د هرمز تنګي په سر د تعرفې لګول لا یقیني نه ده
د هرمز تنګي په سر د تعرفې لګول لا یقیني نه ده، خو دا د امکان څخه لرې خبره هم نه ده او امریکا به یې په ډېر خوشاله زړه مني. زمونږ وطنداران فکر کوي چې د هرمز تنګي له لارې امریکایان نفت واردوي، خو دا انګیرنه سمه نه ده. که تاسې لږ ځان په زحمت کړئ او له ګوګل څخه هم پوښتنه وکړئ چې د هرمز تنګي د لارې تر ټولو ستر واردونکي هیوادونه کوم دي، نو هغه به تاسې ته دا لاندې لیسټ درکړي؛
۱- چین، تقریباً ۳۷ فیصده یا ۵.۴ ملیون بیرله د ورځې
۲- هندوستان، تقریباً ۱۴ فیصده یا ۲ ملیون بیرله د ورځې
۳- جنوبي کوریا، تقریباً ۱۲ فیصده یا ۱.۷ ملیون بیرله د ورځې
۴- جاپان، تقریباً ۱۱ فیصده یا ۱.۶ ملیون بیرله د ورځې
۵- اروپا تقریباً ۳.۸ فیصده یا یا ۰.۶ ملیونه بیرله
او دوی پسې بیا امریکا ده چې تقریباً ۲.۵ فیصده یا ۰.۴ ملیون بیرله د ورځې نفت د دې لارې خپل ځان ته تامینوي. یعنې د دې لارې ۹۷.۵ فیصده د نفتو واردات د نورو هیوادونو دي او هغه کې ۳۷ فیصده د امریکا تر ټولو ستر رقیب دي.
دغه شرایطو کې چې زه هم ډونالډ ټرمپ اوسیږم، ایرانیانو ته وایم چې نور شرایط زما ومنئ، او ۲۰ ملیارده ډالره زه درکوم، چې هرمز تنګي کې ګمرک جوړ کړئ، او تعرفې وضع کړئ چې چین ته انرژي ګرانه پریوځي.
دنیا د ګټو دنیا ده، هر څوک خپلو ګټو ته ګوري، او د هرمز تنګي په ګمرکي تعرفه یا ترانزیتي تعرفه کې د امریکا تاوان نشته دی او غیر مستقیم ګټه شته دی ځکه چې هندوستان او چین ته به انرژي قیمت تمام کیږي او دغه دوه هغه هیوادونه دي چې وده یې ډېره چټکه ده، او په نړیوال سیاست کې خو چین د امریکا رقیب دی، او هندوستان هغه شان د امریکا ملاتړی نه دی لکه څنګه چې اروپا، جاپان او جنوبي کوریا ده.
دې کې نورې ډېرې خبرې او اګر مګر هم شته دی، خو هغه به بل وخت ته پرېږدو.