مصــر له غــزې غلا شوی مال پــېـري!

د شهید محمد مرسي نظام به ولي له منځه نه تلی؟ په ۲۰۱۲ع کال کي چي کله د محمد مرسي د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره سول؛ په لومړنۍ نشر سوې وینا کي ئې وویل: تمر Tamar د فلسطین او لبنان مشترک مِلکیت دئ. تر دې وینا فقط یو کال وروسته پر محمد مرسي ناروا کودتا وسوه؛ د انتهائي وحشت په نتیجه کي بالاخر شپږ کاله وروسته له "ثورة" یعني عقرب زندان څخه د شهید محمد مرسي جنازه را وایستل سوه.
ټائمز آف اسرائیـل لیکي: مصر په بحیره روم کي د غزې له اوبو څخه را ایستل سوی قدرتي گاز له اسرائیل څخه رانیسي. د لیویاتن Leviathan په نوم دا مشهوره د گاز ساحه په ۲۰۱۰ع کي موندل سوې وه؛ چي د پیدا کولو د پیل چاري ئې امریکایي شرکت نوبل انرجي Noble Energy تر سره کړي؛ تر دې وروسته په ۲۰۲۰ع کال کي Chevron شرکت نوبل انرجي شرکت وپېری؛ په دې توگه په Leviathan شرکت کي د Chevron شرکت ونډه ۳۹.۶۶% سلنه سوه. په دې شراکت کي اوس سهیم شرکتونو او ونډي ئې په لاندي ډول دي:
• شیورون Chevron: امریکا ۳۹.۶۶% سلنه
• نیومیډ انرجي New Med Energy: اسرائیل ۴۵.۳۴% سلنه
• ریشن انرجیز Ration Energies: اسرائیل ۱۵% سلنه
لیویاتن گار ساحه له Tamar ساحې نه د جنوب غرب پر لور تقریباً ۵۰۰۰-فټه په ژورو اوبو کي واقع ده؛ دلته په تجارتي موخه د گاز استخراج په ۲۰۱۹ع کي پیل سو. د ساحې مجموعي ذخیره ۳۵۰۰۰-میلیارده مکعب فټه ده؛ یا تقریباً ۹۹۰ میلیارده (35,000 × 10⁹ cu ft) مکعب میتره (bcm) په گوته سوېده. دا ساحه په جغرافیایي ډول Offshore Gaza ده؛ خو یرغلگر کله د چا دلیل مني؟!
همداسـي د Tamar گاز ساحه هم په Offshore Lebanon کي واقع ده؛ چــي د ملکیت پر اساس ئې لبنان په ملگرو ملتونو کي رسمي احتجاج او عریضه ثبـت کړېده؛ خو: چي ډنډه زما سره ده؛ غوا څنگه ستا ده؟! همدا اوس د ترسره سوي تړون له مخي به مصر تر ۲۰۴۰ع کال پوري ۱۳۰ میلیارده مکعب میتره 130 bcm گاز رانیسي؛ چي بیه به ئې ۳۵ میلیارده ډالر وي. دا د فلسطیني وسائلو د غلا لومړنۍ پېښه نه ده؛ دوه کاله وړاندي د متحده عرب اماراتو دولتي شرکت مبادله پیټرولیم په Tamar گاز ساحه کي یو میلیارد ډالر سرمایه گذاري کړې وه.
ژباړه: د استاذ مسعود ابدالي صاحب له وال نه
محمد هاشم شاهین