No-IMG

غل چاته ويل کېږي؟!

غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې د‌موبايل او کمپيوټر  تښتونکي ته نه ويل کېږي  تر دې بدتر او ستر غله دادي:

هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره  لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي.

هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه  راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې کړي او له تا څخه د يوې ورځې پوره مزدوري واخلي.

هغه مامور او بل هر دولتي او نادولتي مسوول تر ټولو ستر غل دی چې په خپله په انټرنېټ او فيسبوک کې لګيا وي له ملګرو سره چټ کوي او تاته ووايي چې په عريضه پسې دې سبا راشه، ماسپښین راشه، اوس نه يم خلاص مصروف يم.

هغه چارواکی که ولسمشر وي، وزير وي يا والي او رييس وي  چې په درواغو خلکو ته وعدې ورکوي او د‌هغوی باور او اعتماد‌ پټوي تر ټولو سترغل دی.

د ښوونځي يا پوهنتون هغه استاد تر ټولو سترغل دی چې صنف ته بې تياري او امادګي ددې لپاره ننوځي چې هسې درسي ساعت واړوي ؛ زده کوونکي او محصلين تختې ته يو ،يو جګوي چې شاباش په نوبت راځئ کنفرانس ورکړئ يا يوه موضوع ارايه کړئ.

هغه درملتون والا او مسوول چارواکي تر ټولو غټ غله دي چې تاريخ تېر درمل پلوري او د صحت عامې د درملتونونو د کنترول چارواکي د ۵۰ افغانيو او يا يو بوتل ټوخي شربت په بدل کې په دې هرڅه سترګې پټي کړي.

هغه عالم ،ملا، او سپين ږيری ستر غل دی چې خلک يوه مسئله او ستونزه ور مخته کړي او دی حقه خبره نه کوي او ددې لپاره چې دواړه لوري(مدعی او مدعی عليه) راضي وساتي خبرې په خوله کې ژويي او د حق کتمان کوي او يا د يوه طرف حق هم دې بل ته ور نيمايي کړي چې راځئ  سوله په نيمايي ښه ده.

غلا يوازې په موټر کې جېب وهل او په لاره د‌چا مخ ته په نقاب کې درېدل ندي ، يوازې هغه کسان غله ندي چې په لاسو يې ټېټوګان او خالونه وهلي وي،وښي او لاسوندي يې په لاس کې اچولي وي او لوپر غوندې ببر او د‌خدای په قار ککړ معلومېږي.

غل کېدای شي بهترين عطرونه ووهي ، قيمت بيه ساعتونه په لاس کړي،تکې سپينې جامې او سپين پاجونه په سر کړي، د بهترينو مارکو والا پتلونونه واغوندي او ښې خوږې خوږې خبرې هم وکړي. او کېدای شي يوه ډله خلک هم ولري چې هر وخت يې د.دوی په ستاينه خوله شکولې وي.

هغه غله چې له قوارو سوډر او  لوپر معلومېږي تر هغو غلو چې شيک پوشان وي او عطرونه وهي خلکو ته لا يو څه دې تحمل وړ دي، خو دا دويم ډول غله چې ځان پاک سوچه او سپين چرګان بولي هيڅ د‌تحمل وړ ندي.

نو چې داسې حساب ورته وکړو د تاسې د کنټري

څو فيصده چڼولي به ترې راووځي؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک