موږ ولي پر نورو ژاړو؟! موږ باید پر ځانونو وژاړو!

که د ترکیې د ۲۰۱۶ع کال کودتا بریالۍ سوې وه نو اردوغان به له واکه لېري سوی وو؛ دا لومړی ځل نه وو چي په ترکیه کي داسي کار کېده؛ تر دې وړاندي هم یعني د اتاترک تر مړیني را وروسته ډېري کودتاگاني وسوې؛ تر ټولو څرگندي او مهمي فوځي مداخلې په لاندي ډول دي:
• ۲۷ مئي ۱۹۶۰ع کال (بریالۍ کودتا).
• ۱۲ مارچ ۱۹۷۱ع کال (د فوځي مېلمستیـا له لاري؛ یعني عملاً پر حکومت فشار او استعفیٰ ته اړ کول).
• ۱۲ سپټمبر ۱۹۸۰ع کال (بریالۍ کودتا، ستره او پیاوړې مداخله).
• ۲۸ فبروري ۱۹۹۷ع کال (د ټرانسپورتي فشار په بڼه؛ مشهور په "پوسټ ماډرن" کودتا).
• ۱۵–۱۶ جولای ۲۰۱۶ع کال (د ناکامي کودتا هڅي).
عموماً په ترکیه کي دغه پنځه کودتاگاني ترسره سوي؛ یعني تر اتاترک وروسته (۴ بریالۍ مداخلې: ۱۹۶۰ع، ۱۹۷۱ع، ۱۹۸۰ع، ۱۹۹۷ع؛ او د ۲۰۱۶ع کال یوه ناکامه هڅه). د دې تر څنگ ځیني نوري ناکامي هڅي هم سوي دي. خو ترکیه بیا هم په پوره ځواک، همغې زړې اردو او نورو ملي ارزښتونو سره پر خپل ځای ثابته ولاړه ده بلکي لا مترقي سوه او د نړۍ په سترو اقتصادي دولتونو او نظامي قوتونو کي شمېرل کېږي؛ نه ئې اردو منحل سوه او نه ئې پر ملي ارزښتونو سوالیه نښه راپورته سوه؛ فتح الله گولن هم سیکولر شخص نه وو؛ یقیناً به له اردوغان سره مخالف وو؛ خو هغه هم د اتاترک له ترکیې کرکه درلوده... اوس آیا د افسوس وړ هغوی دي که موږ؟! ژړا د چا پر حال په کار ده؟!!
پر ترکیې ژړا بې عقلي ده او د اردوغان پر ضد د ناروا کودتا په شپه ژړا او خفگان مناسب کار وو؛ اردوغان سوریه وگټله! ممکن دا کار فتح الله گولن نه وو کړی؛ فلهذا پر داسي کیسه ندامت د مؤمن سره نه ښايي.
الله دي د مظلومي کلابندي زمکي د اوربند او بریا زېری هم په موږ واوروي.