ټولنه کې ځينې مسائل او موضوعات د قيمت او ارزښت په لحاظ ډېر مهم او معياري وي

نومبر 24, 2025 - 12:53
 0  16
ټولنه کې ځينې مسائل او موضوعات د قيمت او ارزښت په لحاظ ډېر مهم او معياري وي

مونږ مختلف بازارونه او په بازارونو کې ډېر دوکانونه او ډول ډول توکي لرو، د لوړ معيار توکي او د کم‌ معيار توکي. د ښه معيار توکي قيمته وي او د کم‌ معيار توکي ارزانه وي.

او دا هم واقعيت دی چې زمونږ په ټولنه کې د ښه معيار توکو له دوکانونو، د کم‌معياره او ارزانه توکو په دوکانونو کې بیروبار ډېر زيات وي.

ولې؟!

دا ځکه چې د افغانستان د ټولنو په څېر ټولنو کې په مالي لحاظ د کمزوري اقتصاد څښتنان زيات وي او د ښه اقتصاد څښتنان نسبتاً کم وي، نو طبیعي خبره دا ده چې هر إنسان د خپل اقتصاد مطابق سودا کوي ځکه چې د هغه ظروف او شرايط د همدې تقاضا کوي چې ارزانه توکي راونيسي.

د خلکو اقتصادي کچه که معلوموو نو د بازار په دغوو متفاوتو ځايونو کې د خلکو د تجمع څخه دا ارزولی شو چې د ټولنې د وګړو اقتصادي وضعه څنګه ده؟!

کټ مټ همدا خبره د علم او اخلاقياتو په دنيا کې هم ده، په ټولنه کې ځينې مسائل او موضوعات د قيمت او ارزښت په لحاظ ډېر مهم او معياري وي خو پوهېدل پرې کافي دقت او وخت غواړي او دلته نسبتاً له تفريح او خوندونو، يو څه جديت زيات وي. بالمقابل ځينې موضوعات ډېر سطحي، هوايي او بې ارزښته وي او د داسې موضوعاتو درک کوم خاص زحمت او او دقت نه غواړي، بلکې دلته د خندا او تفريح مجالس عام وي، نو د داسې موضوعاتو اورېدونکي او په داسې موضوعاتو بحث کوونکي او داسې موضوعاتو ته وخت ورکوونکي هم ډېر زيات وي.

نو دلته هم دا طبيعي خبره ده چې انسان به د خپل علمي مقام او د پوهې د سطحې مطابق مسائلو او په موضوعاتو کې دلچسپي ښېيي.

او له دې لارې د ټولنې د علمي کچې معلومول هم اسانه کېږي.

لذا تر څو چې په ټولنه کې د خلکو پوهې او درک کچه لوړه شوې نه وي، نو د خلکو دلچسپي به په همدې سطحي او ارزانه موضوعاتو ډېره وي.

دا چې سطحي او ارزانه موضوعات کوم کوم دي، تاسو يې وليکئ.

ټولنه

له_بلې_زاويې