اسلامي امت د خپل تاریخ په اوږدو کي کله هم له دومره څرگند او واضح دښمن سره نه وو مخامخ شوی

مارچ 14, 2026 - 10:47
 0  52
اسلامي امت د خپل تاریخ په اوږدو کي کله هم له دومره څرگند او واضح دښمن سره نه وو مخامخ شوی

اسلامي امت د خپل تاریخ په اوږدو کي کله هم له دومره څرگند او واضح دښمن سره نه وو مخامخ سوی؛ تاسي به د امریکا د ولسمشر او دفاع وزیر خبري حتماً اورئ! د دوی تر څنگ د ملعون قام د لومړي وزیر او همدوی ته د لېږل سوي امریکایي سفیر ویناوي به هم څارئ! دوی ټول عربانو ته څرگند اخطارونه ورکوي او هغوی ئې بیا په اعلامیو رد کوي؛ په داسي حال کي چي د همدوی په صف کي ولاړ دي.

هغه داسي چي دلته ځيني عرب شاه پرستان ناراض سي چي کله ووایو چي عرب واکمنان د ټرمپ او نتن یابو په صف کي ولاړ دي؛ دلیل ئې څه وي؟ وایي د عربانو له زمکي پر ایران برید نه کېږي؛ نو د هغوی د اکمالاتو لپاره ستر امریکایي بېسونه د څه لپاره موجود دي؟! آیا رښتیا هم د عربانو د دفاع لپاره؟!!

بیا قطر ولي د ملعون قام لخوا بمبارد سو؟ د ایران میزائلونه ولي د دوی چلتارونه رپوي او امریکا ئې دفاع نه کوي بلکي نه ئې سي کولی؟! دا ستر ستر قیمتي رادارونه چي په زرگونو کلیومتره زمکه تر څار لاندي ساتي آیا دا جنگي ابزار نه دي چی د ایران پر ضد کارول کېږي؟!!

تاسی د یابو وینا واورئ؛ ملعون وایي: موږ د خپل مسیح (دجال) د را ستنېدلو ورځي ته ډېر نږدې سوي یو؛ خو دا ظهور به په راتلوکي اوونۍ کي نه وي. (یعني د هغه تر راتللو وړاندي به موږ ښه ډېر جنگونه کوو.)

د امریکایي سفیر او دفاع وزیر وینا تر دې هم ډېره واضحه او اخطاریه وه؛ دومره چي عرب هېوادونو رسماً د امریکایي سفیر د لوی ازرایـ.ـ.ل جوړولو دعوه وغندله...

خو دلته ځیني احمقان چي د مسلک اختلاف تر هر څه ورته ستر او معتبر دئ؛ وایي دا مذهبي جگړه نه ده؛ که داسي وي بیا په سپینه ماڼۍ کي ټرمپ ته دعاء څه معنیٰ لري؟!! د دې تنگ نظرو او افراطیانو له ذهنیت څخه برائت اعلان کړئ! دا مطلق دیني او مذهبي جگړه ده! یوازینی باغي چي د دوی په مقابل کي ولاړ دئ ایران دئ؛ پر دې به ځیني حتماً افسوس کوي چي هغه یو شیعي نظام دئ خو پر دې نه چي اسلامي نه دئ! همدا غیرت ئې اسلامي دئ.

رب تعالی دې سرلوړي وساتي