اسلامي اخوت نن هم ممکن دئ
اسلامي اخوت تل ممکن دئ؛ همدا د اسلام فلسفه ده او د دې فلسفې د عملي کېدلو لپاره یوازنۍ لاره د خلافت احیاء نه ده؛ فقط اسلامي احساس غواړي. موږ د خلیج د اوسني بحران په تړاؤ د مصر سوړ او منزوي وضعیت وکتی؛ د هغوی سکوت تر دې وړاندي د مظلومي غـزې په تړاؤ هم مشاهده سوی وو؛ د مصري دیکتاتور اوسني وضعیت مسلمانان وځورول؛ دوی د ناهیلۍ خواته ځي؛ ځکه هم ځیني نن دعوې کوي چي نوره نو نړۍ پر نېـشن سټېټس وېشل سوې او د اسلامي اخوت دعوه (ممکن) نوره مؤثره نه ده. خو دوی ته وایو داسي نه ده؛ څو مثالونه به ئې ذکر کړو:
•کله چي محمد مرسي په تهران کي د عدم انحياز غورځنگ په سرمشریزه کي پر لوړ سټېج ودرېدئ نو ویې ویل: "اللهم ارضَ عن أبي بكر وعمر وعثمان وعلي، الذين نحب من يحبهم ونعادي من يعاديهم".
دا یوه مختصره جمله وه خو ایران ته ئې يو مستقیم پیغام درلود؛ یعني د مصر اصول د معاملې وړ نه دي او په سوریه بیا کي ستاسو کړني د منلو وړ نه دي. وروسته ئې یوازي پر دې اشارې بسنه ونه کړه بلکي د خپل ولس په وړاندي ئې اعلان وکړ چي مصر به د سوریې قاطع ملاتړ کوي.
چي کله (اخواني) مصر دا پرېکړه وکړه نو ایران خفه سو؛ د دوی تر څنگ سعودي عرب هم ځیني هغه علماء زندانونو ته واچول چي د مرسي د دې مېړني دریځ څخه ئې ملاتړ کړی وو؛ د محمد مرسي په کودتا کي له اسلامي نړۍ نه ایران، سعودي او تر دوی دواړو وړاندي امارات هم دخیل وو. (نور تفصیل: له آزادۍ تېښته کتاب کي)
•دوهمه ازموینه هم ژر پیل سوه؛ کله چي ملعون قام پر غـزه جگړه تحمیل کړه؛ له دې جگړي نه اصلاً هدف د نوي مصري (اخواني) دولت غبرگون آزمویل وو؛ مصري ځواب له پخوا ډېر توپیر درلود. محمد مرسي له باراک اوباما سره په تنده لهجه خبري وکړې او ټینگار ئې وکړ چي د مصریانو او د غـزې د خلکو برخلیک یو دئ او پر غزې برید به قطعاً ونه زغمل سي. بلکي یوازي په خبرو بسنه ونه سوه؛ مرسي د خپل حکومت وزیر هشام قنديل د غـزې منځ ته ولېږی؛ دا یو مهم گام وو چي هم ئې سیاسي او هم ئې امنیتي پیغام ورسره درلود. له همدې امله امریکا اړ سوه چي وضعیت کنټرول کړي او اسـرائیل دې ته اړ کړي چي خپل بریدونه ودروي؛ دوی دلته د دې نوي نظام ماهیت درک کړی وو چي پر غـزه نه معامله کوي او نه شاتگ.
دا د مصر د یوه منتخب نظام او منتخب ولسمشر محمد مرسي پرېکړي وې؛ د ناصبي او مدخلي نظریې خلک چي نن سیاسي تبصرې کوي هغوی دا تاریخي پرېکړي له پامه غورځوي؛ یوازي د ځوانانو د احساساتي کېدلو نه گټه پورته کوي؛ د محمد مرسي (اخواني) نظام په هغه ستونزمن پړاؤ کي د سیاسي پرېکړو روښانه مثالونه وړاندي کړل او خپل بهرنی دریځ ئې له اصولو سره وتړی؛ که دې نظام دوام پیدا کړی وای نو د سوریې معامله به ممکن ډېره وړاندي یوې نتیجې ته ورسېدلې وای؛ ځکه مرسي او اردوغان د سوریې پر وضعیت همفکـره ول؛ همداسي به لږ تر لږه د غـزې معادله هم بدله وه او ښایي کړکېچونه به تر دې حده نه وو غځېدلي.
مرسي یا بل کوم منتخب مصري نظام (بالخصوص اخواني نظريې) به یقیناً په نني بحران کي هم ډېر مثبت کردار لوبولی وو؛ داسي نه لکه نن چي جنرال سیسی څنگه کردار لوبوي. دا پرېکړي یوازي د مرسي مېـړانه نه وه بلکي د دې تر شا د اسلامي اخوت هغې ستري اسلامي/اخواني فلسفې کار کاوه چي لسیزي ئې د هغه د راژوندي کولو لپاره قربانۍ ورکړي وې...
دوی ونه ویل چي تر څو مو خلافت نه وي احیاء کړی پر بل اسلامي هېواد ننگه څنگه وکړو؛ تر اخونیـانو وروسته دې اسلامي اخوت ته شیعه وو عملي بنه ورکړه؛ هغه داسي چي د غـزې په ننگه یمن او لبنان میدان ته راووتل؛ پر اسرائیل ئې پراخ بریدونه وکړل، بیا حـزب الله او یمن پر ایران ننگـه وکړه او نن چي په اسلام آباد کي کوم مذاکرات پیل کېږي؛ ایران پر لبنان ننگه کوي او په ښکاره اخطار ورکوي چي که چېري اسـرائیل پر لبنان بریدونه ونه دروي موږ د اسلام آباد له مذاکراتو څخه وځو...
دا چي پر اسلامي نړۍ دیکتاتوران مسلط دي؛ د اسلامي نظریې حیثیت نه باید تر پوښتني لاندي راسي او نه باید دا دعوه وسي چي دا اخوت یوازي د اسلامي خلافت په احیاء کولو سره رامنځته کېدلی سي؛ بلکي یوازي منتخب سالم اسلامپال قیادت کولی سي له اسلامي هېوادونو سره اسلامي اخوت راژوندی او قوي کړي؛ مصريانو ثابته کړه چي سوري او فـلسطیني ولس ئې وروڼه دي؛ یمن او لبنان ثابته کړه چي ایراني او فلسطـیني ولس ئې وروڼه دي او باید ئې ننگه او ملاتړ وکړي.
اسلامي اخوت نن هم ممکن دئ؛ خو مهمه دا ده چي اسلامي نړۍ لومړی له خپلو دیکتاتورانو نه نجات ترلاسه کړي؛ بیا د سولي او عدالت له لاري ځان له نړۍ سره سیال کړي تر څو په سیاسي، اقتصادي او روحاني لحاظ ځواکمن سي... بیا به ئې هم ورورلي ممکنه وي او هم خپلواکي پرېـکړي.