له شیعي ایران سره د سنیانو مېړانه او وفا!

اپریل 18, 2026 - 17:51
اپریل 18, 2026 - 18:06
 0  14
له شیعي ایران سره د سنیانو مېړانه او وفا!

د فیض الله خان صاحب له وال نه!

ژباړه: شاهین

 

د ایران او د هغه د ملگرو ټول ژوند په دې پروپاگندو کي تېر سو چي گواکي په سوریه کي د احمد الشرع حکومت د دې لپاره رامنځته سوی چي د لبناني مقاومتي ډلي لاره وتـړي. خو حقیقت دا دئ چي د بشار الاسد له واکه لوېدل د شامي ولس غوښتنه وه او همدا هغه څه وو چي په هغه وخت کي د مصر د اخوان منتخب ولسمشر محمد مرسي هم غوښتل.

 

کله چي په سیمه کي وروستۍ جگړه پیل سوه احمد الشرع پر ایران د امریکا او ملعون قام بریدونو وغندل؛ امریکا د شامي حکومت د هڅولو ډېر کوششونه وکړل تر څو دوی د لبناني ډلي پر وړاندي یوه جبهه پرانیزي؛ دوی ته به پیسې او وسلې ډېري ورکول کېدلې او دا ورته ویل کېده چي تاسو به له هغوی سره خپل حساب هم تصفیه کړئ. خو احمد الشرع په ډېره هوښیارۍ په دې خطرناکه لوبه کي له گډون کولو انکار وکړ.

 

ایران او د هغه متحده لبناني ډله باید دا په یاد ولري چي له یو څو محدودو سني کړیو پرته په عمومي ډول؛ که د اهل سنتو ولسونه وو او که د هغوی حکومتونه؛ دوی ټولو له ایران سره د ودرېدلو پرېکړه وکړه (یعني جگړي ته داخل نه سول)؛ که نه نو په دې سیمه کي اوسنۍ سوریه تر ټولو ډېر تجربه‌ کار جنگیالي لري چي کولی ئې سول لبناني ډله په بېخي بل ډول ستونزو کي راگیره کړي. د دوی سره د جگړي لپاره قوي دلایل هم موجود ول او د اهل سنتو پر وړاندي د هغوی د ظالمانه کړنو پر بنسټ ئې خپل مخالفت توجیه کولی هم سو.

 

خو د سوریې د عبوري دولت یا په بله اصطلاح په نظامي انقلاب پوري تړلي د حمص یوه پخواني قوماندان چي اوس په حکومت کي دنده لري ویلي دي: "موږ به د سیمي په روانه لوبه کي گډون ونه کړو ځکه چي د غاصب او ملعون قام په ناهیلۍ کي د مقدسي زمکي د خلکو هیلي نغښتي دي؛ سره له دې چي لبناني ډلي زموږ د وژلو په هڅو کي فعال رول لوبولی وو."

 

سوریه به د ایران پر تندي د شرم تور داغ پاته وي؛ حدِاقل تر هغه چي د دې ستر ظلم په اړه له شامي ولسه بخښنه ونه غواړي او د دې هېواد په ورانولو کي د خپلي برخي تاوان ورنه کړي؛ لکه څنگه چي ایران په وروستۍ جگړه کي له خلیجي هېوادونو څخه تاوان غواړي.

 

احمد الشرع لوی زغم او ډېره حوصله وښوده؛ دا ډول پراخ زړه یوازي ډېر لرلید لرونکی انسان ښودلی سي چي له څوارلس کلني جگړي وروسته ئې راویستلی هېواد باید له اقتصادي پلوه پیاوړی سي، وران سوی وطن ئې بېرته ورغول سي او نورو جگړو ته داخل نه سي. له سوریې په راوتونکي سوړ نسیم کي د ټول امت د مشرتابه خوشبويي محسوس کېږي.