د کلابندي سیمي د اوربند پلان که د ریویرا Rivera کاپي؟!

اکتوبر 6, 2025 - 08:36
 0  9
د کلابندي سیمي د اوربند پلان که د ریویرا Rivera کاپي؟!

د ولسمشر ټرمپ د ۲۱ مادو د اوربند پلان مهم ټکي په لاندي ډول دي:

•  په ۷۲ ساعتونو کي د ټولو اسیرانو خوشي کول.
•  د کلابندي سیمي څخه د ملعون فوځ مرحله‌ وار وتل.
•  د یو نړئوال بنسټ جوړول چي د مقاومت زمریان بې‌ وسلې کړي او د کلابندي سیمي له بیارغوني څارنه وکړي.
•  د نوي موقتي ادارې جوړول چي په هغې کي د مقدسي زمکي (ممکن د عباس د اجیري ادارې) او نړئوال متخصصین شامل وي؛ اما د مقاومت ډلو ته به په دې برخه کي هیڅ رول نه ورکول کېږي.
•  تر هغه وخته چي د مقدسي زمکي د ادارې اصلاحات بشپړ نه سي؛ نړئواله څارنه به دوام لري.

په خبري کنفرانس کي د ټرمپ او نتن یابو څرگندوني:
ټرمپ د مقاومت له ډلو نه وغوښتل چي د اوربند د پلان شرایط ومني او باور ئې څرگند کړ چي دوی به په دغو شرایطو راضي وي.
نتن یابو وویل: که "د مقاومت ډلي" تړون و نه مني یا په نیمایي کې شاتگ وکړي نو ملعون قام به پخپله کار بشپړ کړي. د نتن یابو په وینا؛ دا پلان د کلابندي سیمي لپاره یوه "حقیقي او عملي تگلاره" ده او زموږ د جگړي اهداف ترلاسه کوي. ده زیاته کړه چي د ملعون قام وتل به له کلابندي سیمي نه په تدریجي توگه وي او د مقاومت د بې‌ وسلې کېدلو له څرنگوالي سره به تړاؤ ولري.

ټرمپ وویل چي عرب او اسلامي هېوادونه په دې موافق دي چي کلابنده سیمه باید بې‌ وسلې سي او دا چي په سیمه کي د "نوي منځني ختیځ" هیلي اوس په څرگنده لیدل کېږي. په پلان کي همدارنگه ویل سوي چي ملعون قام به پر کلابنده سیمه یرغل نه کوي او نه به ئې له ځان سره یوځای کوي او هیڅوک به په زوره له سیمې نه ایستل کېږي. خو ملعون قلم به د یوه "امنیتي کمربند" په چوکاټ کېيشتون ولري.

دا تړون ولي ملعون قام ته ډېر اړین بلل کېږي؟!

دا ځکه یاد تړون د ملعون قام نړئواله انزوا ختموي، د جرمونو نړئوالي محکمې له محاسبې ئې خوندي کوي، د فوځي ماتي اغېز ئې پټوي، په اسلامي نړۍ کي د ملعون قام او ډارنو واکمنانو پر ضد رامنځته سوې کرکه کابو کوي او په کلابنده سیمه کي د ملعون قام ناکامي جبرانوي؛ دا ټول هغه اهداف دي چي اوس به ئې امریکا د ترسره کولو هڅه کوي.

خو که زمریان دا تړون و نه مني نو د امریکا ټولي هڅي به شنډي سي. د زمریانو له ملاتړ پرته په غزه کي نه سوله راتلی سي او نه هم دایمي امن او ثبات. برعکس به دا د یوې نوي جگړي پیل وي.

بل لور ته؛ د مقاومت ډلو اعلان کړی چي دوی تر اوسه د وړاندیز سوي تړون مسوده نه ده ترلاسه کړې.
په تصویر کي ذکر سویو هېوادونو دا طرحه او وړاندیز او د ټرمپ هڅي ستایلي او په گډه اعلامیه کي ئې له هغه مننه کړېده.

د مسودې انگرېزي متن او نقشه په کمنټ کي کتلی سئ!