No-IMG

د عمر په وروستۍ برخه کې مور او پلار ته بچيان او لمسيان يې تر ټولو ښه او جالب مشغولیت دی

زاهد جلالي

 

لا هم د درد احساس کوم او ضمير ته سخت ملامتېږم، کله چې پلار راياد شي چې هغه به د شپې، په کمه رڼا کې،‌ په داسې حال کې چې په هېڅه به بوخت نه و، نه به يې څه لوستل، نه ليکل، نه به يې راډيو ته غوږ نيولی و،  په سالون کې يوازې ناست و. دغه وخت کې به زه د شپې له سينما څخه او له ملګرو سره له فلم کتلو وروسته کور ته راستون شوم، پلار ته به مې سلام ورکړ، او په تېزۍ به د خوب کوټې خوا ته د خوب په نيت روان شوم.

پلار به غوښتل چې ورسره پاتې شم، هغه به زما سره د مجلس له پاره پلمه لټوله چې ما په خبرو راولي او کيسې ورسره وکړم. پوښتنه به يې کوله چې چېرته وم، چا سره وم،‌ کوم فېلم مې وکوت. ما به د دې ټولو پوښتنو لنډ لنډ ځوابونه ورکول، په داسې حال کې چې هغه به د مجلس اوږدولو او کيسې کولو اراده لرله. کله چې به يې ويل‌ «د‌ فلم کيسه راته وکړه»، سخت په تنګ به شوم، لکه د ډېر درانه کار غوښتنه چې يې کړې وي، او لکه زما وخت چې ډېر قيمتي وي او هغه ته يو څو دقيقې وخت نه شم ورکولای.

تر اوسه پورې پوه نه شوم چې زامن ولې د مور او پلار پر وړاندې د دغسې زړه تنګۍ احساس لري، په داسې حال کې چې هغوی دغه وخت کې اولادونو ته سخت ضرورت لري. او په داسې حال کې چې همدغه اولاد له خپلو ملګرو سره نهايت ښه او خوږ چلن لري او خپل پست او بې ارزښته ملګری او د هغه حماقتونه زغمي، خو مور او پلار ته وخت نه لري.

اوس چې زه د خپل پلار په عمر يم او د ځان پر وړاندې د خپلو اولادونو دغسې زړه تنګي وينم، خپل او د خپل د پلار وخت راياد شي. خو زه اوس ډېره هڅه کوم چې له دغسې حالت سره مخ نه شم. ځان ته ډاډ ورکوم چې د اولادونو له حاله د خبرېدو او ورسره کيسې کولو اړتيا نه شته.

 مصري ليکوال جلال امين پورتنۍ جملې د خپلو يادښتونو کتاب کې ليکلي. او دا د ټولنې يو واقعيت بيانوي. د عمر په وروستۍ برخه کې مور او پلار د مشغولیت ډېر وسایل نه لري، همدا بچيان او لمسيان يې تر ټولو ښه او جالب مشغولیت دی. په داسې حال کې چې اولادونه دې ته نه وي متوجه، بلکې زړه يې ورته تنګېږي، تر هغې چې مور او پلار له لاسه ورکړي،‌ بيا‌ پښېماني ګټه نه لري.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک