No-IMG

بیوزلی د پوهی مخه نیسی!

احسان الله اريينزي

 

دا متن زما ګران ملګری، محمدنعیم حقمل. په افغان تربیون کی خپور کړی. د محتوی له پلوه زما خوښ شو او دا دی له تاسو سره یی په پښتو شریکوم:

د نامتو پولندی کارتونیست، پاول کوژینسکی، دا طرح وایی چی د وږی او نهر انسان لومړنی هدف د خیټی مړول دی او د د ډودئ د نه لرلو غم، انسان نه پریږدی چی نړئ ته وګوری، ژوند ته په سمه توګه ځیر شی، کتاب ولولی، یو څه زده کړی ، پوه شی او د نړئ په هکله فکر وکړی!

وږی او نهر انسان د جهل له کړئ څخه نه شی وتلای. له همدی امله هره واکمنه ډله د خپلی بقا د ضمانت له پاره، اکثریت ولس وږی ساتی.

هر ځای چی بیوزلی او کړاو وستایل شول او په راز-راز شتمنیو بد وویل شول، پوه شه چی په حقیقت کی په خیټه نه؛ بلکه په مغز، پوهه او فکر یرغل پیل شوی دی.

(نهرتوب او بیوزلتیا) او (پوهه) نه شی یو ځای کیدای!

بیوزلی د پوهی مخه نیسی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک