د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ملي اردو د جوړېدو او پایښت ستونزې

فبروري 19, 2026 - 14:48
 0  13
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ملي اردو د جوړېدو او پایښت ستونزې

 

ملي اردو هغه مسلکي او منظم ځواک ته ویل کېږي چې د ملت له عقایدو، ارزښتونو او ملي روحیې څخه الهام اخلي، له سیاسي تمایلاتو پاک وي او یوازې د هېواد د سرحدونو، ملي حاکمیت او داخلي نظم د ساتنې لپاره کار وکړي. خو د افغانستان په معاصر تاریخ کې د همدې اصل پر بنسټ د اردو د جوړېدو او پایښت تجربه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.

په ۱۳۵۷ کال کې د ثور له کودتا وروسته چې د نورمحمد تره‌کی په مشرۍ ترسره شوه، پخوانۍ ملي اردو عملاً له منځه ولاړه. د خلق او پرچم د حکومت پر مهال ګڼ مسلکي او روزل شوي افسران یا ووژل شول، یا بندیان شول او یا اړ شول چې وطن پرېږدي. د هغوی پر ځای داسې کسان شامل شول چې لنډمهاله نظامي کورسونه یې لیدلي وو او وفاداري یې تر ډېره ګوندي بڼه لرله. په دې توګه، د ملي اردو پر ځای یوه ګوندي اردو رامنځته شوه چې بنسټ یې پر سیاسي وفادارۍ ولاړ و، نه پر مسلکیتوب.

کله چې  د نجیب‌الله حکومت نسکور شو، همدغه ګوندي اردو هم له نظامي تجهیزاتو سره ټوټه ټوټه شوه او منسجم جوړښت یې له منځه ولاړ. وروسته، د ۲۰۰۱ کال نه وروسته د   ملی اردو تر نوم لاندې یو نوی پوځ جوړ شو. خو دا اردو هم د ډلو، ټپلو او سیاسي نفوذونو تر اغېز لاندې پاتې شوه او د جمهوري نظام له سقوط سره یو ځل بیا منحل شوه؛ تجهیزات یې یا پرېښودل شول او یا انتقال شول.

اوس د طالبان تر واک لاندې هڅه کېږي چې له صفر څخه یوه ملي او اسلامي اردو جوړه شي. خو که د اردو د جوړښت اصول بیا هم د تېر په څېر پر سیاسي انحصار، محدودې اجماع او غیرمسلکي معیارونو ولاړ وي، نو دا وېره شته چې د نظام له بدلون سره به دا اردو هم د پخوانیو تجربو په څېر له ستونزو سره مخ شي.

په ټوله کې، د افغانستان تجربه ښيي چې ملي اردو یوازې په نوم نه، بلکې په رښتینې ملي اجماع، مسلکي روزنه، سیاسي بې‌طرفۍ او قوي بنسټونو ولاړېږي. که دا اصول په پام کې ونه نیول شي، هر نوی جوړښت به د سیاسي بدلونونو په توپان کې زیانمن شي.