د اختر شپه په زندان کي!
ژباړه: محمد هاشم شاهین
په زندان کي پر ما ۷-اوه اخترونه تېر سول (څلور کوچني او درې لوی اخترونه)؛ دا ټول داسي تېر سوي لکه یو تکراري نقل؛ ځیني اوازې به خپرې سوې چي سرچینه به ئې معلومه نه وه؛ داسي چي گواکي تر اختر مخکي به ډېر سیاسي بندیان ازاد سي… بندیانو به دا اوازې د ملاقاتونو پر مهال خپلو کورنیو ته رسولې او هغوی به بیا په څو چنده مالگین کیفیت تر دوی بیا را رسولې؛ دلته به نو د دروغجنو هیلو لمنه پراخېدله او ښکلي خوبونه به د بندیانو او د هغوی د کورنیو پر فکرونو واکمن کېدل؛ تر دې اندازې چي دا خیالونه به د حقیقت په څېر ښکارېدل.
سره له دې چي ځیني کم عمره بندیان به بیا هم د روژې میاشتي د سینگار په موخه په زندان کي په ځینو کارونو بوخت ول؛ لکه څنگه چي به ئې په پخواني یعني د ازادۍ په ژوند کي عادت وو؛ که څه هم امکانات به ډېر کم ول… دوی به په کاغذونو مثلثونه جوړول چي پر هغوی به ئې د سبزیجاتو او پاڼو په رنگونو چاندان رسم کړي ول (ځکه چي قاچاق سوي فلوماسټر قلمونه؛ کوم چي د کلکینانو پر اوسپنو تړل کېږي دومره قیمتي وي چي په داسي عیاشيو کې د مصرف کولو تصور هم څوک نسي کولی)؛ البته په دې نېستمن حالت کي هم هارون هڅه کوي له ځینو پاته سویو توکو څخه؛ چي له ملاقاتیانو نه پاته سوي وي؛ د کاغذونو په مرسته د فانوس په څېر یو څه جوړ کړي. (دا اختراع به ئې یقیناً له رڼاگانو تشه وي).
که څه هم په دې ټوله مقدسه میاشت کي دا د سینگار خودساخته توکي د هري تلاشۍ پر مهال د ضایع کېدلو له خطر سره مخ وي… ځیني افسران ورباندي وخاندي او همداسي ځوړند ئې پرېږدي او ځیني بیا بندیانو ته امر کوي چي دا هر څه څیري او ضایع کړي… هر یو ئې د خپل طبیعت مطابق عمل کوي.
زړونه په امیدونو پوري تړلي پاته وي؛ چي دا هیلي بیا ورو ورو کمزوري کېږي… بالاخر د یوې کوټې د پنجرو له شا نه یو خَــړ او بې ذوقه ږغ د اختر په اړه اعلان کوي؛ همغه اعلان چي د دارالافتاء (رویت هلال) لخوا اعلان سوی وي؛ دلته نو هیلي په مکمله توگه مړې سي. بندیان په ماتو زړونو یو بل ته مبارکۍ ووایي… بیا یوه خَـپه خاموشي خپره سي او هر یو له خپل ځان سره تنهاء د خاموشیو په سمندر کي ډوب سي (داسي چي یادونه او غمونه ئې یوازي له خپل ځان سره وي). ځیني راډیوگاني د هغې سندري (یا لیلة العید آنستینا) له خپرولو څخه شرمېږي؛ ځکه د دې کسانو (زندانیانو) لپاره دا شپه هیڅه خوشحالي نه لري او د دوی لپاره "الست" هم نه غږوي.
د بلي ورځي په سهار؛ یعني چي کله مصریان د اختر د لمانځه لپاره پراخو میدانونو ته وځي؛ په زرگونو مظلوم بندیان په خپلو تنگو کوټو کي لمونځونه کوي… او تر دې وروسته د یوه بل سخت قید اوونۍ پیل کېږي؛ ځکه د دولت د رسمي رخصتۍ معنیٰ دا ده چي بندیان به په دې اوونۍ کي د هغوی د لږ وخت (یو ساعته) هوا خورۍ نه هم محروم پاته وي… کوټې په مکمل ډول د رخصتۍ پر مهال تړل سوي وي… اوونۍ وروسته بیا دروازې د یوې نوي دروغجني هیلي سره پرانستل کېږي چي په راتلونکي لوی اختر کي به ازاد سي… او همدا وضعیت روان وي…
ځیني له یو کال راهیسي، ځیني له پنځه کلونو نه او ځیني بیا له یولسو کلونو نه په همدې دروغجني تمي منتظر پاته وي… برعکس ځینو ئې بیا د یوازیتوب په قید کي د وخت احساس لا هم له لاسه ورکړی وي… په داسي حال کي چي د دولت رسمي دروغ د مظلومانو او د هغوی د کورنیو له احساساتو سره لوبي کوي… د یوې نوې دورې، نوي مفکورې (خبرو اترو) او نوي جمهوریت په اړه تکراري او ستړي کوونکي پرلپسې خبري... ښکاره دروغ، په ډېره بې شرمۍ او سپین سترگۍ… د دروغو یو ماشین چي هیڅکله نه متوقف کېږي…
اې زما ربه! زموږ غوږونه د حقیقت اورېدو ته ډېر لېوال دي.
انجنیر یحییٰ حسین عبد الهادي
سه شنبه د ۲۰۲۴ م کال د اپریل ۹-مه