مهم ترين های امروز شنبه
✒️: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون طلوعنیوز ته ویلي، نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان د پوځي رژیم ځواکونو تورخم ښارګوټي کې یو سوداګریز مارکیټ هدف ګرځولی و چې له امله یې له ۱۵۰ ډېرې هټۍ سوځېدلې دي.
د هغه په خبره، دې پېښه کې هټۍوالو ته نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
✒️: وزارت اطلاعات ایران به «ستون پنجم» در مورد ارسال تصاویر جنگی هشدار داد.
وزارت اطلاعات ایران میگوید که «مزدوران» امریکا و اسرائیل از مکانهای بمباران شده عکس میگیرند و تصاویر را به «شبکههای تروریستی ماهوارهای» و رسانههای آنلاین خارج از ایران ارسال میکنند.
این وزارت در بیانیهای که توسط رسانههای دولتی منتشر شد، اعلام کرد که این افراد به عنوان «ستون پنجم» اسرائیلیها و «چشم» آنها در داخل کشور عمل میکنند.
در بیانیه آمده است که این «سربازان اسرائیل» تحت نظر هستند و طبق قانون «به شدت» مجازات خواهند شد.
✒️: به دنبال عذرخواهی مسعود پزشکیان، رئیسجمهور ایران از کشورهای منطقه، دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا گفته است: «ایران از همسایگان خود در خاورمیانه عذرخواهی کرده، در برابر آنها تسلیم شده و قول داده است که دیگر به سوی آنان شلیک نکند.»
ترمپ در تروث سوشال نوشت: «این وعده تنها به دلیل حملات امریکا و اسرائیل داده شد. آنها به دنبال تسلط و حکمرانی بر خاورمیانه بودند.»
او افزود: «ایران دیگر قلدر خاورمیانه نیست، بلکه بازنده خاورمیانه است و این وضعیت برای چندین دهه ادامه خواهد داشت تا اینکه تسلیم شود یا احتمالاً بهطور کامل فروپاشد! امروز ایران ضربه سختی خواهد خورد! مناطق و گروههایی از مردم که تاکنون هدف قرار نگرفته بودند، به دلیل رفتار بد ایران، اکنون برای نابودی کامل و مرگ حتمی تحت بررسی جدی قرار دارند.»
وی تصریح کرد: «این نخستین بار در هزاران سال است که ایران از کشورهای اطراف خود در خاورمیانه شکست خورده است.»
گفتنی است که در پی حملات اخیر ایران بر کشورهای منطقه در جریان جنگ با امریکا و اسرائیل، مسعود پزشکیان، رئیسجمهور ایران، امروز (شنبه) از این کشورها عذرخواهی کرد و اعلام نمود که چنین حملهای صورت نخواهد گرفت مگر اینکه ایران توسط این کشورها مورد حمله قرار گیرد.
✒️: مسعود پزشکیان، رئیسجمهور ایران، در اظهاراتی تازه گفته است تهران بر حفظ و تداوم روابط دوستانه با دولتهای منطقه بر مبنای حسن همجواری و احترام متقابل به حاکمیت ملی و تمامیت سرزمینی همواره تاکید دارد.
آقای پزشکیان در صفحه ایکس خود نوشته است: «ما تا پای جان برای دفاع از کشورمان ایستادهایم و مقاومت میکنیم. عملیات دفاعی ایران منحصراً علیه اهداف و امکاناتی میباشد که منشا و مبدا اقدامات تجاوزکارانه علیه ملت ایران هستند و ما آنها را اهداف مشروع خود میدانیم.»
او تاکید کرد: «این امر نافی حق ذاتی ایران برای دفاع از خود در برابر تجاوز نظامی امریکا و رژیم صهیونیستی نیست.»
وی افزوده است: «ما به کشورهای دوست و همسایه خود حمله نکردهایم بلکه پایگاهها، تاسیسات و امکانات نظامی امریکا در منطقه را هدف قرار دادهایم.»
✒️: رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې هرمز تنګی په بشپړه توګه نه دی تړل شوی، بلکې یوازې د امریکا او اسراییل اړوند کښتۍ نشي کولی له دې تنګي تېرې شي.
تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسدارانو یوه قومندان ویلي و چې هرمز تنګی یې تړلی او له دې لارې هره تېرېدونکې کښتۍ به په نښه کړي.
✒️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د امریکا د دفاعي شرکتونو له مسوولینو سره یې د پوځي تجهیزاتو د تولید کچې د لوړولو په اړه غونده کړې ده.
ټرمپ پر تروټ شوسل ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې په دې غونډه کې یې هوکړه کړې چې د پوځي تجهیزاتو د تولید کچه څلور برابره لوړه کړي څو د هغه په خبره، «ژر تر ژره د تولید تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږو.»
✒️: ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی امیر سعید ایرواني وایي، پر ایران د امریکا او اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ سوه او ۳۲ ملکیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
امیر سعید ایرواني زیاته کړې چې ایران په منځني ختیځ کې پر غیر پوځي سیمو د بریدونو په اړه پلټنې کوي.
هغه د ایران د نوي رهبر په ټاکنه کې د رول لرلو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې له اصولو سرغړونه ده او ایران به هېڅکله هم بهرنیو ځواکونو ته د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.
✒️: ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د سیمې د ځینو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون به دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د راپور پر بنسټ د یوناما د فعالیتونو او په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو د وضعیت په اړه مالومات وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې د چین له لوري د یوناما د ماموریت غځولو لپاره پر وړاندیز شوي پرېکړه لیک هم د غړو هېوادونو بحثونه پیل شوي دي.
امنیت شورا ویلي چې تر غونډې وړاندې به پاناما د فرانسې، ډنمارک او کولمبیا په ګډون د هغو هېوادونو په استازولۍ چې د ښځو، سولې او امنیت ملاتړ کوي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه وغندي.
✒️: د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د پټرولو او ډیزلو د هر لېټر بیه ۵۵ پاکستانۍ کلدارې لوړه کړه.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پټرولیم وزیر علي پروېز ملک له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوې او لامل یې په منځني ختیځ کې روانه جګړه بلل شوې ده.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه نوي راپور کې ویلي، افغانستان او پاکستان کې د وروستیو نښتو له امله وضعیت ترینګلی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په دواړو هېوادونو کې د روانو نښتو له امله ګڼ خلک بې ځایه شوي دي.
د راپور لهمخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان بې ځایه شوي دي.
یو اېن اېچ سي آر له ښکېلو غاړو غوښتي چې ملکي وګړو ته د ځانونو د خوندي کولو په موخه له کرښې د اوښتلو را اوښتلو اجازه ورکړ شي.
✒️: د اسلامي علماو د نړۍوال اتحاد مشر، علي محیالدین القرهداغي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې د سمدستي بندېدو فتوا ورکړې ده.
قرهداغي په هغه فتوا کې چې پر اېکس یې خپره کړې پکې ویلي، د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلامي لارښوونو خلاف ده او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې باید ژر تر ژره ودرول شي.
هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې جګړه د روژې د وروستیو لسو شپو تر پیل مخکې ودروي او د اختلافاتو د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب خبرې پیل کړي.
قرهداغي ټینګار کړی چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او باید د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ پیاوړی شي.
✒️ : پوتین له پزشکیان سره خبرو کې د جګړې سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ایراني سیال، مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
پوتین یو ځل بیا د جګړې د سمدستي بندېدو، د زور د کارولو د ردولو او د ایران او منځني ختیځ د ستونزو د ډیپلوماتیک حل غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي چې په دې تړاو د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو له مشرانو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.
په دې خبرو کې مسعود پزشکیان د ایران له خلکو سره د روسیې د یووالي او ملاتړ مننه کړې او د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړي دي.
✒️: علیرضا بیکدلی، سرپرست سفارت ایران در کابل، میگوید که روند تجارت میان ایران و افغانستان بدون وقفه ادامه دارد.
به گفته او، دولت ایران برای تسهیل واردات و صادرات در مرزهای دو کشور، تسهیلات ویژهای در نظر گرفته است.
او افزوده است که همکاریهای ایران و افغانستان در ۴۸ سال گذشته تحت تأثیر هیچ جنگ یا مداخله خارجی قرار نگرفته و نمایندگیهای ایران با تمام توان در حال خدمترسانی به بازرگانان دو کشور هستند.
✒️: په مسقط کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست، حافظ عمر د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر، السید بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه د سیمي او نړۍ د ورستیو پېښو او بدلونونو په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی.
له یاد سفارت خپره شوې خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې ښاغلي عمر د افغانستان موقف او د عمومي وضعیت په اړه معلومات شريک کړل او همداراز یې د سيمې د بېثباته کولو لپاره د ځينو کړیو له شومو هڅو يادونه وکړه.
✒️: دانلد ترمپ، رییسجمهور ایالات متحده، ادعا کرده است که در پی حملههای نظامی امریکا و اسراییل، ایران تعهد کرده که دیگر به همسایههای خود حمله نکند.
ترمپ در شبکه اجتماعی اش (تروث سوشال) همچنین گفته که ایران دیگر «قلدر خاورمیانه» نیست و مدعی شده که این کشور با فشارهای بیسابقه روبهرو شده است.
✒️: ملګرو ملتونو ویلي، شپږ میاشتې کېږي د اسلامي امارت له لوري افغان ښځینه کارکوونکو ته د دغه سازمان دفترونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي او د دغه بندیز د پایته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې، سوزن فرګوسن، د مارچ اتمې، د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، د افغان ښځو له ونډې پرته مرستندویه ادارې نهشي کولی ښځو او نجونو ته مناسبې او خوندي مرستې ورسوي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د دغه بندیز دوام کولی شي د ژوند ژغورونکو مرستو پر رسولو منفي اغېزې وکړي.