چې امیرالمؤمنین عمرابن الخطاب رض ژوندی وي څوک په چا ظلم نشي کولی
اکرام واحدي
ژباړه:
یو اعرابي په قهر د حضرت عمر رض مجلس ته ور ننوت، په لاس کې یوه لفافه وه او د حضرت عمر رض مخې ته یې کېښوده .
امیرالمؤمنین ترې وپوښتل چې دا څه دي؟
ویل یې دا مې ویښتان دي. زه راغلی یم تا ته د والي ابو موسی الأشعري څخه شکایت کوم.
ابو موسی څه کړي؟
اعرابي: ما ته یې زما حق کم راکړ ما بېرته ورکړ هغه په قهر شو او زه یې شل دُرې ووهلم او بیا یې راته دا ویښتان هم غوڅ کړل.
امیرالمؤمنین ډېر خفه او په غوسه شو، لیک یې ولیکه او ابو موسی الأشعري رض ته یې امر وکړ چې په هماغه شکل مجلس را وغواړه چې دا اعرابي دې شل دُرې هم ووهي او بیا دې وېښته هم غوڅ کړي.
ابو موسی الأشعري رض ته چې لیک ور ورسېده نو فوراً یې مجلس را وغوښت او اعرابي ته یې دُره ورکړ او ویل یې بیا دا ویښته هم راته غوڅ کړه.
اعرابي چې دا حالت ولیده فکر یې بدل شو ویل یې ما بخښلی یې.
بیا یې وویل: "چې امیرالمؤمنین_عمرابن_الخطاب_رض ژوندی وي څوک په چا ظلم نشي کولی.
رحمک الله یا عمر رض