د افغانستان د سیاسي راتلونکي نامعلومه معادله او د سیمې د قدرتونو رول

اپریل 15, 2026 - 18:17
 0  6
د افغانستان د سیاسي راتلونکي نامعلومه معادله او د سیمې د قدرتونو رول

افغانستان یو ځل بیا د تاریخ په هغه پړاو کې ولاړ دی، چېرته چې کورني اختلافات او سیمه‌ییز رقابتونه سره تړي او د راتلونکي مسیر یې په ابهام کې نغاړي. دا هېواد، چې د ستراتیژیک موقعیت له امله تل د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر پاتې شوی، اوس هم د یو داسې سیاسي جوړښت په لټه کې دی چې هم داخلي مشروعیت ولري او هم نړیوال تعامل تضمین کړي.

په اوسني وضعیت کې، د طالبان تر واک لاندې نظام د پراخو داخلي او خارجي ننګونو سره مخ دی. که څه هم دوی د نظامي بریا له لارې واک ته ورسېدل، خو د سیاسي مشارکت نشتوالی، اقتصادي ستونزې، او نړیوال انزوا د دې سبب شوي چې د مخالفو جریانونو لپاره د بیا راټولېدو زمینه برابره شي. دا مخالفین یو منظم او واحد محور نه لري، بلکې د سیاسي، قومي، او ایډیالوژیکو اختلافاتو پر بنسټ وېشل شوي دي.

په سیمه‌ییزه کچه، د پاکستان رول تل دوه‌ګونی پاتې شوی دی. له یوې خوا، دا هېواد د امنیتي اندېښنو له مخې د افغانستان په چارو کې ژوره مداخله کوي، او له بلې خوا هڅه کوي چې د مختلفو ډلو ترمنځ توازن وساتي تر څو خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي. په همدې اساس، امکان شته چې د ځینو مخالفو عناصرو لپاره د غیر رسمي پوځي او لوجستیکي فضا برابره شي، خو دا ملاتړ به تل د سیاسي محاسبې تابع وي، نه د اصولي دریځ.

برعکس، ترکیه هڅه کوي چې د افغانستان په قضیه کې د یو سیاسي منځګړي او نرم ځواک په توګه راڅرګند شي. انقره د دیپلوماټیکو اړیکو، سیاسي غونډو، او فکري تعامل له لارې کولای شي د افغان سیاسي مخالفینو لپاره یو داسې چاپېریال برابر کړي چېرته چې د بدیل سیاسي جوړښت نظریات وده وکړي. خو د ترکیې رول هم د هغې د نړیوالو اړیکو او اقتصادي ګټو پورې تړلی دی.

له بلې خوا، ایران د افغانستان په معادله کې یو پیچلی او څو اړخیز لوبغاړی دی. تهران، چې خپل مذهبي، امنیتي او جیوپولیټیک اهداف تعقیبوي، ښایي په راتلونکي کې د ځینو مخالفو جریانونو لپاره د فرهنګي او مذهبي ملاتړ مرکز شي. په ځانګړي ډول، که د سیمې سیاسي توازن بدلون ومومي، ایران کولای شي خپل نفوذ د نرم ځواک له لارې پراخ کړي.

سره له دې ټولو، د متحده ایالات او نورو نړیوالو قدرتونو غیر مستقیم حضور هم د افغانستان په سیاسي راتلونکي ژور اغېز لري. که څه هم مستقیم نظامي حضور پای ته رسېدلی، خو سیاسي فشارونه، اقتصادي بندیزونه، او نړیوال مشروعیت لا هم د قدرت د معادلې مهم عناصر دي.

په لنډه کې، د افغانستان راتلونکی نه یوازې د سیمې د هېوادونو د سیاستونو محصول دی، بلکې تر ټولو مهم د افغانانو د داخلي تفاهم، سیاسي اجماع، او ملي لید پورې تړلی دی. که داخلي ځواکونه و نه شي کولای چې یو ګډ سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، نو بهرني قدرتونه به بیا هم د دې هېواد د برخلیک په ټاکلو کې کلیدي رول ولوبوي.

د تاریخ تجربه ښيي چې پایدار ثبات یوازې هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې سیاسي مشروعیت د زور پر ځای د خلکو له رضایت څخه سرچینه واخلي. افغانستان هم له همدې قاعدې مستثنا نه دی.✋🏽