ژوندی شهيد
داهم زما د داستاني ټولګې يوه تراژديکه کيسه
ژوندی شهيد
له يوې مرګاني تراژیدي نه د راوتي « شهيد » د کيسې مضمرات داسې وو :
بېګاه سره کېناستل
د خپل راوړي انقلاب (!) د پاېښت پر څرنګوالي يې له يو بل سره نظريات شريک کړل ...
د انقلاب ګټې به څنګه ساتو
پر « اشرارو » به څه ډول ګوزار کوو
څوک به يې لومړی رانيسو
پيل به له کوم ځایه کوو ، او د پای ټکی به يې کوم ځای ته ږدو ...
دا هغه خبرې وې چې د ننني مجلس اجندا يې تشکيلوله!
نن دلته د څو معصومو انسانانو د مرګ پرېکړه کېدله
د څو کورنيو پر برخليک نظريې وړاندې کېدلې
او ټولنه د څو علمي کدرونو له شتون نه محرومېدله !
دلته د مرګونو وبا راغلې وه
د هستيو لېږد ته لار هوارېدله
او انسانان د داسې چا راج ته سپارل کېدل چې نه يې په خدای باور لاره ، نه يې پر رسول
نه يې مقدسات پېژندل ، نه يې پر ديني رواياتو يقين لاره!
دوی ته دين د ملتونو افيون ښکارېده
ښځه يې مشترک ملکيت بلله
او جوماتونه يې د مرتجعينو تراکم ځايونه ګڼل !
د دوی پر آند ؛ دا هر څه د تغيير وړ دي
دې ټولو ته بايد يو نوی بنياد کېښودل شي
زاړه روايات بايد ختم شي
زړو مفکورو ته د پای ټکی کېښودل شي
او هرڅه د « سره تفکر » پر بنسټ ودان شي !
قوماندان يې وويل :
« موږ د سترلينين او انقلابي ستالين پلويان يوو ، موږ به دلته هغه څه کوو چې مشرانو مو په خپلو سيمو کې پلي کړل ، او يوه لويه شوروي پرې ودانه شوه ... ، ستالين لومړی مخالفين تر تېغ و ايستل ، په زبر دستۍ يې ووژل ، بيا يې د سرې ټولواکمنۍ رغېدو ته لاره هواره کړه .... »
بل ورغبرګه کړه :
- هو هو ؛ موږ انقلابي خلک يوو ؛ ځکه خو به له مخالفينو سره سخت چلند کوو!
په مجلس کې وروستۍ پرېکړه وشوه
د يوې بوږنده تراژيدي بنياد کېښودل شو
سلګونه انسانان چې ډېری يې علمي کدرونه ، مخور علماء ، د ښوونځيو استادان ، او قومي محورونه وو ، د سختې جزا وړ وبلل شول!
سهار لا لمر څيره نه وه وهلې
لا د شپې پېڅول پر سيمه خپور و
ډېری خلک لا له خوبه نه وو را ويښ شوي
« انقلابيان » تر سيمې چاپېر شول
د ښارخواوشا کلي يې محاصره کړل ، او پر خلکو يې د تېښتې لارې بندې کړې ...
د هر کور مخې ته زغره وال ټانکونه ودرېدل
له ملا آذان سره سم چورلکې هم په سيمه را تاو شوې
ګونديانو پر کورونو ور الا کړه ...
دا ځای ولټوه
ها ځای تلاشي کړه
ها ونيسه
دا ونيسه
په څو ګېنټو کې يې ډېری هغه خلک ونيول چې بېګاه يې د سزا فيصله شوې وه!
څوک نه پوهېدل د نيول شويو ګناه څه ده
چا دا جُرئت هم نه شو کولی چې له چا يې د نیولو لاملونه
و پوښتي !
قوماندان نيول شوي خلک په مخه کړل او د کلي محاصره يې ماته کړه.
چورلکې او ټانکونه هم له سيمې ووتل ؛ خو سلګونه کورنۍ يې د اندېښنو بلاګانو ته وسپارلې.... !
اوه! خدايه څه به کېږي !
دا خلک به خپلو کورنيو ته بېرته را ستانه شي که څنګه!
دا هغه اندېښنې وې چې د سلګونو خلکو پر ذهنونو يې سيوری وغوړاؤ .... !
اونۍ به لا نه وه پوره شوې چې بنديان له حکومتي چاپېريال نه يوې ليرې سيمې ته ولېږدول شول
دې سيمې ته د « صحرايي دادګاه » نوم ورکړی شوی ؤ
دلته د بنديانو د قانوني محکمې اړتيا نه وه
دلته څو برېتورو د انسانانو د مرګ او ژوند فيصلې په لاس کې نيولې وې
دوی کولی شوای چاته څه ډول سزا واوروي ؛ او
په کوم برخليک يې اخته کړي !
دلته نه د تحقيق اړتيا وه ، نه د قانوني مراحلو ...
برېتور قانون هم ؤ ، د محکمې قاضي القضات هم ؛ ځکه خويې د نننيو بنديانو لپاره هم صحرايي محکمه اړينه بللې وه !
يوه لويه کنده يې جوړه ګړه
برېتو وويل :
اشرار ورخطا کړئ !
سربازان زړه نازړه ودرېدل
نه يې غوښتل د تاريخ يوه بوږنوونکې تراژیدي تکرارشي
برېتو وغړمبېده :
- تاسې ته وايم، « اشرار » لاندې خطا کړئ ...
سربازانو يو - بل ته وکتل ...
په سترګو کې يې څه پيغامونه سره ولېږدول
د قوماندان له امره د انکار پيغامونه
له خپلو وطنوالو سره د خواخوږۍ پيغامونه...
برېتو يو ځل بيا وغړمبېده :
- تاسې زما امر نه منئ !
ورټوپ يې کړل
یو ډنګر سرباز يې په وهلو وهلو کندې ته ورخطا کړ...!
پرنورو يې ورمنډه کړه ...
ترسوکانو اولغتو لاندې يې ونيول ...
- د اشرار زامنو تاسې ټول د مرګ وړ ياست ...!
خپلو ګوندي ملګرو ته يې امر وکړ :
اشرار کندې ته خطا کړئ...
ګونديان برچپک ودرېدل
پر بنديانو يې ور الا کړه
شور ما شور جوړ شو
تا به ويل قيامت راکوز شوی
تا به ويل د بغداد کوفې ته د هلاکو لښکرې را شېوه شوې
کټ مټ همغسې صحنه وه
همغسې يوه لويه تراژيدي تکرارېدله
څو ډبر زړو د انسانانو له مرګ نه خوند اخيست
د وخت چنګېزيانو د يوې فاجعې تمرين کاؤ
کريږې اسمان ته پورته شوې
او يوه داسې فاجعه نندارې ته وړاندې شوه چې د افغان تاريخ په پاڼو کې به يې بېلګه نه وي ليدل شوې !!
فضا ټوله ژړا ژړا وه
تا به ويل زمکه او اسمان دواړه ژاړي
تا به ويل کائنات هم د چا پر غم چيغې وهي ...
په نيمه ګنټه کې سلګونه انسانان د مرګ کندې ته ور خطا کړی شول ...
زما وار هم راغی
زه يې هم ژوندی په ګور ننويستم
ډېرۍ ، ډېرۍ خاورې يې را باندې واړولې
بيا يې شوبلې را باندې وګرځولې او موږ ټول يې له خاورو سره خمير کړو !
د ټانکونو د غوبل په مهال يوه کوچنۍ چوله پيدا شوه
او ما پکې د سا ايستلو موکه پيدا کړه !
ريښتيا يې ويلي چې خدای نا وژلي نه مري
زه هم خدای نه وم وژلی
له ډېرو خاورو لاندې ژوندی را ووتم ؛ ځکه خو «ژوندی شهيد» بلل کېږم
اوس خلک ماته ژوندی شهيد وايي
زه اوس په ژوندوني شهيد یم
هوکې ! زه يوازنی انسان وم چې د مرګ له کومي ژوندی را ووتم .