زموږ غم تر ټولو زیات دی، خو موږ له یوسف څخه منندوی یو. هغه رښتینی اتل و. موږ پرې ویاړو
په ۲۰۰۰م کال د مارچ په میاشت کې، د چیچن اسلامي دولت د روسیې تر اشغال لاندې سختې ورځې تېرولې.
د جګړې د کنډوالو او سوځېدلو کلیو ترمنځ، یو روسي پوځي افسر یوري بودانوف یوه ځوانه چیچنۍ مسلمانه نجلۍ وتښتوله، چې عمر یې له ۱۸ کلونو زیات نه و.
د هغې نوم ایلزا کوغایېوا و.
هغه یې خپل پوځي کمپ ته د دې په پلمه یوړه چې ګواکې «سنایپر» ده. هلته یې پرې سخت ظلمونه وکړل او بالاخره یې په خپلو لاسونو خفه کړه تر څو یې ساه ورکړه. وروسته یې اعتراف وکړ چې هغه یې وژلې، خو ادعا یې وکړه چې دا کار یې د «عصبي حملې» پر مهال کړی دی.
د روسیې طبي کمېټې تایید کړه چې پر ایلزا جنسي تېری هم شوی و، خو هېڅوک د دې جرم لپاره حساب ورنه کړ.
په پیل کې بودانوف بېګناه اعلان شو، خو د خلکو د سخت غبرګون له امله وروسته لس کاله بند محکوم شو. سره له دې چې جرم یې ډېر وحشیانه و، له اته کلونو وروسته په ۲۰۰۹م کال کې له زندانه خوشې شو، لکه هېڅ یې چې نه وي کړي.
چیچنیانو دا پېښه هېره نه کړه. د ایلزا وینه د هر بااحساس انسان په ضمیر کې ژوندۍ پاتې وه.
له همدې کسانو څخه یو ځوان و، اوږد قد او نری بدن یې درلود، نوم یې یوسف تیمیرخانوف و، د چیچنیا د جیلداګن کلي اوسېدونکی.
هغه ایلزا په شخصي ډول نه پېژندله او نه یې خپلوانه وه، خو د هغې درد یې داسې احساساوه لکه خپله خور یې چې وي.
د ۲۰۱۱م کال په اوړي کې، د بودانوف له خوشې کېدو دوه کاله وروسته، یوسف پرېکړه وکړه چې عدالت باید وشي.
د جون په لسمه، کله چې روسي افسر په مسکو کې روان و، یوسف ورباندې ډزې وکړې او هغه ووژل شو. د ډېرو چیچنیانو لپاره دا د اوږدې مودې وروسته یو ډول قصاص بلل کېده.
یوسف ونیول شو او محکمې ته وړاندې شو.
قاضي ترې وپوښتل:
«دا نجلۍ نه ستا خور وه او نه دې خپلوانه، نو ولې دې هغه سړی وواژه؟»
یوسف موسکی شو او ویې ویل:
«بس دا بس ده چې هغه مسلمانه وه.»
روسي قانون دا دلیل ونه مانه، او په ۲۰۱۳م کال کې هغه ته د ۱۵ کلونو سخت بند سزا واورول شوه.
یوسف مات نه شو؛ هغه د ډاډ موسکا لرله، لکه د دنیا حکم ورته د الله د رضا پر وړاندې هېڅ ارزښت ونه لري.
د زندان کلونه ډېر سخت وو. سپکاوی او کړاوونه یې وزغمل، بدن یې ورو ورو کمزوری شو.
د ۲۰۱۸م کال د اګست په درېیمه اعلان وشو چې هغه د سایبریا د اومسک ښار د زندان په روغتون کې وفات شوی دی. ویل کېدل د زړه ناروغي وه، خو ډېر خلک باور لري چې بېپروايي او سخت شرایط د هغه د مرګ سبب شول.
کله چې د هغه جنازه خپل کلي جیلداګن ته راوړل شوه، زرګونه موټرونه او لسګونه زره خلک د جنازې لپاره راټول شول.
د چیچن مشر رمضان قدیروف هم ګډون وکړ او ویې ویل:
«یوسف هغه سړی و چې د یوې چیچنۍ نجلۍ د عزت غچ یې واخیست.»
د ایلزا کورنۍ هم حاضر وه. د هغې پلار په احساساتي غږ وویل:
«زموږ غم تر ټولو زیات دی، خو موږ له یوسف څخه منندوی یو. هغه رښتینی اتل و. موږ پرې ویاړو.»
په هغه ورځ یوازې یو انسان خاورو ته ونه سپارل شو، بلکې د یوې مظلومې کیسې یاد تازه شو؛
کیسه چې په ۲۰۰۰م کال کې د یوې مظلومې نجلۍ له درد څخه پیل شوه او په ۲۰۱۸م کال کې د هغه سړي په مرګ پای ته ورسېده چې د عدالت احساس یې په زړه کې ژوندی ساتلی و.
که دې تر پایه ولوست، پر ګران پیغمبر محمد ﷺ درود ووایه