د واک تر شا پټې پردې او د ملت بېوسه اراده
افغانستان له اوږدې تاریخچې سره سره، تل د خپلو خلکو د ارادې پرځای د بهرنیو نفوذونو د لوبو میدان پاتې شوی دی. له ۱۳۵۷ کال وروسته، چې د ثور انقلاب په دې خاوره کې را منځ ته شو، هېواد یوازې د سیاسي نظام له بدلون سره مخ نه شو؛ د ملت خپلواک تصمیم نیونه او د ملي ارادې مسیر یې هم تر سیوري لاندې راغی. له دې وروسته، سیاست د خلکو د ارادې نه، بلکې د بهرنیو ستراتیژیو د لوبې میدان وګرځېد.
د شوروي ـ افغان جګړې (۱۹۷۹–۱۹۸۹) په اور کې، مجاهدین د جهاد تر سپېڅلي شعار لاندې راپورته شول، خو جګړه ډېر ژر د نړیوالو قدرتونو د رقابت او مداخلې وسیله شوه. وسلې، پیسې او ستراتیژۍ له بهر راغلې، او جګړه د افغانانو په خاوره کې د افغانانو په نوم ترسره کېده، خو لارښوونه یې له بهر ټاکل کېده. هر ډز، هر ستراتیژیک ګام، د ملي ارادې په نوم د بهرنیو ګټو خدمت کاوه.
کله چې شوروي ځواکونه له هېواد ووتل، تمه کېده چې ملي یووالی رامنځته شي، خو پرځای یې د قدرت داخلي جګړې د ټول هېواد د زوال لامل شوې. هغه مجاهدین چې یو وخت متحد وو، د واک لپاره یو پر بل جګړه پیل کړه. کابل، د واک مرکز، د نفوذ د ازمایښت میدان شو، او د سیاسي ارادو هنداره یې ماتېده. د کابل د جګړو عاملین هماغه کسان و چې په بهر کې د بهرنیو کړیو په اشاره رامنځ ته شوي و.
په همدې ګډوډۍ کې د طالبانو تحریک راپورته شو. دوی د نظم، امنیت او د شریعت د پلی کولو شعار وړاندې کړل، خو د ځواک تر شا سیمهییز ملاتړ او د بهرنیو مداخلې لاسونه هم موجود وو. طالبان د داخلي ستونزو محصول و، خو د بقا لپاره یې د بهر تکیه هم درلوده. دا هغه تکراري بڼه وه چې څو ځل تکرار شوې: یوه ډله د داخلي بحران له رحم څخه زېږي، خو د دوام لپاره یې بهرنیو ته اړتیا لري.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، د ناټو سازمان په ملاتړ یو نوی سیاسي نظام رامنځته شو. دموکراسي، ټاکنې او بنسټونه معرفي شول، خو دا نظام هم تر ډېره د بهرنیو ملاتړ ته تړلی و. سیاسي ګوندونه، ادارې او د واک وېش داسې جوړې شوې چې له داخلي واقعیتونو سره یې بشپړ تطابق نه درلود. هر ګام د ملي ارادې پر ځای د بهرنیو د سیوری لاندې اخیستل کېده.
اصلي ستونزه دلته څرګنده ده: ډېری سیاسي ډلې یا د بهرنیو په مرسته رامنځته شوې، یا یې دوام په بهرنیو ملاتړ پوری تړلی و. په دې لیکو کې داسې کسان شته چې د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو اجنډاوو استازیتوب کوي. دا حالت د سیاسي بېباورۍ، ټولنیزې بېثباتۍ او د ملت د روح زوال سبب شوی دی.
په ټولنه کې، خلک پوه شوي چې سیاست د خدمت وسیله نه، بلکې د نفوذ، معاملې او بقا میدان دی. د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیات شوی، او باور لکه نازک ښیښه ماتېږي. هره بېځوابه ژمنه، هره بېثباته اداره، او هر بهرنی نفوذ د خلکو د باور د ماتېدو لامل کېږي.
نواصلي پیغام دا دی: تر هغه وخته چې سیاسي جریانونه د ملت له ارادې، اړتیاوو او داخلي واقعیتونو سره سمون ونه لري، او تر هغه وخته چې د بهرنیو نفوذ لارې تړل شوې نه وي، د باور وړ، خپلواک او ملي سیاست رامنځته کېدل یوازې یو خیال دی.
افغانستان یوازې د ډلو د کمښت له امله نه ځوریږي؛ دا هېواد له ریښتیني، خپلواک او حساب ورکوونکي سیاسي بدیل له نشتوالي سره مخ دی. هر نسل هڅه کړې چې د خپل تاریخ تارونه په خپل لاس که ونیسی، خو تر څو چې سیاسي ځواکونه د ملي ارادې پر ځای د بهرنیو د سیوری لاندې کار کوي، د ملت اراده د بادونو په څېر بېثباته پاتې ده، او رڼا یې تل د سیورو تر سیوري لاندې نیمګړې پاتې ده.