د حرامو ماشومانو هرکلی؛ خو له حلالو اولادونو نه انکار!

کتاب: الحق المرء | لیکوال: شیخ محمد الغزالي
ما په یوه ورځپاڼه کي دا عنوان ولوستی. دواړه؛ یعني خاوند او مېرمن ئې پر طلاق سلا سوي؛ اما محکمه ئې نه ورسره مني! سمدستي مي په زړه کي را وگرځېدل چي ممکن دا جوړه به مسلمانان نه وي؛ خو د دې تر څنگ مي غوښتل د کیسې له تفصیل نه خبر سم.
خبره داسي وه چي خاوند تر واده یو کال وروسته پوه سو چي د ژوند د ملگري په انتخاب کي ئې تېروتنه کړې ده؛ نو شپه تر سهاره به ئې له کوره بهر تېروله. ښځي ئې هم ورته احساس وکړ او پرېکړه ئې وکړه چي خپل د پلار کور ته ستنه سي. د دوی بېلتون ډېر اوږد سو او یوه ئې هم خپل نظر بدل نه کړ!
وروسته دواړه پر دې سلا سول چي طلاق غوره لاره ده؛ کېدی سي هر یو د ژوند لپاره ښه ملگری یا ملگرې ومومي. نو پوښتنه دا ده: د دې گټه څه ده چي د یوې کورنۍ وجود یوازي پر یوه کاغذ موجود وي؛ خو په حقیقت کي ئې هېڅ وجود نه وي؟! ولي دواړه اړ سي چي په جنسي بې لاریتوب پسې ولاړ سي او د بلې کورنۍ جوړولو له خوښیو نه محروم پاته سي؟!
اسلام وایي: وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا
ژباړه: خو كه (مېړه او مېرمن) يو له بله (په طلاق سره) بېل هم سي؛ نو الله به په خپل پراخ قدرت سره هر يو بل ته له محتاجۍ څخه بې نيازه کړي. د الله د لوريني لمن ډېره ارته ده او هغه د حكمت خاوند دئ.
خو د "بابا روما" قول دا دئ چي طلاق جواز نه لري؛ ځکه دا انسانیت ضد اقدام دئ. نوموړي افریقا ته په خپلو لومړیو دوو سفرونو کي په پرلپسې توگه د طلاق پر ضد خبري وکړې. یعني ده اصلاً د اسلامي شریعت مخالفت کاوه. په اسلام کي طلاق د خدای تر ټولو ناخوښه حلال دئ. کله چي ابو ایوب انصاري رضي الله عنه د خپل ښځي د طلاق کولو نیت وکړ نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: د ام ایوب طلاق کول گناه ده.
خو که مینه له منځه تللې وي، یو ځای کېدل ناشونی وي او بېلتون اړین وي؛ نو څه باید وسي؟! بله لاره نسته! طلاق تر خیانت، فحشاء او دروغو غوره دئ.
عجیبه دا ده چي "بابا روما" (رب دې هدایت کړي) د داسي خبرو څښتن دئ چي ژوره څېړنه غواړي. کله چي د انگلستان د پارلمان او د لورډانو مجلس لواط (همجنسي اړیکي) قانوني اعلان کړې؛ ده هیڅ اعتراض ونه کړ! ټول فکر ئې پر دې وو چي د څو ښځو (د متعدد ازواج فلسفه) واده وغندي. خو شهوت، بې لاري توب، بې عفتي او اخلاقي رسوایي ئې چندان جدي خبره نه گڼله.
دې "بابا" هم اورېدلي چي د نجونو عفت (بکارت) په دوهمه لسیزه کي (په غرب کي) نږدې په بشپړ ډول له منځه ځي؛ ناموس لکه گډ په څړځای کي گرځېدلی وي او (تقریباً ټول) سړي ئې له لسگونو ښځو سره اړیکې لري. دا هر څه ده ته د منلو وړ دي. خو کله چي خبره تعدد ازواج ته راځي (هغه هم د اسلام په منظم چوکاټ کي) نو دا بیا ستره گناه گڼل کېږي! په داسي حال کي چي په نورو دینونو کې هیڅ محدودیت نه وو. ایا په "عهد قدیم" کي نه دي راغلي چي سلیمان زر ښځي لرلې؟!
د اسلام پر وړاندي تعصب او د کرکي پارول د دې لامل سوي چي "بـابا" د حرامو ملگرو ملاتړ وکړي خو د حلالو ښځو او له هغوی د پیدا کېدونکو مشروع اولادونو مخالفت وکړي! یعني هغه د حرامو ماشومانو هرکلی کوي خو نه غواړي چي سړی د دوهمي ښځي له لاري مشروع اولاد ولري.
تر ټولو عجیبه لا دا ده چي نوموړی دا خبري هغو ملتونو (افریقایانو) ته کوي چي په هغوی کي مسلمانان ډېر دي خو ځپل سوي او محکوم دي؛ عیسویان بیا لږ دي خو واکمن دي او بت پرستان حیران گوري او تعجب کوي چي څنگه د آسماني دینونو پیروان په خپل منځ کي ژوري شخړي سره لري! لا ډېره حیرانتیا هغه وخت رامنځته کېږي چي "بـابا" په چل او هوښیارۍ وایي: زه غواړم د عیسویت او اسلام تر منځ واټن را کم کړم.
ژباړه: محمد هاشم شاهین