اسد الله شهاب

No-IMG

اسد الله شهاب

اسد الله شهاب د استاذ جمعه خان نورستاني زوی د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی تحصیلي درجه: ماسټر (فقه او قانون) او د نهضت اسلامي د سپيڅلي کاروان يو متعهد لاروی دی.

د اسد الله شهاب لیکنی

د فلسطين بنديانو داستانونه واقعا ځوروونکي دي

په فلسطين کې د تازه ازاد شويو بنديانو له راخوشې کېدو وروسته په رسنيو کې وينو چې هر دويم او درېيم بندي يې دردوونکی داستان لري... له چا سره شل کلن زوی لومړي ځل لپاره ويني... د چا دوه درې لوڼې له ماشومتوب وروسته شل پنځه ويشت کاله وروسته خپل پلار په داسې حال کې ويني چې لوڼې يې واده شوې دي او پلار يې سپين‌ږيری... ځينې داسې دي چې نامزاد يې ورته لس کاله انتظار کړی دی... ځينې د واده په دويمه اونۍ يا د واده په لومړنيو مياشتو کې نيول شوي او چې راوځي، خاوند او مېرمن دواړه له مخونو زاړه او نحيف ښکاري... ځينې چې راخوشې شوي، ټوله کورنۍ يې د وحشيانو په وحشت د لاسه ورک...
نور ولوله

د مکسیکو ولسمشره کلودیا شینباوم د ټرمپ په ځواب کې وایي

1. تاسو د هېواد په پوله دیوال جوړولو لپاره رایه ورکړه؟ ښه، ګرانو امریکایانو!  که څه هم تاسو د جغرافیې په اړه ډېر نه پوهېږئ، ځکه "امریکا" ستاسو لپاره یوازې یو هیواد دی، نه یوه قاره (لويه وچه)، نو ښه به وي چې د ديوال د لومړنۍ خښتې له ایښودو مخکې پوه شئ چې د دې دیوال تر شا ۷ میلیارده انسانان (ممکن د باقي نړۍ نفوس به يې هدف وي) ژوند کوي. 2. که "انسانان" نه پیژنئ، نو "مصرف کوونکي" به یې وبولو! دا ۷ میلیارده مصرف کوونکي چمتو دي چې په ۴۲ ساعتونو کې دننه خپل iPhone د Samsung یا Hua...
نور ولوله

آیا زه غل یم؟

قدرمن دکتور محمد الفقيه يوه ليکنه خپره کړې ده، خوند يې راکړ، نو پښتو ته مې واړوله، څو تاسو يې هم ولولئ. ليکلي يې دي: یو سوډاني ورور ډېره په زړه پورې مقاله لیکلې چې سرلیک یې "آیا زه غل یم؟" دی. په دې مقاله کې هغه دوه پېښې یادې کړې دي چې ورسره مخ شوی و. لومړۍ_پېښه: دی لیکي: ما په آیرلېنډ کې د طب پوهنځي امتحانونه ورکول. د امتحان فیس 309 پاونډه و، خو ما سره ماتې پیسې نه وې، نو ما 310 پاونډه ورکړل. امتحان مې ورکړ، وخت تېر شو، او بېرته خپل هېواد، سوډان، ته راغلم. یو وخت مې د آیرلنډ نه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې لیکل شوي وو: ...
نور ولوله

د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍ‌والو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي

ځينې دوستان د غزې د حالاتو په اړه له دې ځايه داسې تبصرې کوي چې هغوی تباه او برباد شوي دي، فلهذا له ژړا پرته بايد بل هيڅ کار ونه کړي او په مقابل کې صهيونيستي رژيم هر ظلم په پټو سترګو ومني، د غلامۍ هر حالت ته غاړه کېږدي او دښمن ته د خپلې ځمکې، آبرو او شرف ټول اختيار ورکړي چې هر څه کوي؛ کوي دې... يا دې د (د بېغيرته دې يم خو ژوندی دې يم) په مصداق فقط د ژوند کولو فرصت دې قبول کړي... دغو دوستان دې ته متوجه وي چې د کور په حال خپله د کور خلک ښه پوهېږي، د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍ‌والو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي، نو زمونږ او يا ستاسو تبصره چې د هغوی له باختياره ارادې، پاليسۍ او تصميم سره مخالفه وي، هيڅ ځای نه نيسي. مونږ بايد دا خبره درک کړ...
نور ولوله

سياست او د پيغام رسولو ډپلوماسي

ويل کېږي چې حجَّاج بن يوسف الثقفي د (هِند) په نامه له یوې ښځې سره واده وکړ، په داسې حال چې نه د هغې خوښه وه او نه يې د پلار... بس حجاج د وخت چارواکی و، د حالاتو جبر و او د زور خبره!! کله يې چې د واده یو کال تېر شو، یوه ورځ يې په کور کې هِند د آینې مخې ته ناسته وليده چې ځان يې جوړولو او لاندیني بيتونه يې زمزمه کول: وَمَا هِنْدُ إِلَّا مُهْرَةٌ عَرَبِيَّةٌ *** سَلِيلَةُ أَفْرَاسٍ تَحَلَّلَهَا بَغْلٌ فَإِنْ وَلَدَتْ مُهْرًا فَلِلَّهِ دَرُّهَا *** وَإِنْ وَلَدَتْ بَغْلًا فَقَدْ جَاءَ بِهِ البَغْلُ یعنې: هند یوه اصیله عربۍ اسپه (مُهرة) ده چې نسل يې له اصیلو اسونو اخيستی دی، خو په زور یو قچر ورسره يوځای شوی دی. که یې بچی مُهر شو، نو شاباس دې...
نور ولوله

دين د انساني ټولنې فطري اړتيا ده

انسان ټولنيز مخلوق دی، ټولنيز مخلوق د منظَّم، مهذَّب او مثقَّف ژوند لپاره يو شمېر ټولنيزو اصولو او قواعدو ته اړتيا لري، د ژوند دغه قواعد او اصول نن سبا د قانون په بڼه پېژندل کېږي، مونږ نن سبا په نړۍ کې مختلف قوانين لرو، په قوانينو کې تر ټول ښه قانون هغه وي چې د انسانانو د ژوند د چارو د تنظيم او تهذيب لپاره په کې جامع، معقول او منطقي لارښوونې شوې وي او د دې قانون جوړوونکي او تشريح کوونکي پوه او عادل اشخاص وي. دينونه اصل کې همدا قوانين دي، بلکې دينونه د نړۍ په اوسنيو هېوادونو کې  له معاصرو او نافذو قوانینو ډېر شامل او جامع ځکه دي چې اديان عموما د مادي ژوند تر څنګ د انساني ژوند معنوي او رواني اړخ هم رانغاړي، خو دا چې دا دينونه چا جوړ کړي او چا تشريح کړي دي؟ د دې برخې په پېژندلو سره مون...
نور ولوله

تاریخ د چارواکو غفلت هم په خيانت حسابوي

دا اوس چې ځينې مشهور اشخاص او چارواکي د تاريخ په حواله رټل کېږي، کردار او کړنې يې د اوسني عصر د انسانانو لپاره د شرم او خجالتۍ دليل ګرځي، نو داسې نه ده چې دوی به په خپل وخت کې هم په اوسني شکل خلکو ملامت کړي وو، بلکې دوی ته په خپل وخت چې دغه کړنې يې ترسره کولې، د دربار چاپلوسانو، متملقينو او مضرو محافظه کارانو ويل چې بس تاسو مشران ښه پوهېږئ، تاسې د اللّٰه تعالی غوره کړل شوي خلک ياست، تاسو چې هر څه کوئ د اللّٰه تعالی استازي ياست، د خدای تعالی په نصرت او توفيق يې کوئ، تاسو د ولس او وطن په خير ياست، ستاسې نقد ستاسې تخريب او توهین دی، ستاسې هر ناقد ستاسې او د ولس بدخواه دی... او داسې نورې متملقانه خبرې! خو وروسته د قضاوت پر مهال تاريخ بيا دغه چاپلوس درباريان او متملقين نه پېژني، نه يې يادوي او...
نور ولوله

انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي

انسان اجتماعي مخلوق دی، په ټولنه کې د ښه ژوند لپاره مجبور دی لوړې ژورې وويني او ځان مخکې له مخکې دغو لوړو ژورو لپاره ذهنا چمتو وساتي، په انسانانو کې څوک چې څومره ډېر قانع دی، هومره به په رواني لحاظ خوښ وي، او څوک چې څومره بې قناعته وي، په هماغه اندازه به يې ذهني ناارامي ډېره وي. انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي، ايثار او قرباني يې زده وي او بايد يې عملي کړي، ځکه چې دا د ژوند طبيعت او فطرت دی. زه شخصاً په ډېرو مادي شيانو کې تنازل ته ذهنا آماده يم، البته يوازينی شی چې تنازل په کې نه شم کولای، هغه ذهني قناعت دی او په پټو سترګو په يو شي باور کول دي. زما په نظر انسان بايد په دې بر...
نور ولوله

ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼه‌کوونکي خوښوي

له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې ما حتی له ډېرو ښو او نېکنامو خلکو دا اورېدلي چې نورو ته په توصیه کې وايي: ښه مه کوئ، بد نشته! له خپلو تجربو يې وايو، مونږ ته تل زمونږ ښېګڼې بدې شوې دي!! مطلب ښکاره خلک هڅوي چې که له چا سره ښېګڼه ونه کړئ نو د خلکو له بدو به په امن کې ياست، او دا خبره اکثراً د خپلوانو او ملګرو په حق کې کېږي. مګر دا خبره د قرآن کريم او د صحيحو احاديثو د صريحو لارښوونو خلاف ده، اللّٰه تعالی په عمومي ډول عام حکم فرمايي: ﴿وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾(١٩٥)  البقرة ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼه‌کوونکي خوښوي. همدا ډول له هغه چا سره چې بدي راسره کوي، د هغوی په اړه د قر...
نور ولوله

فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده

فقر يو لوی مُنکَر دی، رسول الله عليه السلام ترې په خپلو دعاګانو کې پناه غوښتې ده بلکې فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده، ځکه چې ډېرې نورې بدبختۍ او منکرات د فقر په سبب راپيدا کېږي. نبي عليه السلام د منکراتو په اړه عامه وينا فرمايلې ده: ((مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ)) يعنې: څوک چې په تاسو کې منکر وويني نو د هغه د لمنځه وړلو لپاره دې لاس په کار شي، که يې توان نه درلود نو د دغه منکر د لمنځه وړلو لپاره دې په ژبه مبارزه وکړي، عامه پوهاوی، نيکې مشورې او اړوندو خلکو ته لارښونې دې وکړي، که يې د...
نور ولوله

ستر ظالمان هغه دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي

الله تعالی په قرآن کریم کې ځای ځای هغه خلک ډېر ستر ظالمان بللي دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي يعنې د يو چا په جهنمي کېدا حکم کولو، د اللّٰه تعالی په آدرس او پرته د قطعي دلايلو د يو کار پر خلکو لازمي کولو او يا په دين کې د حرامو د دایرې پراخولو او د حلالو او مستحباتو د دایرې راتنګولو کې بې پروايي کوي. قرآن کریم د بېلګې په ډول اهل کتاب خصوصاً يهود د دې کار مرتکبين راپېژندلي دي او په همدې کارونو الله تعالی په آخرت کې د وعيدونو او عذابونو ژمنه ورسره کړې ده. خو د تعجب ځای دا دی چې په همدې کارونو کې مونږ مسلمانانو په شعوري او لاشعوري بڼه د يهودو هاغسې تقليد پيل کړی دی، د کوم تقليد چې نبي علیه السلام په يو حديث کې يادونه...
نور ولوله

د يو هدف وضاحت کول غواړم

زه ذاتا د اشخاصو تنقيد نه خوښوم چې يو فرد دې من حيث فرد د نقد هدف وګرځول شي مګر نن چې کوم شخص تاسې يې په دې پوسټ کې انځورونه وینئ، د ده په اړه د ليکنې تر شا د يو هدف وضاحت کول غواړم ، ځکه يې انځورونه له تاسو سره شريکوم، اګر دلته هم زما هدف د دې شخص نقد کول نه دی. دا شخص دکتور سيد محمد علي الحسيني نومېږي، د لبنان 12امامي شيعه عالم دی، په شيعه‌ګانو کې هغه اماميه ډله چې د اسلامي امت ځيني افراطيان يې مطلق کافره بولي، خصوصاً د سعودي د علماو اکثريت يې، حتی په دې خبره د سعودي د يو شمېر لويو لويو علماوو فتوی او تصريحات هم موجود دي. په انټرنېټ کې يې لټولی او لوستلی شئ. خو د تعجب خبره دا ده چې دغه امامي عالم محمد علي الحسيني يې ترې مستثنی کړی دی، په ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک