د
انسان د مزغو دوه غټې برخې وي يوه پري فرنټل کارټيکس چې منطقي فېصلې کوي او پلانونه جوړوي - دويمه امېګډېلا چې احساساتي او جذباتي مرکز وي -
پۀ يو عام انسان کښې دا دواړه برخې پۀ توازن کښې وي - کۀ هغه يو پلان جوړوي او پۀ هغې کښې د بل د تاوان خدشه وي يا د بل حق تلفي کيږي نو عموماً هغه کار نۀ کوي - خو بيا هم ځينې وخت د لالچ يا مجبورو له وجې خپله ګټه د پردي تاوان نه مخکښې کوي -
پۀ عالي وصف انسان کښې د احساساتي مرګز (امېګډلا) د صله رحمۍ ، معافۍ او درګذر برخه ډېره فعاله وي هغه پۀ هر کار کښې اول د بل ضرورت ته ګوري - ښۀ پلانونه لري خو کۀ بل د ځان نه مستحق ګڼي نو خپل پلان پاتې کړي ـ
پۀ سائکو پېت يا بې رحمه خلکو درې غټې درجه بندۍ وي - يوه پرائمري سايکوپېت ، بل انټي سوشل سايکوپېت او دريم سيکنډري سايکوپېت وي -
پرائمري سايکوپېت هغه خلک وي چې د پلان مرکز (پري فرنټل کارټېکس) ئې ډېر فعاله وي او احساساتي برخه ئې کم فعاله يا غېر فعاله وي - پۀ هېڅ خبره ردعمل نۀ ښائي او ډېره پۀ خوږه پسته خپل مفادات تر سره کوي - داسې خلک يخ مزاجه بې رحمه خلک وي -
انټي سوشل سائکوپېت هم د پلان برخه مضبوطه لري خو د احساساتي مرکز پۀ برخه کښې ئې د قار او مکر حصه ډېره فعاله وي - داسې خلک د خپل پلان کاميابولو د پاره خلکو له دړکې هم ورکوي ، منتونه هم کوي او تر هره حده تلے شي - داسې خلک ګرم مزاجه بې رحمه خلک وي ـ
سيکنډري سائکوپېت هاغه خلک وي چې هغه پۀ وړوکوالي يا وروستو د حق تلفۍ ښکار شوي وي - د دې خلکو د پلان مرکز او احساساتي مرکز دواړه غېر فعاله يا کم فعاله وي - دوي نۀ پلان لري او نه احساس - دا خلک غلۀ ، ډاکوان او اجرتي قاتلان وي او اکثر د پرائمري سايکوپېت له پاره پۀ اجرت کار کوي -