منفي خبرې او قار د وجود مدافعت کمزورے کوي
تاسو ته پته شته چې منفي خبرې او قار د وجود مدافعت کمزورے کوي - او دغسې د ذهني بيمارو سره جسماني بيمارو ته هم دروازه پرانېزي -
کله چې تاسو بل تن ته منفي خبره کوئ نو هغه انسان ستاسو نه کم از کم دوه درې فټه لرې ولاړ وي - خو ستاسو خپل غوږونه ستاسو د خلې نۀ صرف شپږ انچې لري وي - بل ته خبره وروستو رسي او ستاسو مزغو ته مخکښې -
دغسې قار پۀ بدن کښې Cortisol او Adrenaline هارمونز زياتوي - دا هارمونز بدن جنګ يا تېښتې ته تياروي - نو د دې له پاره بلډ پرېشر او د زړۀ رفتار زياتوي - د دې ناڅاپي بلډ پرېشر زياتوالے د اکثر خلکو د سر رګ وشلوي او فالج ئې اووهي او ځينې خلکو زړۀ د زیات پمپ پرېشر برداشت نۀ کړے او د زړۀ دوره پرې راشي -
کۀ د دې بره بيمارو نه بچ هم شي خو د دې عمل سره د بدن دفاعي نظام ورو ورو کمزورے کيږي - د مدافعت خلئې سستې شي او بدن زر بيماريږي -
دغسې مثبت خبره او خندا انډارفين او ډوپامين هارمونز خارجوي - ډوپامين سکون او خوشالي ورکوي او انډارفين NK Cells (Natural Killer Cells) فعالوي - چې پۀ نتېجه کښې ذهني سټرېس کميږي ، مدافعت زياتيږي او ذهن او بدن دواړه قوي کيږي -