حقیقت دا دئ چي اسلامي نړۍ خپل رسالت تر یو حده اداء کړی

اکتوبر 6, 2025 - 08:21
 0  15
حقیقت دا دئ چي اسلامي نړۍ خپل رسالت تر یو حده اداء کړی

له خلکو خپل حیثیت او خپل مسائل هېر وي او د نورو د مسائلو بیا کافي حل لاري ورسره موجودي وي؛ زېلنسکي هم په عمومي اسمبلۍ کي د یوکرائن ستونزي مختصري یادي کړې تر څو د افغانستان پر مسائلو هم رڼا واچوي؛ وایي دا هېواد ئې هم واکمنانو همغسي تباه کړی لکه روسانو چي زموږ بېخ و بنیاد لړزولی.

زموږ له افراطي زېلنسکیانو دا هېره ده چي د ملگرو ملتونو دروازې ته نږدې هم افغان چارواکي نه پرېښودل کېږي؛ خو د دوی د تبصرو محور د اردوغان، الشرع، پزشکیان او شریف د ویناو پر نیمگړتیاو بحث دئ. دوی د مظلومي او مقدسي زمکي په پار د یوه لاریون جرأت نسي کولی خو اردوغان ته وایي تر عرب دیکتاتورانو وړاندي ور تېر سه او ملعون قام له صفحۀ هستۍ نه پاک کړه! په داسي حال کي چي دا زمکه لومړی عربانو محاصره کړې او بیا وروسته ملعون قام؛ نوره اسلامي نړۍ آن هلته بشري مرستي هم د دوی له لاسه په مناسب ډول نسي توضیع کولی نو د آزادولو تصور خو ډېر وروستی اقدام دئ.

د دې خبري ښه وضاحت د قطر په مثال ورکولو سره کولی سو؛ پر قطر ناروا برید وسو؛ بشپړي اسلامي نړۍ ملاتړ ورسره څرگند کړ؛ مصر او ایران د مؤثر اسلامي ځواک جوړولو وړاندیز وکړ، پاکستان او ایران په ډېر صراحت سره وویل چي له ملعون قام سره باید بلاقید و شرط پرېکون اعلان سي تر څو هغوی د ۱۹۷۰ع لسیزي ته ستون او کلابند سي؛ خو قطر ډېره نرمي څرگنده کړه؛ ممکن د امریکایانو له وېري او عربانو له عملي پرېکون سره په سکوت غوره کولو مخالفت وکړ؛ نو چي کله دوی خپله خپل ستونزي نه حل کوي په دې کي به د نوري اسلامي نړۍ واکمنان څه ورسره وکړي؟! سعودي له پاکستان سره دفاعي تړون لاسلیک کړ؛ ایران په ډېر وضاحت سره تايید کړ؛ تر دې نور باید څه وکړي؟!! د OIC او عرب لیگ د غونډي د ناکامۍ اصل سبب همدا عرب هېوادنه دي. د مظلومي زمکي د قـ.تلِ عام او کلابندۍ اصل مجرمین هم متحده ایالات او د دوي لخوا مسلط کړي عرب دیکتاتوران دي.

؛ ملتونو ئې په میلیوني لاریونونو له هغوی سره خواخوږي څرگنده کړېده؛ دا ستونزه اوس اصلاً غربي واکمنان، عرب دیکتاتوران او د دوی لخوا یرغمال سوي او وېرېدلي ولسونه حل کولو ته نه پرېږدي.