۱۰ تجارانو سره دې سړی کښیني ، پروژه دې ورته تشریح کړي او حد اقل ۱۰ کلونو لپاره دې دغه پروژه دوی ته په Monopoly  ورکړي.

پروژه به دا وي چې  حد اقل د شروع لپاره ۲۰۰-۲۵۰ چهارجوابه سوالونه د ترافیک ریاست جوړوي، خو هغه سوالونه غږیز کول او سیستم کې داخلول به د پروژې ګټونکو صلاحیت وي. که  ترافیک ریاست یې د مالکیت تشویش لري، دغه سیستم جوړول هم چندان غټ کار نه دی، دغه دې هم د ترافیک ریاست وي، فقط د پروژې تطبیق کوونکي دې  امتحان سنټرونه په ۳۴ ولایتونو کې جوړ کړي.

دا امتحان سنټرونه لکه د انټرنټ کلپ د ۵-۱۰ کمپیوټرونو، برق، او انټرنټ ته ضرورت لري چې سړی راشي او خپل امتحان آنلاین ورکړي.  د بیسواده خلکو ستونزه هم حل ده، ځکه چې امتحان به غږیز هم وي، یعنې پوښتنې درته سیستم یا کمپیوټر د جوابونو سره لولي، ته نو یو پکې انتخاب کوه.

کابل ښار کې ۲۰ امتحان مرکزونه او هر ولایت کې حد اقل ۱-۵ مرکزونه چې ټول ۱۰۰ مزکزونه هم شاید په پکار نه شي او د او د لوژستیک له نظره که ۱ لک افغانیو باندې د یو مرکز جوړیدل وي، نو ۱۰۰ مرکزه دې ۱۰ ملیونه افغانۍ شوې .  دا شئ جوړیږي، خو که څوک یې وغواړي.

دویم د کار آساني لپاره دې  دستي عملي امتحان بند کړي او ۲۰ ساعته یا ۱۰ ساعته موټرواني دې په همدې شرکتونو کې جبري کړي.

آیا دومره کار افغانستان کې ممکن نه دی؟  ممکن دی، که څوک یې وغواړي. دستي خو ۵-۶ زره ورکړه او لایسنس درته کور ته راځي او سرک په سر بیا نو د خلکو خپې او لاسونه مات وي.

نوټ: دا خو ما ساده یوه مفکوره دلته ذکر کړه چې څه په اروپا او امریکا کې روان دي او تطبیق شوي دي او هغه افغانستان کې هم ممکن دي.  فرضاً د تیوري امتحان دې که ۲۰۰ افغانۍ قیمت ولري، نو ۱۰۰ افغانۍ به مستقیم د دولت حساب ته ځي او ۱۰۰ د شرکت دي چې امتحان اخلي( اصلاً امتحان سیستم اخلي چې اتومات دی، خو ۱۰۰ افغانۍ د شخص په سر شرکت د خپل مدیریت، او لوژستیک چارج کوي)