قرونِ اولیٰ پاتې مسافر، خپل منزل ته ورسېد!

جولای 21, 2025 - 00:50
سپتمبر 4, 2025 - 00:50
 0  1
قرونِ اولیٰ پاتې مسافر، خپل منزل ته ورسېد!

إنا لله وإنا إليه راجعون

دا د ۱۹۸۲م کال خبره ده. د جنوبي کوریا یو لوړپوړی وزیر د کویت په سفر راغی. هلته یې د اسلام د تعلیماتو، د کویتی مسلمانانو د اخلاقو او د هغوی د ساده خو سپېڅلي ژوند له مشاهدې داسې اغېزه واخیسته چې حیران پاتې شو. هغه له کویتی وزیرانو پوښتنه وکړه
"ایا ستاسو په منځ کې داسې څوک شته چې ځان د کوریا لپاره وقف کړي؟ تاسو سره داسې ښکلی دین شته،ليکن زموږ خلک ترې بې‌برخې دي!"
وزیران چوپ شول، ځواب نه و ورسره.
خو څه موده وروسته، کویتي پوهنتون کې یو ځوان استاذ، د دې خبرې اورېدو سره وویل: "زه چمتو یم."
همدغه شخص و چې له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې خپل آرام ژوند، لوړه وظیفه، کور، کورنۍ، شتمني، عزت او د دنیا هر څه پرېږدي، یوازې د الله د دین د بلنې لپاره یو ناپېژندلي هېواد ته لاړ شي— چیرې چې نه څوک پېژني، نه یې ژبه ورځي، او نه هم د دین لپاره چاپېریال مساعد دی.
دا ستر انسان ظاهراً زموږ د زمانې اوسېدونکی و، خو په زړه، روح او فکر کې د قرونِ اولیٰ له کاروانه پاتې شوی مسافر و، لکه د تابعینو له قافلې وروسته پاتې شوی وي...
هغه دا هر څه پرېښودل او د کوریا لپاره روان شو — یو داسې ځای ته چې خلک یې د اوو خدایانو عقیده لري، عیسویت هم شته او ملحدین هم پکې ډېر دي. خو دا زړه‌ دردونکې سړی هلته لاړ او د خپل رب د دین مشعل یې پورته کړ.
دا سړی و: الإمام الشیخ الدكتور عبدالوهاب زاهد الحق — د کویت د اسلامي علومو له مشهورو شخصیتونو، د فقهي علومو متخصص، د الأزهر پوهنتون فارغ، او د المقارن فقهې په برخه کې د پی‌اېچ‌ډي خاوند.
کله چې د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېدو، نو پاکستاني چارواکو د همدې ستر شخصیت دعوت وکړ چې د حدیث او فقهې مشري په غاړه واخلي. سعودي هم ورته بلنه ورکړې وه، کویت هم غوښتل چې د "الموسوعة الفقهية" په تدوین کې ورسره پاتې شي. خو هغه دا ټول عزتونه رد کړل او د دعوت ستونزمن سفر ته روان شو.
کوریایي ژبه یې زده کړه، د خلکو دیني تمایلات، ټولنیز چلند او فکري نړۍ یې وپېژندله، بیا یې دعوت پیل کړ. کله چې هغه کوریا ته ورسېد، هلته د مسلمانانو شمېر د ګوتو په شمېر و. خو نن — څلوېښت کاله وروسته — د ده په لاس لسګونو زره کوریايان اسلام ته داخل شوي، او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
د سيول ښار جامع مسجد "صدیق" د ده په لاس جوړ شو. دا مسجد د دعوت، روزنې او رڼا خپرولو مرکز وګرځېد. بیا یې په کوریا کې لسګونه نور مساجد او اسلامي مرکزونه جوړ کړل. په کوريايي ژبې په لسګونو کتابونه یې ولیکل — یوازې د عقیدې اصلاح لپاره یې ۲۳ کتابونه ولیکل.
یو ځل د مصر یو بډای تاجر، عبد اللطیف الشریف، ورته وویل:
"راځه، شریک شو، کاروبار وکړو، نفعه نیم په نیمه. ته به شتمن شې."
خو شیخ وویل:
"ما عرب هېواد، عزت، دولت او آرام ژوند د شتمنۍ لپاره نه و پرېیښی. زه دلته یوازې د خلکو د هدایت لپاره راغلی یم، زه د مال نه بلکې د آخرت اندېښمن یم."
دا تاجر چې دا خبرې واورېدې، ډېر متأثر شو او وې ویل:
"ښه نو زه څنګه مرسته کولی شم؟"
شیخ ورته وویل: "په دوو ښارونو کې لا هم مسجد نشته، هلته راته مسجدونه جوړ کړه."
عبداللطیف هماغه شېبه مسجدونو ته پیسې ورکړې. یو مسجد د "ابوبکر صدیق" او بل د "عمر بن الخطاب" په نوم جوړ شو — چې نن د کوریا له مشهورو مسجدونو ګڼل کېږي.
تر اوسه شیخ عبدالوهاب ۸۰ رسمي مسجدونه او په سلګونو دين ښوني او اسلامي مرکزونه جوړ کړي. هغه د کوریا د مرکزي مسجد امام و، د کوریا مفتي اعظم ګڼل کېده، او د دعوت یو ژوندی معجزه و.
هغه د شام د حلب له تاریخي ښار نه و. په ۱۹۴۱ کې زېږېدلی او له ۱۹۸۴م نه تر مرګه یې کوریا ته ځان وقف کړی و. ۷ زامن، ۳۵ لمسیان او زرګونه مسلمانان د هغه د دعوت میوه ده.
هغه به ویل:
"مسلمان حکومتونه د اسلام د خپراوي لپاره هېڅ کار نه کوي، دا د دوی غفلت دی، او دوی به قیامت کې مسؤل وي."
او نن، دا قرونِ اولیٰ ته پاتې مسافر، بالاخره خپل رب ته ورسېد.
د کوریا ښار سیوول کې تيره ورځ جنازه وشوه.
دا امت اوس د یوه ریښتني مؤمن، د یوه غیرتمند داعي او د یوه فداکار عالم له سیوري بې‌برخه شو.
الله دې شیخ ته اعلیٰ مقام ورکړي،
د هغه دعوت دې د کوریا د هر ښار، هر کلي او هر کور ته ورورسې،
او الله دې موږ ته هم د هغه د اخلاص، جرئت او صداقت نه یو څاڅکی نصیب کړي.
آمین ثم آمین.