له نفاقه ډکي تجزيې!

مارچ 29, 2026 - 12:20
 0  26
له نفاقه ډکي تجزيې!

  په سوډان کي تر دې دمه له ۱۵۰۰۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰۰۰۰ لکو پوري سوډانیان وژل سوي، له یوولسو تر دوولسو ميلیونو سوډانیان کډوال سوي، د ټپیانو شمېر ئې پر دې سربېره دئ او ۳۴ میلیونه سوډانیان بیا عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

  پر یمن د عرب متحدینو د جگړي د تحمیل په نتیجه کي درې لکه اوه اویا زره کسان وژل سوي. (الجزیره)؛ د دوی ۶۰ / ۷۰% سلنه یمنیان د تحمیل سوي قحط او درملو د نه موجودیت له امله وژل سوي؛ یوازي د سعودي او اماراتو د گډو بمباردونو په نتیجه کي ۲۴۰۰۰ یمنیان وژل سوي. (ډاؤن)

 

  د خلیج په جگړو کي عربانو د امریکایانو په مرسته ۳۵۰۰۰ عراقیان په اور کباب کړل.

 

  د لېبیا او بحرین په بحرانونو کي په لکونو انسانان تلف سوي.

 

د افغانستان، عراق، لېبیا، بحرین، یمن، لبنان او مقدسي زمکي تلفات پر دې علاوه دي؛ دا ټول بمباردونه بیا د سني فرعوني واکمنانو سرپرستانو چي په رأس کې امریکا قرار لري ترسره کړي؛ اما هیڅوک دغو جگړو ته مذهبي رنگ نه ورکوي.

 

یوه پوښتنه دا ده چي په پورتنیو جگړو کي عربانو عرب مسلمانان ووژل یا ئې وژني! د سوډان په کورنۍ جگړه کي خو ایران ښکېل هم نه دئ؛ بیا ولي د هغوی یادونه نه کېږي؟ آیا د هغوی وینه د مسلمان سوري ولس تر ویني ارزانه ده؟! په سوریه کي یقیناً ایران او رقیبو عرب واکمنانو ئې انتهائي ستر وحشتونه وکړل؛ د ایران هغه داغدار کردار نه د هېرولو دئ نه د بخښلو؛ حداقل تر هغه وخته چي څو ایران بخښنه ونه غواړي او سوري ولس بخښنه ورته ونکړي؛ همدا قاعده د نورو پر جنایاتو هم د عملي کېدلو غوښتنه کوي.

 

مثلاً د یمن جگړه چي عرب ائتلاف مخته وړله، بمباردونه د دوی لخوا ترسره کېدل نو هغه ناورین ته فېسبکي مبصرین کوم عنوان ورکوي؟ د خلیج په جگړه کي ایران موجود نه وو؛ نه امریکایان خلیج ته ایرانیانو راوستل؛ پاگل صدام ډارن عرب رقیبان ووېرول او د هغوی د دین ستني (ابن باز) د امریکایانو د راوستلو فتویٰ صادره کړه او تر ننه همدلته پاته دي. دوی هم عربان چور کړل او په ټریلیونونو ډالر ئې د باج په مد کي ترې یووړل او هم ئې لومړی په ملعون قام او بیا په ایران (د همدوی د مجبوریت په سبب) ښه سم وټکول. سعودي ولي د امریکایانو په موجودیت کي د پاکستان سره دفاعي تړون کولو ته اړ سو؟!

 

لنډه دا چي د اسلامي نړۍ په یوه کورنۍ جگړه کي هم سني - شیعه بحران نه ذکر کېږي؛ نه له مظلومو ولسونو (سوډان) نه دفاع کېږي؛ نه ئې ظالم او تمویل کوونکي غندل کېږي؛ برعکس بیا د سوریې په بحران کي همدې ته ورته کورنۍ جگړه سني - شیعي بحران بلل کېږي او یو کرکټر ئې د تل لپاره د رَټلو مستحق گرځول کېږي او نورو طرفونو ته بیا برائت ورکول کېږي! د تورو چپنو اخندان جنایات کار او سپین چلتار پوشه قاتلین د نجات فرښتې بلل کېږي. آیا په سوریه کي یوازي ایران لاسوهنه کوله؟ هلته عرب هېوادونو څومره نیابتي نظامي تنظیمونه جوړ او بیا همداسي بې سرنوشته پرې ښودل؟ بالاخر هم آیا د سوریې د نجات لامل عربان او ایرانیان سول او که درېیم طرف تورکان؟! یقیناً تورکیه.

 

که په تېره گناه ایران مجرم حسابېږي (یقیناً په هغه کي مجرم دئ؛ خو د جرم د اثبات وخت ناسم دئ.) نو هغو نورو ته په کومو اوصولو عفوه او برائت ورکول کېږي یا ئې یادونه نت کېږي؟! دا څنگه ترازو دئ چي د شریکو مجرمینو نه ئې یوازي د یوه مجرم د گناهونو د تلَلو ظرفیت لري؟!! که هغه سني - شیعي بحران وبلل سي نو هغه یقیناً د اسلامي نړۍ د سړې جگړي تسلسل وو چي په تاوده محاذ بدل سو او بالاخر سني بلاک بریالی ترې راووت. عربانو خو قصداً ځانونه د دې جگړي طرف گرځولي؛ د امریکایانو موجودیت د دوی پر جرم حجت قائموي! همدا اوس ټرمپ وویل: سعودي او امارات همدا اوس پر موږ فشار واردوي چي ایران ښه ووهو. ممکن دا خبره ئې دروغ او د نفاق له امله وي؛ خو ایران په همدې باور دئ او د دوی پر ملگرتیا سترگي نسي پټېدلی.

 

اوس اساسي پوښتنه دا ده چي آیا د خلیج اوسنی بحران هم د اسلامي نړۍ کورنی بحران دئ؟! یعني د سني - شیعه جگړه ده او که د مسلمان او غیرِمسلمان؟! یعني شیعه/سني او یـ.هود/نـ.صارا؟!!

 

دا چي اوسنۍ جگړه د سني/شیعه (غـ.زه، لبنان، یمن او بالاخر ایران) مشترکه جگړه ده د یوه ناروا وحشي طاغوت په مقابل کي چي د الله تعالی ټول دښمنان پکې راغونډ سوي؛ هیجړایل او امریکا په گډه د دې بلاک (شیعي/سني) په مقابل کي محاذ پرانیستی نو موږ لگیا اوسو او یوه محکوم طرف ته د سوریې د جنایاتو پېغورونه ورکوو؛ آیا دا به مېړانه او مروت وي؟! موږ یا د عدل ترازو نه لرو یا د دوستۍ او دښمنۍ له الهي معیاره بې خبره یو؛ که داسي نه وي هغه څوک چي الله ئې دښمنان گڼي او وایي له تاسي نه راضي کېږي د هغوی په مقابل کي به مو حتماً خپل رقیب ستایلو.

 

په دې پوه سئ چي نن ورځ د شیعي - سني اختلاف پالل فقط او فقط د امریکايي دفاع وزیر او هیجړایل د لومړي وزیر د بیانیې انعکاس دئ؛ دا همغه بې مورده سطحي اختلاف دئ چي دوی په گډه نن هوا ورکوي او غواړي د مسلمانانو زاړه زخمونه تازه کړي او په دې ناروا بیانیه Divide and Rule به ئې د خپل دښمن د ماتولو او پر هغوی د حکومت کولو فلسفه عملي کړې وي.