په غزه کې یوه بېوسه فلسطینۍ مور
د زړه وېښوونکې صحنه ده… داسې صحنه چې انسان یې په یادولو هم ولړزېږي. اې د مسلمانانو امته! تر کومه به چوپ پاتې کېږئ؟
په غزه کې یوه بېوسه فلسطینۍ مور، چې ټول ژوند یې د بمونو او دوړو لاندې نړېدلی، د اشغالګرو سرتېرو په منځ کې یوازې ولاړه ده. په غېږ کې یې یوازې شپږ ورځنی ماشوم دی؛ لا یې د نړۍ رڼا سمه نه ده لیدلې، لا یې د پلار څېره نه ده پېژندلې، لا یې د مور له شېدو پرته بل خوند نه دی څکلی. خو د لورۍ پر ځای یې د چاودنو اوازونه اورېدلي دي.
کله چې سرتېرو هغه مور په زور د پوځي موټر پر لور ټېل وهله، هغې خپل ماشوم سینه ته داسې ټینګ نیولی و لکه وروستۍ هیلې ته چې لاس اچوي. د مور زړه به څنګه ټوټې ټوټې کېده! هغه کوچنی وجود چې د مور د زړه له درزا سره بلد و، اوس د وسلو د کړنګ، د بوټانو د درز او د چیغو تر منځ رپېده.
د دې ښځې “ګناه” یوازې دومره بلل شوې چې ګواکې د داسې چا خپلوانه ده چې د مقاومت تور پرې لګېدلی. خو د هغې مېړه او د کورنۍ نور غړي لا مخکې په بمبارۍ کې شهیدان شوي وو. د کور چت یې نړېدلی، دیوالونه یې خاورو شوي، او د ژوند ټولې تکیې یې ترې اخیستل شوې وې. بیا هم ازموینه پای ته ونه رسېده.
هغې چیغې وهلې، مرسته یې غوښتله، خو غږ یې د کنډوالو، ټانکونو او موټرو په شور کې ورک شو. د هغې اوښکې د دوړو سره ګډې شوې. هغه شپږ ورځنی ماشوم، چې باید د مور په غېږ کې په ارامه ویده شوی وای، اوس د وېرو او تندیو په منځ کې د نامعلوم برخلیک پر لور وړل کېده.
دا یوازې د یوې مور کیسه نه ده؛ دا د یو ټپي ولس فریاد دی. دا د مور د مینې، د ماشوم د معصومیت، او د انسانیت د خاموشۍ تر منځ ټکر دی. او پوښتنه لا هم هماغه ده: تر کومه به دا چیغې بې ځوابه پاتې وي؟
يادونې وړ ده هر هيواد او هر جريان چې ملکي خلک او ماشومان وژني اسراييل صفته دي، له بده مرغه د فلسطينيانو په شکل په سلهاوو زره بي ګناه افغانان هم دغه ډول په تيرو پنځوسو کلونو کې د بمونو ، راکيټونو او مرميو خوراک شول ، فرق دومره دي چې هلته يواځې د اسراییلو او امریکا لخوا ووژل شول خو دلته د روسیې او امریکا تر څنګ سیمیزو هیوادونو او د خپلو جريانونو لخوا هم په سرو وينو ولمبول شول