د درې قسمه خلکو سره د خيالاتو تبادله بيخي ونۀ کړم

جنوري 31, 2026 - 18:39
 0  14
د درې قسمه خلکو سره د خيالاتو تبادله بيخي ونۀ کړم

زۀ پۀ محفل کښې خبرې ډېرې کمې کووم - نور خلک ډېر اورم او زدکړه ترې کووم خو کوشش کووم چې د درې قسمه خلکو سره د خيالاتو تبادله بيخي ونۀ کړم -

يو هاغه خلک چې مسلسل ئې شکايتونه پۀ خله وي - خپل خپلوان ، ملګري او د چاپېريال خلک ورته بې ښېګړي او موقع پرست ښکاري - خپله بې اعتمادۍ پټوي او ناکامۍ له د جواز کتو د پاره د هر چا منفي اړخ لټوي -

دویم هاغه خلک چې د ځان موازنه د ځان نه د کامياب انسان سره کوي - دا یو ډېر غېر منطقي عمل دے ځکه چې د هر انسان دماغي صلاحیت ، مواقع او د چاپېرچل حالات جدا وي - دا انسان ناشکره وي ، د وسوسو ښکار وي او دغه وسوسې بل انسان ته انتقالوي -

دريم هاغه خلک چې د خپلې ناکامۍ سبب حالات ګرځوي او ځان مظلوم ثابتوي - دا انسان د خود فريبۍ پۀ حصار کښې وي - خپله غلطي چرته هم نۀ مني بلکه د خپل تسکين د پاره د ‌منافقت تر انتها دروغ هم وائي او پۀ دغه مظلوميت د خلکو همدردۍ حاصلول غواړي - 

د دې درې واړه رويو خلک ځان پوهه کول نۀ غواړي ځکه چې د‌ عمل فقدان لري - د دوي سره بحث کول خپل وخت ضائع‌ کول او ځان ته منفي توانائي انتقالول دي -