متاسفانه موږ نور هغه د انساني کرامت پر بنياد ولاړ اخلاقي ازښتونه، آداب، نزاکتونه او شرافتونه هم له لاسه ورکړي

جنوري 25, 2026 - 17:52
 0  13
متاسفانه موږ نور هغه د انساني کرامت پر بنياد ولاړ اخلاقي ازښتونه، آداب، نزاکتونه او شرافتونه هم له لاسه ورکړي

استاد محمد خالد عمر

 

په نوره نړۍ کې خو هسي هم اخلاقيات او آداب يو ډير کوچنی او فرعي بحث وو او بیا د وروستۍ يوې او نيمې پيړۍ انقلابونو او تحولاتو هغه کوچنی باب نور هم څنډې ته کړ او له کله چې ليبرال نظم مروج او په نړۍ حاکم (څه په اختيار او ډير په اجبار) تحميل شو؛ نو فرد او بې مهاره فردي ازادۍ پکې داسي محور شو چې ټولنيز او عمومي سيستمونه او مصالح ورته قرباني شول او هغه د اخلاقياتو کوچنی او منزوي باب پکې بيخي وتړل شو.

په دې لړ کې موږ( ختيځ والو او خاص طور مسلمانانو) ته دا يو پرتله ییز او رقابتي مزيت پاتي شو چې هميشه مو پرې وياړ کاوه، هغه داچې:

موږ لاهم د ټولنيزو او عامه مصلحتونو محور روغ ساتلي چې ټولنيز آداب يې د پايو او اخلاق يې د چتر په توګه کردار ادا کوي.

موږ ښو ته د ښو،  بدو ته د بدو، خير ته د خير او شر ته د شر تعريف لرو، کورني، ټولنيز او عام نظامونه او جوړښتونه مو ساتلي او، مشر او کشر مو معلوم دی، عزت، آبرو، حيثیت، متقابل احترام، تضامن، تکافل،مرسته،همکاري، خواخوږي او صله رحمي او ... مو اوس هم د ارزښتونو په توګه ساتلي کوم چې لویدیځوال تمدن ترې په اغلبو مواردو کې کلاً شليدلی دی.

اما!!!

اما بدبختانه به ووايم، داچې اوس د دې نوي، ښوی، او صابوني نسل کړو وړو ته ګورم دې پايلې ته رسيږم چې متاسفانه موږ نور هغه د انساني کرامت پر بنياد ولاړ اخلاقي ازښتونه، آداب، نزاکتونه او شرافتونه هم له لاسه ورکړي او په دې توګه د جهالت او بې علمۍ ترڅنګ د بداخلاقيو، بې ادبيو او بې تربيتيو مخمصې ته هم ور کښېوتلي يو.

که زما له خبرو سره نه ياست موافق؛ نو په سوشل ميډيا کې ددې څو ورځو جريانات لږ له نظره تير کړئ او وګورئ چې دغه بې هدفه او بې مرامه ځوانانو څنګه د خپلو شخصيتونو، افکارو، باورونو، اخلاقياتو او کورنيو تربيتونو مظاهره کړې.