ټولنیز نزاکتونه !
مونږ افغانان وطن کې عادت یو چې مستقیم یو چا ته تلفون کوو. دا د افغانستان د ټولنې مطابق یو منل شوی دود دی. هلته انسانان په خپل کور کې، د سرک په سر، په لایني یا ښاري موټر کې، او یا خپل شخصي موټر کې هم غږېدی شي. همداسې خپل وظیفې یا کار ځای کې هم تلفوني غږېدل کومه ستونزه نه لري. که څوک کاریګر یا مزدورکار وي، زنګ ورته راشي، هغه هم بدون له چون چرا تلفون ته ځواب ورکوي، او غږیږي.
خو کله چې افغانان غرب ته راځي، لومړی باید د دې ځای شرایط درک کړي. تاسې سره ستاسې وطنداران له هر ځایه نه شي غږېدی. فرضاً که زه په ښاري بس، ښاري ټرین، یا حتی شخصي موټر کې هم اوسم، زه نغواړم چې د چا تلفون ته ځواب ورکړم. په ښاري ترانسپورت کې د خبرو کولو وخت کې څنګ ته نور خلکو ته مزاحمت کیږي او په شخصي موټر کې په تلفون کې غږېدل، که چیرې تلفون د چا په لاس کې وي، نو د لایسنس د ۴ نمرو د لاسه ورکولو یا هم لایسنس د لاسه ورکولو او تر دې هم مهم د ټکر خطر او احتمال ډېروي.
نور داسې نور دلایل هم شته دی چې غربي ټولنه کې څوک چاته مستقیم زنګ نه وهي، په استثنا د دې چې شخص مطمئن وي چې مقابل سړی مناسب ځای کې دی چې زما زنګ ته ځواب ورکولای شي. د تلفوني زنګ بدیل لیکلي پیغام او غږ استول دي، او که څوک غواړي له چاره سره تلفوني وغږېږي، نو لومړی ورته لیکلی یا غږیز پیغام پرېږدي، چې انډیواله، وروره، خپلوانه، وطنداره، مسلمانه، کاپیره، وزګار یې او خبرې کولای شې یا نه ؟
نو لطفاً دغه ټولنیز نزاکت مراعت کړئ او د دې ځای شرایط درک کړئ. د دې ټولنې شرایط او افغانستان شرایط فرق کوي. هغه خلک چې ورسره معرفت نه لرئ، هغه شخص ته خو بیخي په لومړي ځل مستقیم زنګ مه وهئ.