د سولي دروغجن پیامبر ته جاپانۍ چاپلوسي!
۸۰ کاله وړاندي چي کله امریکا پر جاپان اتومي بم وغورځاوی؛ جاپان تسلیم سو او خپلي وسلې ئې ترک کړې؛ د میزایلونو پیل کړی پروگرام او فوځي ځواک ئې په کامله معنیٰ تسلیم کړ.
دا همغه کیفیت وو چي تر دې وروسته قذافي ورسره مخامخ سو؛ د پوتین په قول که قذافي اټوم درلودی نو نن به ژوندی وو؛ خو هغه تر جاپان هم یو قدم مخ ته ولاړی او فشار ته تسلیم سو؛ نړۍ ئې ذلیل وضعیت مشاهده کړ. نن امریکا له ایران څخه همغه پخوانۍ غوښتنه کوي چي د میزایلونو پروگرام بند کړي، اټوم جوړول ترک کړي او د امریکا غوښتنو ته تسلیم سې.
تاسي نن وگورئ چي ۸۰ کاله وروسته نن جاپان چېري ولاړ دئ؟ دا ویډیو وگورئ او درک ئې کړئ!! جاپان د نړۍ څلورم لوی اقتصاد لري، امریکا ته پور ورکونکی لومړی هېواد دئ چي تر ۱.۱ ټریلیون ډالر ئې زیات پور امریکا ته ورکړی دئ.
که جاپان ۸۰ کاله مخکي د امریکا په وړاندي تسلیم سوی نه وو نو نن به وضعیت کاملا بدل وو؛ یو ستر نظامي ځواک به ئې هم درلودی؛ د چین او شمالي کوریا له اخطارونو به خوندي وو؛ خپل فوځ او ځواک به ئې درلودی؛ د عرب واکمنانو غوندي برخلیک ته به په تمه نه وو؛ دومره چاپلوسي به ئې نه کوله چي خپل قاتل ته د سولي د پیامبر خطاب کوي.
ایران دا هر څه مشاهده کړي؛ پهلوي به د جاپان غوندي حیثیت غواړي خو ایراني اخندان نه! مذهبي طبقه عموماً له ځواک پرته واک نه خوښوي او دا مېړانه دوی ته دین ورکوي. غرب دا نه درک کوي چي دیني طبقه کله هم په پوره معنیٰ اجیره نسي پاته کېدلی.