روسان له افغانستان نه چا و ايستل؟ مجا...هدينو؛ / نجيب ؛ او که د امريکا سټينګرو؟
د اسلامي انقلاب وروستۍ ورځې د مسلمانانو لپاره ډېرې خوش آیندې وې ؛ مجا ...هدينو پراخې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، او د فتو..حاتو لړۍ يې ورځ تر بلې په پراخېدو شوه .
روسان د افغانستان له اشغال نه نهيلي شوي وو ؛ نه يې په نظامي او اقتصادي لحاظ جنګ ته دوام ور کولی شوای ؛ او نه يې پر نړيوال ستېج زياتېدونکي تنفر ته ځواب لاره . د نړۍ اکثرهېوادونه له شورويانو سره د مخالفت پر ممبر درېدلي وو ؛ ځکه خو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څلوېښتمه ناسته کې يوسل درويشت هېوادونو پر افغانستان د شوروي چپاو غندنه وکړه . ددې معنا داوه چې روسان پړه وبلل شول او د افغان جهاد.. پرمشروعيت نړيواله اجماع را منځته شوه .
د مجا...هدينو ورځنۍ زیاتېدونکې بریاوې او د شوروي يرغل په وړاندې نړيوال مخالفت ؛ روسانو ته دا پیغام لاره چې جنګ نه شي ګټلی او دوام يې د سرې امپراتورۍ په زوال منتج کېدای شي .
جنرال ګروموف وايي چې موږ د يرغل په شپږم کال خپله ناکامي احساسوله او دې پايلې ته رسېدلي وو چې د جګړې دوام د شورويانو په زيان تمامېدای شي ....
دغه احساس په چټکۍ سره په لوړ پوړو پوځيانو کې خپور شو ؛ ځکه خو شوروي واکمنان مجبور شوو چې د خپلو پوځونو په انسحاب غور وکړي .
د ۱۹۸۷ وم کال په پسرلي کې د روسي مشرانو ترمنځ ؛ له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د انسحاب په څرنګوالي اوږدې خبرې وشوې ...
« دورينين »، « اخرامييف »، « ګورباچف »، « چريکوف » ، « ګروميکو »، « سا لومنڅوف » او يو شمېر نور مهم روسي ارکان ددغه مجلس ګډونوال وو، د دوی د مجلس اجندا داوه چې په څه ډول د خپلو ځواکونو ايستل عملي کړي ؛ له کوم ځایه يې پيل کړي او په کوم ځای يې پای ته ورسوي.... د نظرياتو تر تبادلې وروسته دوی پرېکړه وکړه چې لومړی کارمل په نجيب بدل کړی شي او بيا د «ملي روغې جوړې » تر سرليک لاندې بين الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي ....
د اجندا دوهمه برخه دا وه چې نجيب ماسکو ته وغوښتل شي او ددغې پرېکړې په عملي لارو چارو ورسره خبرې وشي ....
جنرال ګروموف د خپل کتاب په ۴۲۰ مخ کې کښلي چې : « ... شوروي ګوندي سلاکارانو داسې ستراتېژي طرحه کړه چې هدف يې د کورنۍ لانجې غوڅول ؤ، دغه ستراتېژي په ټوله نړۍ کې د ملي روغې جوړې په سياست مشهوره شوه . موږ پوهېدو چې زموږ د هيلو پلي کېدل به خورا ګران وي، د هېواد د خاورې په سلو کې اتيا او ورسره جوخت د افغانستان د وګړيو غوڅ اکثريت د مجاهدينو تر کنترول لاندې ؤ، ډېرو افغانانو له اپوزېسيون سره خواخوږي درلوده ؛ ځکه خو موږ بله چاره نه درلوده .... »
دشورويانو د هغه دور مشر ( ميخايل ګورباچف ) وايي :
«ما نجيب خبرو ته را وغوښت ؛ موږ په تاشکند کې ملاقات سره وکړ ؛ ما هغه او ملګرو ته يې وويل ؛ زه غواړم ښه سر خلاص کړئ چې موږ را وځو ؛ زه تاته سر له اوسه وايم چې خپل ځانونه آماده کړئ ؛ تاسې بايد د هر څه مسؤوليت واخلئ ؛ ته اړ يې چې په خپله پاليسي کې بدلون راولې ؛ ته مجبور يې له مذهبي رهبرانو سره روابط ټينګ کړې ؛ له امامانو سره سر خلاص کړې، او .... »